Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah: An-Naml   Vers (Ayah):
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ فَاِذَا هُمْ فَرِیْقٰنِ یَخْتَصِمُوْنَ ۟
او بېشکه ثموديانو ته مو د هغوی ورور صالح عليه السلام ورولېږی، چې هغوی يوازې د الله عبادت وکړي، خو د هغه له رابلنې وروسته هغوی سملاسي دوې ډلې شول: يوه مؤمنه ډله او بله کافره او په خپلو کې يې شخړې کولې چې کومه يوه پر حقه ده.
Arabische Tafsire:
قَالَ یٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُوْنَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ ۚ— لَوْلَا تَسْتَغْفِرُوْنَ اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
صالح عليه السلام هغوی ته وويل: ولې له رحمت مخکې په بيړه د عذاب غوښتنه کوئ؟ آيا تاسو له الله د خپلو ګناهونو بښنه نه غواړئ په دې هيله چې درباندې ورحميږي.
Arabische Tafsire:
قَالُوا اطَّیَّرْنَا بِكَ وَبِمَنْ مَّعَكَ ؕ— قَالَ طٰٓىِٕرُكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُوْنَ ۟
قوم يې په حق کې د ضد کولو له امله ورته وويل: موږ په تا او په هغو مؤمنانو پورې بد شاګوم نيولی چې ستا سره دي، صالح عليه السلام هغوی ته وويل: له بدفالۍ کوم بد مصيبت نه يې را ګرځولي، له الله سره پوهه ده له هغه هيڅ پټ نه دي، بلکې تاسو يو داسې قوم ياست چې ازمويل کېږئ په هغه خير چې درته پراخه کيږي او په هغه شر چې درته رسيږي.
Arabische Tafsire:
وَكَانَ فِی الْمَدِیْنَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ یُّفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟
د حجر په ښار کې نهه کسان وو چې په ځمکه کې يې په کفر او ګناهونو فساد خپرولو، او په ايمان نېک عمل کولو يې سمون نه راوستلو.
Arabische Tafsire:
قَالُوْا تَقَاسَمُوْا بِاللّٰهِ لَنُبَیِّتَنَّهٗ وَاَهْلَهٗ ثُمَّ لَنَقُوْلَنَّ لِوَلِیِّهٖ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ اَهْلِهٖ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟
ځينو يې ځينو ته وويل: ستاسو هر يو دې پر الله قسم وکړي، چې هرومرو به يې نن شپه کور ته ورځو، هغه او کورنۍ به يې وژنو، بيا به د وينې ولي (څښتن) ته وايي: موږ د صالح او د هغه د کورنۍ په وژلو کې حاضر نه وو او موږ چې څه وايو په هغو کې رېښتيني يو.
Arabische Tafsire:
وَمَكَرُوْا مَكْرًا وَّمَكَرْنَا مَكْرًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
هغوی د صالح او د هغه د مؤمنو پيروانو لپاره په پټه چل جوړ کړ، موږ د هغه د مرستې او د هغوی له چل څخه د خلاصون لپاره او د هغه له قوم څخه د کافرانو د تباهۍ لپاره تدبير ونيوی، خو هغوی پردې پوه هم نه وو.
Arabische Tafsire:
فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ ۙ— اَنَّا دَمَّرْنٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
نو ای رسوله! فکر وکړه چې د هغوی چل او تدبير څنګه پايله ورکړه؟ بېشکه موږ له خپل لوري په سزا ورکولو هغوی له بېخه و اېستل او هغوی ټول مو تباه کړل.
Arabische Tafsire:
فَتِلْكَ بُیُوْتُهُمْ خَاوِیَةً بِمَا ظَلَمُوْا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
دغه يې کورونه دي چې ديوالونه يې پر چتونو ور وران شوي دي او له څښتنانو يې د هغوی د ظلم له امله خالي شوي، بېشکه د هغوی د ظلم له امله په عذاب ور رسېدو کې د هغو خلکو لپاره پند دی چې ايمان راوړي، نو همدوی دي چې له نښانو پند اخلي.
Arabische Tafsire:
وَاَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟
او د صالح عليه السلام له قومه مو هغه کسان وژغورل چې پر الله يې ايمان راوړی و، او له الله څخه وېرېدل د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيو څخه يې په ځان ساتلو سره.
Arabische Tafsire:
وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ وَاَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ ۟
ای رسوله! در په ياد کړه لوط، کله يې چې خپل قوم ته ويل په داسې حال کې چې هغوی يې ترټل او پر هغوی يې بد ويل: ايا تاسو يو بد کار ترسره کوئ چې هغه لواطت دی په خپلو مجلسونو کې په ښکاره ډول چې ځينې مو ځينو ته ګوري؟!.
Arabische Tafsire:
اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟
آيا تاسو سړيوته د شهوت په موخه ورځئ ښځې پرېږدئ، چې پاک لمني او اولاد نه غواړئ، بېشکه دغه حيواني شهوت پوره کول دي، بلکې پر تاسو چې ايمان، پاکي او له ګناهونو لرېوالی لازم و، له دغو ټولو ناپوه خلک ياست.
Arabische Tafsire:
Die Nutzen der Verse auf dieser Seite:
• الاستغفار من المعاصي سبب لرحمة الله.
له ګناهونو بښنه غوښتل د الله د رحمت لامل کيږي.

• التشاؤم بالأشخاص والأشياء ليس من صفات المؤمنين.
پر اشخاصو او شيانو بدشاګوم نيول د مؤمنانو له صفتونو څخه نه دي.

• عاقبة التمالؤ على الشر والمكر بأهل الحق سيئة.
د حق د څښتنانو په اړه په شر او چل کولو کې په يوه خوله کېدلو پايله بده وي.

• إعلان المنكر أقبح من الاستتار به.
د بد کارۍ اعلان کول له پټولو يې ډېر بد کار دی.

• الإنكار على أهل الفسوق والفجور واجب.
پر فاسقانو او فاجرانو انکار کول او بد ويل واجب دي.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah: An-Naml
Inhaltsverzeichnis der Suren Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen