Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ዐንከቡት   አንቀጽ:
وَلَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ بِالْبُشْرٰی ۙ— قَالُوْۤا اِنَّا مُهْلِكُوْۤا اَهْلِ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ ۚ— اِنَّ اَهْلَهَا كَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟ۚۖ
او کله چې راغلل رسولان زموږ ابراهیم ته په زیری نو ویې ویل: ب یشکه موږ هلاکوونکي یو د دغه کلي خلکو لره، بی شکه د دې کلي خلک ظالمان دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ اِنَّ فِیْهَا لُوْطًا ؕ— قَالُوْا نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَنْ فِیْهَا ؗ— لَنُنَجِّیَنَّهٗ وَاَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ ؗ— كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟
ده ويل: په هغه (كلي) كې خو لوط (هم) دى! وېلې موږ ته معلومه ده چې څوك پكې دي، خامخا به هغه او كورنۍ يې وژغورو – پرته له مېرمنې يې چې هغه له پاتې کېدونكو ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَمَّاۤ اَنْ جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوْطًا سِیْٓءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَّقَالُوْا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ ۫— اِنَّا مُنَجُّوْكَ وَاَهْلَكَ اِلَّا امْرَاَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟
او كله چې زموږ استازي لوط ته ورغلل نو په هغو سره خپه او زړه تنګى شو او هغوى وويل وېرېږه مه او خپګان مه كوه، يقيناً موږ به تا او ستا كورنۍ ژغورو، پرته له مېرمنې دې چې هغه له پاتې کېدونكو ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّا مُنْزِلُوْنَ عَلٰۤی اَهْلِ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟
بې شكه موږ د دې كلي پر خلكو له اسمانه يو عذاب رانازلوو، د هغه فسق له امله چې هغوى به كولو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَقَدْ تَّرَكْنَا مِنْهَاۤ اٰیَةً بَیِّنَةً لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
او بې شكه موږ له هغه كلي يوه څرګنده نښانه پريښې ده، د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا ۙ— فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَارْجُوا الْیَوْمَ الْاٰخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟
او مدين (سيمې) ته مو د هغوى ورور شعيب ورلېږلى و نو هغه ورته وويل: الله ولمانځئ او د وروستۍ ورځې هيله من اوسئ او پر زمكه كې فساد كوونكي مه ګرځئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟ؗ
خو بيا يې هغه درواغجن وباله نو يوې سختې زلزلې راګير كړل او سهار په خپلو كورونو كې پړمخ په زنګنونو مړه پراته پاتې شول.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَعَادًا وَّثَمُوْدَاۡ وَقَدْ تَّبَیَّنَ لَكُمْ مِّنْ مَّسٰكِنِهِمْ ۫— وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَكَانُوْا مُسْتَبْصِرِیْنَ ۟ۙ
او عاديان او ثموديان (وګورئ) او دا دى تاسو ته يې له كورونو پته لګېدلې ده چې شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړل او له سمې لارې يې واړول په داسې حال كې چې هغوی ځانونه عقلمند ګڼل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ዐንከቡት
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት