Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ዐንከቡት   አንቀጽ:
وَیَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ ؕ— وَلَوْلَاۤ اَجَلٌ مُّسَمًّی لَّجَآءَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— وَلَیَاْتِیَنَّهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
او دوى په عذاب (راتلو) كې پر تا بيړه كوي او كه يوه ټاكلې نېټه نه واى، نو خامخا به عذاب ورته راغلى و، او راځي خو به ورته خامخا ناڅاپه په داسې حال کې چې دوى به خبر هم نه وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ ؕ— وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِیْطَةٌ بِالْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ
له تا نه عذاب په بيړه غواړي، او حال دا دی چې يقيناً جهنم له كافرانو راچاپېرېدونكى دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَوْمَ یَغْشٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ وَیَقُوْلُ ذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
هغه ورځ چې په دوى به عذاب هم له پاسه راخپور شي او هم له پښو لاندې يې، او ورته وبه وايي چې (اوس) د هغو كړنو خوند وڅكئ چې تاسي به كول.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ اَرْضِیْ وَاسِعَةٌ فَاِیَّایَ فَاعْبُدُوْنِ ۟
اې زما هغو بندګانو چې ايمان يې راوړى بې شكه زما زمكه پراخه ده نو يوازې زما عبادت وکړئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ ۫— ثُمَّ اِلَیْنَا تُرْجَعُوْنَ ۟
هر ساكښ د مرګ څكونكى دى، بيا به (ټول) زموږ خواته راګرځول كيږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ مِّنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— نِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ ۟ۗۖ
او كومو خلكو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، خامخا به يې د جنت لوړو ماڼيو كې استوګن كړو چې تر لاندې به يې ويالې بهيږي، تل تر تله به پكې اوسېدونكي وي، د كار كونكو غوره بدله ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟
هغوى چې صبر يې كړى او په خپل رب بروسه كوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ دَآبَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا ۖۗؗ— اَللّٰهُ یَرْزُقُهَا وَاِیَّاكُمْ ۖؗ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
او ډیر خوځېدونكي ژوي دي چې نه باروي خپلې روزۍ لره، الله هغوی ته هم روزي وركوي او تاسو ته هم او هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ۚ— فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟
او كه دوى وپوښتې چې دا اسمانونه او زمكه چا پيدا كړي او لمر او سپوږمۍ يې په كار اچولي؟ نو خامخا به ووايي چې الله، نو بيا څرنګه (له توحيده) اړول كيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَللّٰهُ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ لَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
الله دى چې له خپلو بندګانو چا ته وغواړي روزى يې پراخوي او (يا يې) تنګوي ورته، يقيناً الله په هر څه پوه دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ نَّزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهَا لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟۠
او كه دوى وپوښتې چې له اسمانه اوبه چا را ورولې دي چې مړه زمكه يې پرې ژوندۍ كړې ده؟ نو خامخا به ووايي: الله، ووايه: الحمدلله! خو زياتره د دوی عقل نه لري.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ዐንከቡት
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት