Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ሙዕሚኑን   አንቀጽ:
وَالَّذِیْنَ یُؤْتُوْنَ مَاۤ اٰتَوْا وَّقُلُوْبُهُمْ وَجِلَةٌ اَنَّهُمْ اِلٰی رَبِّهِمْ رٰجِعُوْنَ ۟ۙ
او هغوی چې د الله په لار کې د هغه ورکړی مال مصرفوي او په زړونو کې يې ډاروي چې خپل رب ته خامخا بیرته ورتلونکي دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اُولٰٓىِٕكَ یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَهُمْ لَهَا سٰبِقُوْنَ ۟
نو همدغه کسان په ښیګڼه کې تلوار کوي او له هر چا وړاندی وردانګې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَیْنَا كِتٰبٌ یَّنْطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
او مونږ پر هیچا له توان نه پورته بار نه ږدو او له مونږ سره داسې لیکنه ده چې هر څه کټ مټ په ګوته کوي. او پر هغوی به هیڅ تیری ونه کړای شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
بَلْ قُلُوْبُهُمْ فِیْ غَمْرَةٍ مِّنْ هٰذَا وَلَهُمْ اَعْمَالٌ مِّنْ دُوْنِ ذٰلِكَ هُمْ لَهَا عٰمِلُوْنَ ۟
بلکې د هغوی زړونه له دې حقو خبرو نه بې خبره، او له دې پرته په نورو پریوتو کړنو اخته دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذْنَا مُتْرَفِیْهِمْ بِالْعَذَابِ اِذَا هُمْ یَجْـَٔرُوْنَ ۟ؕ
تر څو يې مونږ په نعمتونو کې ډوب مشران په عذاب اخته کړو. نو بیا به چیغې او فریادونه کوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لَا تَجْـَٔرُوا الْیَوْمَ ۫— اِنَّكُمْ مِّنَّا لَا تُنْصَرُوْنَ ۟
نن چیغې مه وهئ له مونږ نه مو څوک خلاصولای نشي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَدْ كَانَتْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُوْنَ ۟ۙ
ځکه چې زما ایاتونه به پر تاسو لوستل کیدل خو تاسو به مخ په څت په منډه واست.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مُسْتَكْبِرِیْنَ ۖۚۗ— بِهٖ سٰمِرًا تَهْجُرُوْنَ ۟
په هغو مو لويې کوله. د شپې به په کیسو اخته او زما ایاتونه مو پریښې وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَفَلَمْ یَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ اَمْ جَآءَهُمْ مَّا لَمْ یَاْتِ اٰبَآءَهُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؗ
ایا هغوی خبرې ته فکر نه دی کړی؟ او که داسې څه ورته راغلي چې پخوانیو پلرونو ته يې نه وو راغلي؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَمْ لَمْ یَعْرِفُوْا رَسُوْلَهُمْ فَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟ؗ
او که خپل پیغمبر نه پیژني چې اوس ورسره نا اشنا دي؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ بِهٖ جِنَّةٌ ؕ— بَلْ جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ وَاَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟
او که وايې چې پیغمبر لیونی دی. نه! دا یوه هم نه ده بلکې حق ورته راغلی او د هغوی ډير خلک حق نه خوښوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ اَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟ؕ
که حق د دوی د هیلو پسې تللی وای نو نو اسمانونه، ځمکه او په هغوی کې ټول څیزونه، به خراب شوی وو. نه داسې نه ده بلکې مونږ هغوی ته پند راوړی خو هغوی ترې مخ اړوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَیْرٌ ۖۗ— وَّهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟
او که ته له دوی نه څه غواړې؟ نو ستا د رب ورکړه ډیره غوره ده. او هغه تر هر چا ښه روزي ورکوونکی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنَّكَ لَتَدْعُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او بې له شکه چې ته هغوی سمې لارې ته بلې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنٰكِبُوْنَ ۟
خو کوم کسان چې په اخرت ایمان نه لرې له سمې لارې نه کاږه دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ሙዕሚኑን
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት