Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz. * - Tərcümənin mündəricatı


Mənaların tərcüməsi Surə: Yunus   Ayə:
وَلَوْ اَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِی الْاَرْضِ لَافْتَدَتْ بِهٖ ؕ— وَاَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ ۚ— وَقُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
که له هغه چا سره چې ظلم یې کړی د ځمکې ټولې خزانې په لاس کې وي هم د ځان د خلاصون لپاره به یې په جریمه کې ورکړي.د عذاب له لیدلو سره جوخت به پټ،په پټه کې پښیمانه وي د هغوی په مینځ کې به په انصاف پریکړه وشي. او هیڅ ډول تیری به پرې ونه شي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
واورئ!د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات خاص دالله دي او واورئ چې د الله وعده رښتینې ده،خو ډیر خلک نه پوهیږي.
Ərəbcə təfsirlər:
هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
همغه دی چې ژوند بښې او مرګ ورکوي،او خاص د هغه په لور ستاسې ټولو ور ګرځیدل دي.
Ərəbcə təfsirlər:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُمْ مَّوْعِظَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَشِفَآءٌ لِّمَا فِی الصُّدُوْرِ ۙ۬— وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
ای خلکو!تاسې ته د خپل رب له لورې هغه پند راغلی دی چې د زړونو د ناروغیو دوا او د مؤمنانو لپاره هدایت او رحمت دی.
Ərəbcə təfsirlər:
قُلْ بِفَضْلِ اللّٰهِ وَبِرَحْمَتِهٖ فَبِذٰلِكَ فَلْیَفْرَحُوْا ؕ— هُوَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟
ای محمده!ووایه الله پاک په خپل فضل او رحمت سره پند راولیږه.نو باید چې انسانان پرې خوښ شي.ځکه چې دا پند له هغو ټولو شیانو څخه غوره دی چې هغوی یې راټولوي.
Ərəbcə təfsirlər:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ لَكُمْ مِّنْ رِّزْقٍ فَجَعَلْتُمْ مِّنْهُ حَرَامًا وَّحَلٰلًا ؕ— قُلْ آٰللّٰهُ اَذِنَ لَكُمْ اَمْ عَلَی اللّٰهِ تَفْتَرُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه په دې مې خبر کړئ چې الله پاک تاسې ته کومه روزي راکوزه کړې ده،تاسې یې ځینې حرامه ګرځولې او ځینې حلاله.ووایه:ایا الله پاک درته همدا دول حکم کړی دی او که تاسې پر الله درواغ تړئ؟
Ərəbcə təfsirlər:
وَمَا ظَنُّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟۠
او هغه خلک چې پر الله درواغ تړي د قیامت د ورځې په هکله یې څه ګومان دی؟بې شکه چې الله پر انسانانو ډیر فضل لوروي خو د هغوی زیاته برخه شکر نه پر ځای کوي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمَا تَكُوْنُ فِیْ شَاْنٍ وَّمَا تَتْلُوْا مِنْهُ مِنْ قُرْاٰنٍ وَّلَا تَعْمَلُوْنَ مِنْ عَمَلٍ اِلَّا كُنَّا عَلَیْكُمْ شُهُوْدًا اِذْ تُفِیْضُوْنَ فِیْهِ ؕ— وَمَا یَعْزُبُ عَنْ رَّبِّكَ مِنْ مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ وَلَاۤ اَصْغَرَ مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْبَرَ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟
ای محمده! ته چې په هر ځای کې یې او د قران هره برخه لولې او ای خلکو! تاسې چې هر څه کوئ نو مونږ پر تاسې شاهدان یو،ان په هغه حال کې چې تاسې په خپلو کړو کې ښه ډوب واست. هر څومره کوچنۍ ذره چې وي،ستا له رب نه د ځمکې او اسمان په هیڅ کونج کې پټیدای نه شي. او له ذرې نه کوچنۍ او له هغې نه لوی هم په روښانه کتاب کې ثبت دي.
Ərəbcə təfsirlər:
 
Mənaların tərcüməsi Surə: Yunus
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz. - Tərcümənin mündəricatı

Tərcümə edən: Məvləviy Canbaz Sərfraz.

Bağlamaq