Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): ሷድ   አንቀፅ:
وَقَالُوْا مَا لَنَا لَا نَرٰی رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُمْ مِّنَ الْاَشْرَارِ ۟ؕ
او لویي کوونکي سرکښان به وایي: څه شوي چې ځان سره په اور کې هغه سړي نه وینو په کومو چې مو په دنیا کې د هغو بدبختیو ګمان کولو چې د عذاب وړ دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَتَّخَذْنٰهُمْ سِخْرِیًّا اَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْاَبْصَارُ ۟
آیا په هغوی زمونږ ملنډې او ټوکې نا سمې وې نو د عذاب وړ نشو، او که زمونږ ملنډې سمې وې، او اور ته ننوتي خو زمونږ سترګې پرې نه دي لګېدلي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ ذٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ اَهْلِ النَّارِ ۟۠
بېشکه دا څه مو چې تاسو ته یاد کړل د قیامت په ورځ د کافرانو خپلمنځي جګړه خامخا حق ده او هېڅ شک پکې نشته.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مُنْذِرٌ ۖۗ— وَّمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟ۚ
ووایه -ای محمده- د خپل قوم کافرانو ته: بېشکه زه بیرونکی یم تاسولره په واقع کیدلو دعذاب د الله پر تاسو، ستاسې دکفر دوجه او پیغمبرانو ته ددرواغو نسبت کولو له کبله، او نشته په خارج کې [وجود] نلري بل لایق د عبادت پرته له الله نه، نو هغه په خپله لویې، صفاتو او نومونو کې یوازې دی، او هغه داسې غالب دی چې په هر شي برلاسی دی، او هر شی ده ته عاجزي کوونکی دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ ۟
او هغه دی رب د آسمانونو او رب د ځمکې او رب د هغه څه چې د دې دواړو تر منځ دي، او هغه په خپل هغه سلطنت کې برلاسی دی چې هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلای، او هغه د توبه کوونکو بندګانو زیات توبه قبلوونکی دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قُلْ هُوَ نَبَؤٌا عَظِیْمٌ ۟ۙ
وایه -ای رسوله- دوی دروغجنوونکو ته! بېشکه قرآن د ستر شان لرونکی خبر دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُوْنَ ۟
تاسو د دې ستر شان لرونکي خبر څخه مخ اړونکي یاست، دې ته هیڅ توجه نه کوئ
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مَا كَانَ لِیَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَاِ الْاَعْلٰۤی اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ ۟
هغه څه جې د ملایکو تر مینځ څرخیدل د ادم ـعلیه السلام ـ دپیدایش په باره کې ما سره یې هیڅ علم نه وو که الله ما ته وحې نه وای کړی او زه یې نه وای پوه کړی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنْ یُّوْحٰۤی اِلَیَّ اِلَّاۤ اَنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
بېشکه ماته الله وحی کوي هغه څه چې وحې کوي، ځکه چې زه تاسو لره وېروونکی یم د هغه له عذاب څخه ښکاره، د وېرونکو له جملې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ طِیْنٍ ۟
هغه وخت یاد کړه کله چې ستا رب ملائکو ته وویل: بېشکه زه له خټو څخه د یو بشر پېداکوونکی یم چې هغه آدم علیه السلام دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟
نو کله مې چې د هغه پېدایښت برابر کړ، او شکل مې ورجوړ کړ او له خپل روح څخه مې پکې پوکی وکړ، نو تاسو ورته په سجده شئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ
نو ملائکو د خپل رب امر پرځای کړ، ټولو د عزت سجده وکړه، او هېڅوک ترې پاتې نشو پرته له سجدې کولو آدم علیه السلام ته.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اِسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
پرته له ابلیس څخه چې له سجدې کولو یې لویي وکړه، او د خپل رب په امر کې په لویي کولو سره له کافرانو شو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا مَنَعَكَ اَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِیَدَیَّ ؕ— اَسْتَكْبَرْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْعَالِیْنَ ۟
الله وویل: ای ابلیسه! څه شي ایسار کړی یې له سجدې کولو څخه هغه آدم ته چې ما په خپلو لاسونو پېدا کړی؟! آیا لویۍ له سجدې کولو ایسار کړی یې، یا له مخکې څخه په خپل رب د لویي کولو له خاوندانو څخه وې؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ؕ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟
ابليس وويل: زه له آدمه غوره يم، زه دې له اوره پيداکړی يم او هغه دې له خټې پيداکړی دی، دا د هغه ګومان و چې اور تر خټې غوره عنصر دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙۖ
الله تعالی ابلیس ته وویل: نو له جنت څخه وځه بېشکه ته لرې شوی[دالله د رحمت څخه] ښکنځل شوی یې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَّاِنَّ عَلَیْكَ لَعْنَتِیْۤ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟
او بېشکه لازم دي شړل ستا د جنت څخه د بدلې تر ورځ پورې چې هغه د قیامت ورڅ ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟
ابلیس وویل: نو ما ته مهلت راکړه، او ترهغې ورځې پورې مې مه مړ کوه په کومه چې ته خپل بندګان را پاڅوې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ
الله وویل: نو بېشکه ته له مهلت ورکړل شوو څخه یې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟
ستا د تباه کېدلو تر ټاکل شوې معلومې ورځې پورې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
ابلیس وویل: نو ستا په قدرت او غلبې قسم، زه به خامخا ټول بنی آدم بې لارې کړم.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
پرته له هغو چې تا زما له بې لارې کولو ژغورلي، او یوازې خپل عبادت ته دې چاڼ کړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• القياس والاجتهاد مع وجود النص الواضح مسلك باطل.
د څرګند نص په شتون کې د قیاس او اجتهاد کول یو باطل مسلک دی.

• كفر إبليس كفر عناد وتكبر.
د ابلیس کفر د سرکښۍ او لویې ؤ.

• من أخلصهم الله لعبادته من الخلق لا سبيل للشيطان عليهم.
الله چې څوک له مخلوقاتو څخه خپل عبادت لپاره چاڼ کړي نو د شیطان لاره پرې نشته.

 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): ሷድ
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማውጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

ለመዝጋት