Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die paschtunische Übersetzung - Ruwwad Zentrum für Übersetzungen. * - Übersetzungen

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: An-Nisāʾ   Vers:
وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ اَزْوَاجُكُمْ اِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّهُنَّ وَلَدٌ ۚ— فَاِنْ كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُّوْصِیْنَ بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ ؕ— وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ اِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّكُمْ وَلَدٌ ۚ— فَاِنْ كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُمْ مِّنْ بَعْدِ وَصِیَّةٍ تُوْصُوْنَ بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ ؕ— وَاِنْ كَانَ رَجُلٌ یُّوْرَثُ كَلٰلَةً اَوِ امْرَاَةٌ وَّلَهٗۤ اَخٌ اَوْ اُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ ۚ— فَاِنْ كَانُوْۤا اَكْثَرَ مِنْ ذٰلِكَ فَهُمْ شُرَكَآءُ فِی الثُّلُثِ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُّوْصٰی بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ ۙ— غَیْرَ مُضَآرٍّ ۚ— وَصِیَّةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَلِیْمٌ ۟ؕ
او ستاسي ښځو چې څه پريښي وي د هغه نيمايي برخه تاسي ته رسېږي كه اولاد يې نه وي، او كه اولاد يې وي بيا د تركې څلورمه برخه ستاسي ده، البته د هغوی د کړي وصیت او پور څخه وروسته، او ښځې به ستاسي له تركې نه د څلورمې برخې حقدارې وي كه تاسي بې اولاده یاست، او كه ستاسې اولاد وو نو بيا ستاسي له تركې څخه د هغو اتمه برخه ده، وروسته د وصيت له پوره كولو كه تاسي وصيت كړى وي او د پور له اداء كولو كه پور وړي یاست. او كه هغه نارينه يا ښځه (چې د هغه ميراث بايد وويشل شي) بې اولاده هم وي او مور پلار يې هم ژوندي نه وي، خو يو ورور يا يوه خور يې موجوده وي نو ورور او خور هر يوه ته به شپږمه برخه ورسېږي، او كه وروڼه او خويندې له يوه څخه زيات وي نو د ټولې تركې په درېيمه برخه كې به هغوى ټول برخه وال وي، كله چې هغه وصيت پوره كړاى شي چې كړى يې وي او هغه پور اداء شي چې ورباندې وي، په دې شان چې زيان رسوونكى نه وي. دا د الله له لورې حكم دى او الله پوه باخبره او صبرناک دى.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ یُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
دا د الله ټاكل شوې پولې دي څوك چې د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت وكړي الله به هغه داسې باغونو ته ننباسي چې تر هغه لاندې به ويالې بهېږي او هغوى به په كې د تل لپاره استوګن وي او همدا ستر برياليتوب دى.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَمَنْ یَّعْصِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَیَتَعَدَّ حُدُوْدَهٗ یُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِیْهَا ۪— وَلَهٗ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟۠
او څوك چې د الله او د هغه له پېغمبر څخه سركښي وكړي او د هغه له ټاكل شوېو پولونه تيرى وكړي الله به هغه په اور كې وغورځوي چې په هغه كې به د تل لپاره استوګن وي او دهغه لپاره رسوا كوونكی عذاب دی.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
 
Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: An-Nisāʾ
Suren/ Kapiteln Liste Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die paschtunische Übersetzung - Ruwwad Zentrum für Übersetzungen. - Übersetzungen

Übersetzt vom Team des Rowwad-Übersetzungszentrums in Zusammenarbeit mit der Da'wa-Vereinigung in Rabwa und der Vereinigung für die Bereitstellung islamischer Inhalte in verschiedenen Sprachen.

Schließen