Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah: An-Nūr   Vers (Ayah):
رِجَالٌ ۙ— لَّا تُلْهِیْهِمْ تِجَارَةٌ وَّلَا بَیْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ وَاِقَامِ الصَّلٰوةِ وَاِیْتَآءِ الزَّكٰوةِ— یَخَافُوْنَ یَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِیْهِ الْقُلُوْبُ وَالْاَبْصَارُ ۟ۙ
داسې نارينه دي چې اخیستل او پلورل يې د الله پاک له ياده، په بشپړه توګه له لمانځه اداکولو او وړ خلکو ته له زکات ورکولو څخه نه غافلوي، هغوی د قيامت له هغې ورځې څخه ډاريږي چې په دغه ورځ به زړونه له سزا د خونديتوب د هيلې او له هغه څخه د وېرې تر منځ اوړي را اوړي، او سترګې به هم هر اړخ ته اوړي را اوړي چې کوم طرف ته به لیږل کیږي.
Arabische Tafsire:
لِیَجْزِیَهُمُ اللّٰهُ اَحْسَنَ مَا عَمِلُوْا وَیَزِیْدَهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
دغه عمل ځکه کوي تر څو الله هغوی ته يې د عمل غوره بدله ورکړي، له خپل فضله لا زياته بدله ورکړي، الله چې چاته وغواړي پرته له حسابه د هغو د اعمالو په اندازه روزي ورکوي، بلکې د هغو د اعمالو څو برابره يې ورکوي.
Arabische Tafsire:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍۭ بِقِیْعَةٍ یَّحْسَبُهُ الظَّمْاٰنُ مَآءً ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءَهٗ لَمْ یَجِدْهُ شَیْـًٔا وَّوَجَدَ اللّٰهَ عِنْدَهٗ فَوَفّٰىهُ حِسَابَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟ۙ
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، د هغوی هغه اعمالو لره چې کړي يې دي هيڅ ثواب نشته، د ځمکې په ژوره برخه کې د هغه رېګ غوندې دي چې تږي ته ښکاري او هغه د اوبو ګومان پرې کوي؛ نو ورځي، کله چې ورشي او ورته ودريږي هيڅ اوبه نه مومي، همدارنګه کافر دا ګومان کوي چې د هغه عمل به ګټه ورته ورسوي، خو کله چې مړ شي او راپورته کړل شي، هيڅ ثواب به ونه مومي، خپل پالونکی به خپلې لورې ته ومومي چې د هغه د عمل بشپړ حساب به ورکړي او الله ژر حساب اخېستونکی دی.
Arabische Tafsire:
اَوْ كَظُلُمٰتٍ فِیْ بَحْرٍ لُّجِّیٍّ یَّغْشٰىهُ مَوْجٌ مِّنْ فَوْقِهٖ مَوْجٌ مِّنْ فَوْقِهٖ سَحَابٌ ؕ— ظُلُمٰتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ ؕ— اِذَاۤ اَخْرَجَ یَدَهٗ لَمْ یَكَدْ یَرٰىهَا ؕ— وَمَنْ لَّمْ یَجْعَلِ اللّٰهُ لَهٗ نُوْرًا فَمَا لَهٗ مِنْ نُّوْرٍ ۟۠
او يا د هغوی اعمال په ژور درياب کې دهغو تيارو غوندې دي چې پر سر يې څپه وي، د دغې څپې پر سر بله څپه وي، د هغې د پاسه داسې ورېځ وي چې لار ښودونکي ستوري يې پټ کړي وي، د يو او بل د پاسه پرله پسې تيارې وي، څوک چې په دغو تيارو کې نښتی وي هغه چې کله لاس را وباسي، نږدې نه ده چې د سختې تيارې له امله يې وويني، همدارنګه وي کافر، چې پر هغه د ناپوهۍ، شک، حيرانتيا او پر زړه يې د مهر لګېدو له امله پرله پسې تيارې راغلې وي، او چاته چې الله له لارورکۍ لارښوونه او دهغه پر کتاب پوهه ور په برخه نه کړي؛ نو هغه لره هيڅ لارښوونه نشته چې لار پرې پيدا کړای شي او نه کوم کتاب شته چې رڼا ترې واخستی شي.
Arabische Tafsire:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُسَبِّحُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَالطَّیْرُ صٰٓفّٰتٍ ؕ— كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهٗ وَتَسْبِیْحَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَفْعَلُوْنَ ۟
ای رسوله! آيا ته نه پوهېږې څه چې په آسمانونو کې دي او څه مخلوقات چې په ځمکه کې دي د الله پاکي بيانوي، هغه لره په هوا کې مرغان غوړېدلي وزرونه پاکي بيانوي، د دغو ټولو مخلوقاتو څخه پر هر يوه الله پوه دی چې څوک يې لمونځ کوي لکه انسان، څوک هغه لره پاکي بيانوي لکه مرغان، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، د هغوی له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي.
Arabische Tafsire:
وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَاِلَی اللّٰهِ الْمَصِیْرُ ۟
يوازې الله لره ده د آسمانونو او زمکې پاچايي، او يوازې هغه ته د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدل دي.
Arabische Tafsire:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُزْجِیْ سَحَابًا ثُمَّ یُؤَلِّفُ بَیْنَهٗ ثُمَّ یَجْعَلُهٗ رُكَامًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ ۚ— وَیُنَزِّلُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ جِبَالٍ فِیْهَا مِنْ بَرَدٍ فَیُصِیْبُ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ وَیَصْرِفُهٗ عَنْ مَّنْ یَّشَآءُ ؕ— یَكَادُ سَنَا بَرْقِهٖ یَذْهَبُ بِالْاَبْصَارِ ۟ؕ
ای رسوله! آيا ته نه پوهېږې، چې الله ورېځ روانوي، بيا يې ځينې برخې له ځينو سره يوځای کوي، بيا يې پاس له پاسه ټينګوي؛ نو وينې چې باران د ورېځ له مينځه راوځي، د آسمان له لوري له داسې ټينګې ورېځې څخه راوځې چې په لوی والي کې له اوبو څخه د شګو غوندې جامدو ټوټو څخه جوړ شويو غرونو سره ورته والی لري؛ نو له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي ور روسوي يې، اوچاته چې وغواړي ترې ګرځوي يې، نېږدې ده چې د ورېځې برېښنا يې له سختې رڼا سترګې يوسي.
Arabische Tafsire:
Die Nutzen der Verse auf dieser Seite:
• موازنة المؤمن بين المشاغل الدنيوية والأعمال الأخروية أمر لازم.
د مومن لپاره د دنيوي بوختياوو او اخروي اعمالو تر منځ پرتله کول يو لازمي امر دی.

• بطلان عمل الكافر لفقد شرط الإيمان.
د ايمان د شرط د نشتون له امله د کافر د عمل بطلان.

• أن الكافر نشاز من مخلوقات الله المسبِّحة المطيعة.
بېشکه کافر د الله د تسبيح ويونکو پيروو مخلوقاتو څخه نافرمانه دی.

• جميع مراحل المطر من خلق الله وتقديره.
د باران ټول پړاوونه د الله له پيدايښت او اندازې څخه دي.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah: An-Nūr
Inhaltsverzeichnis der Suren Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen