Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- আবু যাকাৰিয়্যা * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: ফাতিৰ   আয়াত:
وَاِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّنْ قَبْلِكَ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟
35-4 او كه چېري دوى ستا تكذیب وكړي، نو یقینًا له تا نه د مخكینو رسولانو هم تكذیب شوى دى، او خاص الله ته ټول كارونه بېرته ګرځولى شي
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا ۥ— وَلَا یَغُرَّنَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ ۟
35-5 اى خلقو! بېشكه د الله وعده حقه ده، نو تاسو دې دنيايي ژوند له سره غره (دوكه) نه كړي او تاسو دې ډېر غره (دوكه) كوونكى د الله په باره كې له سره غره نه كړي
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّ الشَّیْطٰنَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوْهُ عَدُوًّا ؕ— اِنَّمَا یَدْعُوْا حِزْبَهٗ لِیَكُوْنُوْا مِنْ اَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟ؕ
35-6 بېشكه شیطان هم ستاسو دښمن دى، نو تاسو هغه دښمن وګڼئ، یقینًا همدا خبره ده چې هغه خپله ډله رابلي، د دې لپاره چې دوى له دوزخیانو ځنې شي
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ؕ۬— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟۠
35-7 هغه كسان چې كافران شوي دي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَفَمَنْ زُیِّنَ لَهٗ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ فَرَاٰهُ حَسَنًا ؕ— فَاِنَّ اللّٰهَ یُضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ۖؗ— فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَیْهِمْ حَسَرٰتٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَصْنَعُوْنَ ۟
35-8 ایا نو هغه كس چې هغه ته خپل بد عمل ښايسته كړى شي، پس هغه، دغه (بد عمل) ښه ویني، (ګڼي) نو بېشكه الله ګمراه كوي چا له چې وغواړي او هدایت وركوي چا له چې وغواړي، نو ستا نفس دې په (ګمراهۍ د) دوى د افسوس له وجې نه نه هلاكېږي، بېشكه چې الله ښه عالم دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَاللّٰهُ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ الرِّیٰحَ فَتُثِیْرُ سَحَابًا فَسُقْنٰهُ اِلٰی بَلَدٍ مَّیِّتٍ فَاَحْیَیْنَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— كَذٰلِكَ النُّشُوْرُ ۟
35-9 او الله هغه ذات دى چې بادونه رالېږي،پس هغه (بادونه) ورېځې راپورته كوي، بیا مونږ هغه (ورېځ) مړ ښار ته بوځو، بیا په هغې سره ځمكه راژوندۍ كړو، د هغې له مرګ نه پس، همداسې به وي بیا ژوندي پورته كول
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْعِزَّةَ فَلِلّٰهِ الْعِزَّةُ جَمِیْعًا ؕ— اِلَیْهِ یَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّیِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ یَرْفَعُهٗ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَمْكُرُوْنَ السَّیِّاٰتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ؕ— وَمَكْرُ اُولٰٓىِٕكَ هُوَ یَبُوْرُ ۟
35-10 هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت، همدغه (الله) ته پاكیزه خبرې پورته خېژي او نېك عمل دغه (كلمات) پورته كوي او هغه كسان چې ناكاره (بد) مكرونه جوړوي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او د دغو كسانو مكر، هم هغه باطل (او هلاك) دى
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ اَزْوَاجًا ؕ— وَمَا تَحْمِلُ مِنْ اُ وَلَا تَضَعُ اِلَّا بِعِلْمِهٖ ؕ— وَمَا یُعَمَّرُ مِنْ مُّعَمَّرٍ وَّلَا یُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهٖۤ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟
35-11 او الله تاسو له خاورې نه پیدا كړي يئ، بیا يې له نطفې نه، بیا يې تاسو جوړې جوړې (ښځه او خاوند) وګرځولئ او نه حامله كېږي هېڅ یوه ښځه او نه زېږوي (بچي لره) مګر د هغه (الله) په علم سره او د هېڅ عمر اوږد كړى شوي عمر نه اوږدول كېږي او نه د هغه له عمر نه كمى كولى شي مګر ( دا هر څه) په كتاب كې (ثابت) دي، بېشكه دغه (د عمر لنډول او اوږدول) الله ته ډېر اسان دي
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: ফাতিৰ
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- আবু যাকাৰিয়্যা - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

আবু বকৰ যাকাৰিয়্যা আব্দুছ ছালামৰ দ্বাৰা অনুবাদিত।

বন্ধ