Check out the new design

Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz * - Sadržaj prijevodā


Prijevod značenja Sura: En-Nisa   Ajet:
وَاِنْ اَرَدْتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ ۙ— وَّاٰتَیْتُمْ اِحْدٰىهُنَّ قِنْطَارًا فَلَا تَاْخُذُوْا مِنْهُ شَیْـًٔا ؕ— اَتَاْخُذُوْنَهٗ بُهْتَانًا وَّاِثْمًا مُّبِیْنًا ۟
او که تاسو غوښتل چې د یوې ښځې پر ځای بله ښځه وکړئ نو که هغې ته مو ډیر زیات مال ورکړی هم وي هیڅ شی ترې بیرته مه اخلئ، ایا تاسې مال په ټګۍ او په ښکاره ګناه کولو سره واخلئ؟
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَكَیْفَ تَاْخُذُوْنَهٗ وَقَدْ اَفْضٰی بَعْضُكُمْ اِلٰی بَعْضٍ وَّاَخَذْنَ مِنْكُمْ مِّیْثَاقًا غَلِیْظًا ۟
او څرنګه به اوس بیرته مال اخلئ؟ سره له دې چې تاسې یو بل ته رسیدلي یاست، او ښخو له تاسو څخه کلکه او پخه وعده اخیستې ده.[۳۱]
[۳۱] د نکاح کولو او تاسې ته د ځان سپارلو په وخت کې( کابلی تفسیر)
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَلَا تَنْكِحُوْا مَا نَكَحَ اٰبَآؤُكُمْ مِّنَ النِّسَآءِ اِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً وَّمَقْتًا ؕ— وَسَآءَ سَبِیْلًا ۟۠
او هغه ښځې په نکاح مه اخلئ چې پلرونه مو په نکاح کړي وي مګر هغه جې پخوا شوي، شوي دي بې شکه دا ډیره ناکاره، رټل شوې او بده لاره ده.
Tefsiri na arapskom jeziku:
حُرِّمَتْ عَلَیْكُمْ اُمَّهٰتُكُمْ وَبَنٰتُكُمْ وَاَخَوٰتُكُمْ وَعَمّٰتُكُمْ وَخٰلٰتُكُمْ وَبَنٰتُ الْاَخِ وَبَنٰتُ الْاُخْتِ وَاُمَّهٰتُكُمُ الّٰتِیْۤ اَرْضَعْنَكُمْ وَاَخَوٰتُكُمْ مِّنَ الرَّضَاعَةِ وَاُمَّهٰتُ نِسَآىِٕكُمْ وَرَبَآىِٕبُكُمُ الّٰتِیْ فِیْ حُجُوْرِكُمْ مِّنْ نِّسَآىِٕكُمُ الّٰتِیْ دَخَلْتُمْ بِهِنَّ ؗ— فَاِنْ لَّمْ تَكُوْنُوْا دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ ؗ— وَحَلَآىِٕلُ اَبْنَآىِٕكُمُ الَّذِیْنَ مِنْ اَصْلَابِكُمْ ۙ— وَاَنْ تَجْمَعُوْا بَیْنَ الْاُخْتَیْنِ اِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟ۙ
پر تاسې حرامې کړې شوي دي، میندې، لوڼې، خویندې، ترورګانې، وریرې، خورزې، رضاعي مورګانې، رضاعي خورګانې، د غیږې هغه پرکټۍ چې له مورګانو سره یي یو ځای شوي یاست او که له مورګانو سره يې یو ځای شوي نه واست نو په نکاح کولو کې يې باک نشته او هم د هغو زامنو میرمنې حرامې دي چې ستاسې له پښت څخه وي، او حرامه ده چې دوه خورګانې په یوه نکاح کې یو ځای کړئ مګر هغه چې پخوا شوي، شوي دي، بې له شکه الله پاک ډير بښونکی او ډیر مهربان دی.
Tefsiri na arapskom jeziku:
 
Prijevod značenja Sura: En-Nisa
Indeks sura Broj stranice
 
Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz - Sadržaj prijevodā

Preveo je Moulavi Džanbaz Sarfraz

Zatvaranje