Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን ነምል   አንቀጽ:
وَاِنَّهٗ لَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او له شک نه وتلې ده چې: همدا قران د منونکو خلکو لپاره ښوونه او رحمت دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ بِحُكْمِهٖ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۚ
او بې له شکه ستا رب به د هغوی په مینځ کې په خپل حکم سره پریکړه وکړي. او هغه په هر څه برلاسی او په هر څه ډیر پوه دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّكَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِیْنِ ۟
نو ای محمده! پر الله توکل وکړه. په یقین ته پر حقه يې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰی وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟
بې له شکه ته مړي نشي اورولی، او نه هغو کڼو ته خپله بلنه رسولی شې چې شاه اړوي او تیښتي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِی الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟
او نه ړانده له بې لارۍ نه را اړولای شي. بلکې ته خپله خبره یوازې هغو کسانو ته اورولای شې چې زمونږ پر ایاتونو ایمان راوړي او غاړه ایښوونکي وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ اَخْرَجْنَا لَهُمْ دَآبَّةً مِّنَ الْاَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ ۙ— اَنَّ النَّاسَ كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠
او کله چې پر هغوی خبره پخه شوه نو مونږ به له ځمکې نه یو څاروی[۱] راوباسو چې ورته به ووايې: چې خلکو زمونږ ایتونه نه منل.
[۱] دا د قیامت له غټو نښو نه یو نښه ده. غټې نښې عبارت دي له:( دجال راوتلو نه، له ځمکې نه د څاروي راوتل، لوګې او له لویديځ نه د لمر راختل) همدا نښې یو له بل سره تړلي دي( تفسیر ابن کثیر).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّنْ یُّكَذِّبُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟
او هغه ورځ را یاده کړه چې مونږ به د هر امت هغه خلک چې زمونږ ایتونه يې درواغ ګڼل ژوندي راپورته، او بیا به ټول سره یو ځای تم شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْ قَالَ اَكَذَّبْتُمْ بِاٰیٰتِیْ وَلَمْ تُحِیْطُوْا بِهَا عِلْمًا اَمَّاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
تر څو ټول راشي، نو رب به يې ورته ووایې: ایا تاسې زما ایتونه درواغ ګڼلي وو؟ په داسې حال کې چې هغه مو له بشپړې علمي څیړني لاندې نه وو راوستلي؟ او یا تاسې څه کړنه درلوده؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ بِمَا ظَلَمُوْا فَهُمْ لَا یَنْطِقُوْنَ ۟
نو د هغوی د ظلم او تیري له کبله پرې د ربړولو خبره پخه او هیڅ خبرې به نه کوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا الَّیْلَ لِیَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
ایا هغوی نه ګوري چې مونږ شپه د هغوی د سکون او ارام لپاره ګرځولې؟ او ورځ مو روښانه کړې؟ په رښتیا چې د ایمان راوړونکي قوم لپاره په دې کې ډير زیات دلایل دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَفَزِعَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ ؕ— وَكُلٌّ اَتَوْهُ دٰخِرِیْنَ ۟
او هغه ورځ را یاده کړه چې: په شپیلۍ کې پو وشي نو د اسمانونو او ځمکې ټول ژوي به پرته له هغو چې الله يې وساتي له ډار سره مخ ـ او په خورا عاجزۍ به د الله په وړاندې حاضر شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَتَرَی الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَّهِیَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ ؕ— صُنْعَ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اَتْقَنَ كُلَّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّهٗ خَبِیْرٌ بِمَا تَفْعَلُوْنَ ۟
په غرونو ګومان کوې چې په ځای ولاړ دي، مګر هغه به د وریځو په شان الوزي. دا د هغه الله جوړښت دی چې هر څه يي ښه کلک کړي دي. او بې شکه چې هغه ستاسې له ټولو کړنو څخه ښه خبر دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን ነምል
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት