Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-হাদীদ   আয়াত:
یَوْمَ تَرَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ یَسْعٰی نُوْرُهُمْ بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَبِاَیْمَانِهِمْ بُشْرٰىكُمُ الْیَوْمَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟ۚ
په هغه ورځ به ووینې چې دمؤمنو سړیو او مؤمنو ښځو په وړاندې او ښي اړخونو کې رڼا ځغلي او ورته به وویل شي:چې زیری مو په هغو باغونو چې لاندې له ونو او ماڼیو یې ویالې بهیږي.د تل لپاره به پکې واست.او همدا خورا لوی بری دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یَوْمَ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَالْمُنٰفِقٰتُ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوا انْظُرُوْنَا نَقْتَبِسْ مِنْ نُّوْرِكُمْ ۚ— قِیْلَ ارْجِعُوْا وَرَآءَكُمْ فَالْتَمِسُوْا نُوْرًا ؕ— فَضُرِبَ بَیْنَهُمْ بِسُوْرٍ لَّهٗ بَابٌ ؕ— بَاطِنُهٗ فِیْهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهٗ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ ۟ؕ
هغه ورځ به منافقان سړي او منافقې ښځې مؤمنانو ته ووايې: لږ مونږ ته انتظار وکړئ چې ستاسې له رڼا نه ګټه واخلو.ورته به وویل شي مخ په شا لاړ شئ.او هلته رڼا ولټوئ.نو په مینځ کې به یې یو دیوال حایل شي له دروازې دننه به یې رحمت او بیرون یې عذاب وي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یُنَادُوْنَهُمْ اَلَمْ نَكُنْ مَّعَكُمْ ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَلٰكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ اَنْفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْاَمَانِیُّ حَتّٰی جَآءَ اَمْرُ اللّٰهِ وَغَرَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ ۟
هغوی به مؤمنانو ته ناري کړي چې:ایا مونږ له تاسې سره نه وو؟ مؤمنان به ووايي هو! واست خو په خپله مو ځانونه په فتنه کې اچولي او د مؤمنانو د بدې ورځې څارنه مو کوله.د اسلام د حقانیت په هکله شکمن،او بې ځایه هیلو غولولي او ان د الله د حکم تر راتګ لوی غولوونکي په الله غولولي واست.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَالْیَوْمَ لَا یُؤْخَذُ مِنْكُمْ فِدْیَةٌ وَّلَا مِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— مَاْوٰىكُمُ النَّارُ ؕ— هِیَ مَوْلٰىكُمْ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
نو نن به له تاسې او نه له کافرانو څخه بدل اخیستل شي.(چې له عذاب نه پرې خلاص شئ)ورتګ مو اور ته دی.او هغه ستاسې وړ او د ورتګ لپاره خورا بد ځای دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ ۙ— وَلَا یَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَیْهِمُ الْاَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
ایا مؤمنانو ته هغه وخت نه دی رارسیدلی چې د الله ذکر او نازل شوي حق ته یې زړونه نرم شي؟ او د هغو کسانو په شان نه شي چې وړاندې کتاب ور کړ شوی وو.خو چې اوږد وخت پرې تیر شو نو زړونه یې کلک.او ډیر له دوی څخه فاسقان دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— قَدْ بَیَّنَّا لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
ای خلکو!پوه شئ چې الله پاک ځمکه وروسته له مرګه ژوندۍ کوي.مونږ څرګند دلیلونه درته په ګوته کړي ښایې چې له عقل نه کار واخلئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّ الْمُصَّدِّقِیْنَ وَالْمُصَّدِّقٰتِ وَاَقْرَضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا یُّضٰعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ اَجْرٌ كَرِیْمٌ ۟
بې شکه هغو خیرات ورکوونکو نرو او ښځو ته به دوه چنده بدله ورکړای شي چې الله ته یې نیک قرض ورکړی.او د هغو لپاره عزتمن اجر دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-হাদীদ
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

পুস্তু ভাষাত আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ। অনুবাদ কৰিছে মোল্লা জাঞ্জাবাজ ছৰফৰাজ চাহাবে।

বন্ধ