Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Index of Translations


Translation of the Meanings Surah: Fātir   Verse:
وَمَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۟ۙ
او کافر او مؤمن په مرتبه کې نه سره برابريږي، لکه څنګه چې ړوند او بینا نه سره برابريږي.
Arabic Tafsirs:
وَلَا الظُّلُمٰتُ وَلَا النُّوْرُ ۟ۙ
او نه کفر او ايمان سره برابريږي لکه څنګه چې تيارې او رڼايي نه سره برابريږي.
Arabic Tafsirs:
وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُوْرُ ۟ۚ
او نه جنت او دوزخ په خپلو اغېزو کې سره برابريږي، لکه څنګه چې سيوری او ګرم باد نه سره برابريږي.
Arabic Tafsirs:
وَمَا یَسْتَوِی الْاَحْیَآءُ وَلَا الْاَمْوَاتُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُسْمِعُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَّنْ فِی الْقُبُوْرِ ۟
او نه مؤمن او کافر سره برابريږي، لکه څنګه چې مړي او ژوندي نه سره برابريږي، بېشکه الله هغه چا ته ور اورول کوي چې لارښوونه يې وغواړي، او ای رسوله! ته هغو کافرانو ته ور اوروونکی نه يې چې هغوی په قبرونو کې د مړيو غوندې دي.
Arabic Tafsirs:
اِنْ اَنْتَ اِلَّا نَذِیْرٌ ۟
ته يوازې هغوی لره د الله له عذابه وېروونکی يې.
Arabic Tafsirs:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ بِالْحَقِّ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ؕ— وَاِنْ مِّنْ اُمَّةٍ اِلَّا خَلَا فِیْهَا نَذِیْرٌ ۟
او ای رسوله! له شک پرته ته مو له داسې له حق سره لېږلی يې چې هيڅ شک پکې نشته، د مؤمنانو لپاره د هغه څه زيری ورکوونکی يې چې الله د هغوی لپاره کوم عزتمند ثواب چمتو کړی او د کافرانو لپاره په هغه څه وېروونکی يې چې الله هغوی لره کوم دردوونکی عذاب چمتو کړی او له پخوانيو امتونو هيڅ داسې امت نشته چې په هغو کې د الله له لوري داسې رسول نه وي تېر شوی چې د هغه له عذابه يې نه وېرول.
Arabic Tafsirs:
وَاِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ— جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ وَبِالزُّبُرِ وَبِالْكِتٰبِ الْمُنِیْرِ ۟
او ای رسوله! که هغوی دې درواغجن وبولي، نو صبر کوه، ته لومړنی رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی وي، پخوانيو امتونو هم دغه خپل رسولان درواغجن ګڼلي دي لکه عاد، ثمود د لوط قوم، هغوی ته رسولان د الله له لوري له څرګندو داسې دليلونو سره راغلل چې د هغوی پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو اوهغوی ته رسولانو صحیفې او روښانه کتاب راوړی وو[فایده ورڅخه]هغه چا واخیسته چې چا ژورفکر او سوچ درلوده
Arabic Tafsirs:
ثُمَّ اَخَذْتُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟۠
او د دې سربېره هغوی پر الله او د هغه پر رسول کفر وکړ او په هغه څه کې يې رېښتيني ونه بلل چې د الله له لوري ورسره راغلي وو، هغه کسان چې کفر يې کړی وو تباه مو کړل، نو ای رسوله! فکر وکړه چې زموږ انکار د هغوی پر خلاف څنګه و، چې تباه مو کړل.
Arabic Tafsirs:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ۚ— فَاَخْرَجْنَا بِهٖ ثَمَرٰتٍ مُّخْتَلِفًا اَلْوَانُهَا ؕ— وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِیْضٌ وَّحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُهَا وَغَرَابِیْبُ سُوْدٌ ۟
او ای رسوله! ته نه وينې چې الله پاک له آسمانه د باران اوبه را نازلې کړې دي، نو پر دغو اوبو مو داسې مېوې را اېستلې دي چې بېلابېل رنګونه لري، سرې، شنې، ژېړې او نورې، وروسته تردې چې هغه ونې مو پرې اوبه کړې دي، او له غرونو ځينې سپينې لارې، ځينې سرې لارې او ځينې تکې تورې لارې دي.
Arabic Tafsirs:
وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَآبِّ وَالْاَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ اَلْوَانُهٗ كَذٰلِكَ ؕ— اِنَّمَا یَخْشَی اللّٰهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمٰٓؤُا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ غَفُوْرٌ ۟
او له خلکو، ژويو او څارويو (اوښانو، غويانو او پسونو) چې بېلابېل رنګونه لري لکه دغه ياد شوي چې دي. بېشکه د الله د مقام درناوی او له هغه وېرېدونکي يوازې عالمان دي، ځکه هغوی يې صفتونه، شريعت او د قدرت دليلونه پېژني، بېشکه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، له خپلو بندګانو چې څوک توبه ورته وباسي ګناهونه يې بښي.
Arabic Tafsirs:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَتْلُوْنَ كِتٰبَ اللّٰهِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً یَّرْجُوْنَ تِجَارَةً لَّنْ تَبُوْرَ ۟ۙ
بېشکه هغه کسان چې د الله هغه کتاب لولي چې پر خپل رسول مو نازل کړی او څه چې په هغو کې دي پر هغو عمل کوي، او په ښه توګه لمونځ کوي، او د زکات او په نورو لارو کې هغوی ته زموږ له ورکړې روزۍ په پټه او ښکاره لګښت کوي، پر دغو کړنو د الله په وړاندې د داسې سوداګرۍ هيله لري چې هیڅکله به ناچله نه شي.
Arabic Tafsirs:
لِیُوَفِّیَهُمْ اُجُوْرَهُمْ وَیَزِیْدَهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ غَفُوْرٌ شَكُوْرٌ ۟
تر څو الله د هغوی د کړنو بشپړه بدله ورکړي، او له خپل فضله لا زيات ورکړي، چې هغه د دې وړ دی، بېشکه هغه پاک ذات، پر دغو صفتونو د متصفو خلکو د ګناهونو بښونکی دی، د هغوی د ښو کړنو منونکی دی.
Arabic Tafsirs:
Benefits of the Verses on this page:
• نفي التساوي بين الحق وأهله من جهة، والباطل وأهله من جهة أخرى.
د حق او اهل حق ترمنځ د برابرۍ نفي له يولوري او د باطل او اهل باطل ترمنځ له بل لوري.

• كثرة عدد الرسل عليهم السلام قبل رسولنا صلى الله عليه وسلم دليل على رحمة الله وعناد الخلق.
زموږ تر رسول صلی الله عليه وسلم مخکې د نورو نبيانو عليهم السلام د شمېر زياتوالی د الله د رحمت او د خلکو د ضد دليل دی.

• إهلاك المكذبين سُنَّة إلهية.
د درواغ ګڼونکو تباه کول الهي کړنلاره ده.

• صفات الإيمان تجارة رابحة، وصفات الكفر تجارة خاسرة.
د ايمان صفتونه ګټه لرونکې سوداګري ده او د کفر صفتونه تاوان لرونکې سوداګري ده.

 
Translation of the Meanings Surah: Fātir
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Index of Translations

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

Close