Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን ነምል   አንቀጽ:
اَمَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَمَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
څوک دی هغه ذات چې د پیدایښت پیل کوي؟ او بیا يې تکراروي؟ او څوک دی چې تاسې ته له اسمان او ځمکې نه روزي درکوي؟ ایا له الله سره بل خدای شته؟ ووایه! که تاسې رښتینې يې نو دلیل مو را وړاندې کړئ!
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ لَّا یَعْلَمُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الْغَیْبَ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې: د اسمانونو او ځمکې په پټو څیزونو پرته له الله بل هیڅوک نه پوهیږي او په دې هم نه پوهیږي چې دوی کله ژوندي راپورته کیږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
بَلِ ادّٰرَكَ عِلْمُهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ ۫— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْهَا ۫— بَلْ هُمْ مِّنْهَا عَمُوْنَ ۟۠
بلکې د اخرت په هکله هغوی بیخي ناپوه، بلکې شکمن، او بلکې ړانده دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا وَّاٰبَآؤُنَاۤ اَىِٕنَّا لَمُخْرَجُوْنَ ۟
او کافران وايې: چې مونږ او زمونږ پلرونه خاورې شو نو بیا به هم له قبرونو نه راوویستل شو؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لَقَدْ وُعِدْنَا هٰذَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
په رښتیا چې دا یوه تشه وعده ده چې له مونږ او زمونږ له پخوانیو پلرونو سره شوې ده، پرته له زړو کیسو نور څه نه دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې په ځمکه کې وګرځي، نو وګورئ چې د مجرمانو پای څه وه؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَكُنْ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ ۟
او ای محمده! بر هغوی مه غمجن کیږه، او نه يې له ټکیو او دسیسو نه زړه تنګی شې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او هغوی وايې دا وعده کله ده ؟ که تاسې رښتینې یاست؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ رَدِفَ لَكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
ووایه نژدې ده چې ځینې هغه څه چې تاسې يې په منډه غواړئ په تاسې پسې وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟
او له شک نه وتلې ده چې ستا رب پر انسانانو ډیر مهربان دی، خو اکثره يې ناشکره دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَیَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟
او په دې کې شک نشته چې ستا رب ته هغه ښه معلوم دي چې هغوی يې په زړونو کې پټوي او یا يي څرګندوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَا مِنْ غَآىِٕبَةٍ فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟
د اسمانونو او ځمکې هیڅ پټه خبره نشته مګر په یوه څرګند کتاب کې ښکل شوې ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَقُصُّ عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَكْثَرَ الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
او دا قران بنې اسرائیلو ته ډیرې خبرې په ګوته کوي چې هغوی پکې یو له بل سره اختلاف لري.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን ነምል
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት