Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ሙዕሚኑን   አንቀጽ:
اَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟
ورته به وایه شي چې ایا پر تاسو زما ایتونه، نه وو لوستل شوي؟ چې تاسو به درواغ ګڼل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَیْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَآلِّیْنَ ۟
هغوی به وایې زمونږ ربه! پر مونږ بدبختۍ زور کړی او مونږ بې لارې وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْهَا فَاِنْ عُدْنَا فَاِنَّا ظٰلِمُوْنَ ۟
ای زمونږ ربه! مونږ ترې اوس وباسه که مونږ بیا په همغې پخوانۍ لار تاو شو نو مونږ به رښتیا ظالمان وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ اخْسَـُٔوْا فِیْهَا وَلَا تُكَلِّمُوْنِ ۟
الله به وفرمايې په دوزخ کې پراته او له ما سره خبرې مه کوئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّهٗ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْ عِبَادِیْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ ۟ۚۖ
ځکه چې په دنیا کې به زما ځینو بنده ګانو ویل: زمونږ ربه! مونږ په تا ایمان راوړی. مونږ وبښه او راباندې مهربانه شه ته له هر چا ښه مهربان یې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاتَّخَذْتُمُوْهُمْ سِخْرِیًّا حَتّٰۤی اَنْسَوْكُمْ ذِكْرِیْ وَكُنْتُمْ مِّنْهُمْ تَضْحَكُوْنَ ۟
تاسو به پرې ملنډې وهلي او تر هغو په دښمنۍ کې وړاندې ولاړئ چې زما پند مو هیر او پر هغوی به مو خنداګانې کولې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنِّیْ جَزَیْتُهُمُ الْیَوْمَ بِمَا صَبَرُوْۤا ۙ— اَنَّهُمْ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟
نن مې د هغوی د صبر له مخې د بریالیتوب پاڼه ورکړه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قٰلَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِی الْاَرْضِ عَدَدَ سِنِیْنَ ۟
بیا به يې الله وپوښتي چې: په ځمکه کې څو کلونه واست؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ فَسْـَٔلِ الْعَآدِّیْنَ ۟
په ځواب کې به ووايې: ورځ یا څه برخه د ورځې. ته له حساب کوونکو نه پوښتنه وکړه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قٰلَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا لَّوْ اَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
الله به په خپله وفرمايي: پرته له ډیر لږ وخت مو هیڅ درنګ نه دی کړی، کاشکي هغه وخت پرې پوهیدای.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَفَحَسِبْتُمْ اَنَّمَا خَلَقْنٰكُمْ عَبَثًا وَّاَنَّكُمْ اِلَیْنَا لَا تُرْجَعُوْنَ ۟
ایا تاسې ګومان کاوو چې مونږ هسې بابیزه پیدا کړی يئ؟ او مونږ ته بیرته نه راتاوول کیږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَتَعٰلَی اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِیْمِ ۟
لوړ او پورته دی الله پاک، رښتینې، او حق واکمن. له هغه پرته بل هیڅ خدای نشته. د ستر عزت ناک عرش څښتن دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَنْ یَّدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۙ— لَا بُرْهَانَ لَهٗ بِهٖ ۙ— فَاِنَّمَا حِسَابُهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ ۟
او څوک چې د الله تر څنګ بل خدای بل خدای چې هیڅ دلیل هم پرې نه لري راوبلي نو حساب يې له رب سره دی. او دا خبره پخه ده چې کافران بریمن کیدای نشي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقُلْ رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ ۟۠
او ای محمده! زما ربه! ما وبښه او راباندې مهربان شه او ته له ټولو مهربانانو څخه غوره مهربان يې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ሙዕሚኑን
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት