Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz. * - Tərcümənin mündəricatı


Mənaların tərcüməsi Surə: Yunus   Ayə:
لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوا الْحُسْنٰی وَزِیَادَةٌ ؕ— وَلَا یَرْهَقُ وُجُوْهَهُمْ قَتَرٌ وَّلَا ذِلَّةٌ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
د هغو خلکو لپاره چې نیکې یې کړې ده او له هغې هم زیاتوالی.مخونه به یې هیڅکله نه تور شي او نه خړ.همدوی جنتیان دي او تل تر تله به پکې وي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَالَّذِیْنَ كَسَبُوا السَّیِّاٰتِ جَزَآءُ سَیِّئَةٍ بِمِثْلِهَا ۙ— وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— مَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ عَاصِمٍ ۚ— كَاَنَّمَاۤ اُغْشِیَتْ وُجُوْهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ الَّیْلِ مُظْلِمًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
او کومو کسانو چې بدۍ کړي دي.د بدۍ جزا به یي د هغې په انډول ورکړای شي.په سپکوالي کې به پټ.او له الله نه به یې هیڅوک نه شي ژغورلی.مخونه به یې داسې توروي ته به وايې چې د شپې توره پرده پرې راخوره شوې ده.همدغه خلک دوزخیان دي تل تر تله به پکې وي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَیَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ نَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا مَكَانَكُمْ اَنْتُمْ وَشُرَكَآؤُكُمْ ۚ— فَزَیَّلْنَا بَیْنَهُمْ وَقَالَ شُرَكَآؤُهُمْ مَّا كُنْتُمْ اِیَّانَا تَعْبُدُوْنَ ۟
په هغه ورځ چې مونږ دوی ټول سره یو ځای کړو نو بیا به مشرکانو ته ووایو چې:تاسې او ستاسې نیولي شریکان ځای پر ځای شئ.بیا به یې سره جلا کړو.نو هغه دی چې شریکان به یې ووایې:تاسې خو زمونږ عبادت نه کاوو.
Ərəbcə təfsirlər:
فَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمْ اِنْ كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغٰفِلِیْنَ ۟
الله پاک زمونږ او ستاسې په مینځ کې د شاهد په توګه بس دی،چې مونږ ستاسې له عبادت کولو نه بالکل ناخبره وو.
Ərəbcə təfsirlər:
هُنَالِكَ تَبْلُوْا كُلُّ نَفْسٍ مَّاۤ اَسْلَفَتْ وَرُدُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ مَوْلٰىهُمُ الْحَقِّ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠
هلته به هر ساکښ ټول هغه څه چې په څرګنده توګه ومومي چې وړاندې یې لیږلي وو.او ټول به د هغوی رښتینی بادار ته ور وړاندې او هغه ټول څیزونه به لادرکه شي چې له ځانه یې جوړوي.
Ərəbcə təfsirlər:
قُلْ مَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اَمَّنْ یَّمْلِكُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَمَنْ یُّخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَیُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَمَنْ یُّدَبِّرُ الْاَمْرَ ؕ— فَسَیَقُوْلُوْنَ اللّٰهُ ۚ— فَقُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
ای محمده! له دوی نه پوښتنه وکړه چې:څوک تاسې ته له اسمان او ځمکې نه روزي درکوي؟د اوریدلو او لیدلو قواوې د چا په لاس کې دي؟ او څوک ژوندی له مړي او مړی له ژوندي نه راوباسي؟ او څوک د چارو د چلند تدبیر کوي؟هغوی به خاماخا ووایې چې:الله نو ورته ووایه چې:ایا تاسې له همدغه الله څخه نه ډاریږئ؟
Ərəbcə təfsirlər:
فَذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ ۚ— فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ اِلَّا الضَّلٰلُ ۚ— فَاَنّٰی تُصْرَفُوْنَ ۟
نو همدغه الله ستاسې حق رب دی.او له حق نه وروسته پرته له بې لیارۍ بل څه وي؟نو تاسې په کوم لور اړول کیږئ؟
Ərəbcə təfsirlər:
كَذٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَی الَّذِیْنَ فَسَقُوْۤا اَنَّهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
په همدې توګه ستا د رب خبره د هغو خلکو په هکله چې سرغړونه یې کړې ده رښتینې شوه چې هیڅوک به ایمان رانه وړي.
Ərəbcə təfsirlər:
 
Mənaların tərcüməsi Surə: Yunus
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz. - Tərcümənin mündəricatı

Tərcümə edən: Məvləviy Canbaz Sərfraz.

Bağlamaq