Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አስ ሷፋት   አንቀፅ:

صافات

ከሱራዋ ጥቅል ሀሳብ መካከል:
تنزيه الله عما نسبه إليه المشركون، وإبطال مزاعمهم في الملائكة والجن.
د هغه څه څخه د الله تعالی پاکې چې مشرکانو ورته منسوب کړي، او د ملائکو او پېریانو په اړه د هغوی د دعوو باطل والی.

وَالصّٰٓفّٰتِ صَفًّا ۟ۙ
قسم دی په هغو ملائکو چې د عبادت پر مهال جوښت صفونه جوړوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَالزّٰجِرٰتِ زَجْرًا ۟ۙ
او قسم دی په هغو ملائکو چې ورېځې شړي، او هغه خوا ته یې ټېل وهي چېرته چې الله وغواړي چې وورېږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَالتّٰلِیٰتِ ذِكْرًا ۟ۙ
او قسم دی په هغو ملائکو چې د الله کلام لولي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ اِلٰهَكُمْ لَوَاحِدٌ ۟ؕ
بېشکه ستاسو په حقه معبود -ای خلکو- یوازې یو دی چې شریک نه لري، او هغه الله دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ ۟ؕ
د اسمانونو رب، او ځمکې رب، او د هغو شیانو رب چې تر منځ يې دي، او د لمر رب د راختلو او پرېوتلو په ځایو کې د کال په اوږدو کې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّا زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِزِیْنَةِ ١لْكَوَاكِبِ ۟ۙ
بېشکه مونږ ځمکې ته نږدې آسمان په ښکلي ښایست سره ښایسته کړی، چې هغه ستوري دي چې په لېدلو کې د ځلېدونکو ملغلرو په څېر دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَحِفْظًا مِّنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ مَّارِدٍ ۟ۚ
او د دنیا آسمان مو په ستورو ساتلی له هر سرکښ او له طاعت وتونکي شیطان څخه؛ نو ویشتل کېږي به پرې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
لَا یَسَّمَّعُوْنَ اِلَی الْمَلَاِ الْاَعْلٰی وَیُقْذَفُوْنَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍ ۟
دا شیطانان وس نلري چې په آسمان کې د ملائکو خبرې واوري کله چې هغوی د شریعت او تقدیر په اړه خبري کوي کوم چې ورته خپل رب وحي کړې وي، او له هرې خوا په سوځوونکو لمبو ویشتل کېږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
دُحُوْرًا وَّلَهُمْ عَذَابٌ وَّاصِبٌ ۟ۙ
دوی ته د غوږ نیولو څخه د شړلو او لرې کولو له کبله، او دوی لره په آخرت کې دردناک عذاب دی چې نه پرې کېږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ۟
پرته له هغو شیطانانو چې څه وتښتوي، او هغه هم دا خبره وي په کومه کې چې ملائکې پرې بحث کوي او د دوی ترمنځ اوړي او لا هم د ځمکې خلکو ته یې علم نه وي رسېدلی، نو یو روښانه لمبه ورپسې شي سوځوي یې، او کله دا وینا له سوځېدو مخکې خپلو ورونو ته ورکړي نو کاهنانو (غیب ویونکو) ته ورسي، نو ورسره سل دروغه نور یوځای کړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاسْتَفْتِهِمْ اَهُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمْ مَّنْ خَلَقْنَا ؕ— اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّنْ طِیْنٍ لَّازِبٍ ۟
نو -ای محمده- پوښتنه وکړه له بعث (پاڅون) څخه منکرو کافرانو څخه: آیا دوی په پېدایښت کې سخت دي او په تنو کې ځواکمن دي او په غړو کې ستر دي له هغو څخه چې مونږ کوم آسمانونه او ځمکه او ملائکې پېدا کړي؟ مونږ دوی پېدا کړي له سرېښناکې خټې څخه، نو څرنګه له بعث (پاڅون) نه انکار کوي، په داسې حال کې چې دوی له یو کمزوري مخلوق څخه پېدا شوي چې هغه سرېښناکه خټه ده؟.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
بَلْ عَجِبْتَ وَیَسْخَرُوْنَ ۪۟
بلکې ته تعجب کوې -ای محمده- د الله د ځواک او د هغه د مخلوقاتو د چارو د سمون په اړه او تعجب کوې په دروغجنولو د مشرکانو پاڅون لره او دوی مشرکان د پاڅون د سخت دروغجنولو له کبله په هغه څه ملنډې وهي چې ته یې د هغه (پاڅون) په اړه وایې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِذَا ذُكِّرُوْا لَا یَذْكُرُوْنَ ۪۟
او کله چې دوی مشرکانو ته د پند اخیستلو لپاره وعظ وشي نو پند ترې نه اخلي، او نه ترې ګټه اخلي، د دوی د زړونو د سختوالي له کبله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِذَا رَاَوْا اٰیَةً یَّسْتَسْخِرُوْنَ ۪۟
او کله چې د پېغمبر علیه السلام د هغو نښانو څخه کومه نښه وګورې چې د ده د ریښتنولۍ څرګندونه کوي نو په ملنډو وهلو کې زیاتوالی وکړي او تعجب پرې کوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَقَالُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ
او دوی و ویل: هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي پرته له ښکاره سحر (کوډو) بل څه نه دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ
آيا کله چې موږ مړه شو، خاورې او زاړه له منځه تللي هډوکي شو؟ آيا موږ به له دغه وروسته بېرته ژوندي را پاڅېږو؟ دا خو ډېره لرې خبره ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟ؕ
او آیا زمونږ لومړني پلرونه چې مونږ څخه مخکې مړه شوي دي هم را پاځېږي؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قُلْ نَعَمْ وَاَنْتُمْ دَاخِرُوْنَ ۟ۚ
دوی ته په ځواب کې ووایه -ای محمده-: هو، را پاڅئ به تاسو پس له دې چې خاورې او زاړه هډوکې وګرځئ او ستاسو لومړني پلرونه به هم را پاڅي، ټول به را پاڅئ په داسې حال کې چې خوار او ذلیل به یاست.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ فَاِذَا هُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟
نو بېشکه دا په شپېلۍ کې یو پوکی دی (دویم پوکی) نو یو دم به ټول د قیامت د ورځې سختیو ته ګوري او انتظار به باسي چې الله تعالی ورسره څه کوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَقَالُوْا یٰوَیْلَنَا هٰذَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟
او پاڅون لره دروغ ګڼوونکي مشرکان به وایي: ای زمونږ تباهۍ دا خو د بدلې ورځ ده هغه چې الله پکې خپلو بندګانو ته بدله ورکوي د هغه څه چې د دنیا په ژوند کې یې کوم عمل وړاندې کړی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟۠
نو ورته به وویل شي: دا د بندګانو تر منځ د هغه فیصلې ورځ ده چې تاسو به ترې انکار کولو او په دنیا کې به مو دروغ ګڼل.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اُحْشُرُوا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا وَاَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
۲۲- ۲۳- او ملائکو ته به په دغه ورځ وویل شي: په شرک سره ظلم کوونکي مشرکان ظالمان او په شرک کې د دوی په شان خلک او په دروغجنولو کې د دوی ملګري راټول کړئ، او هغه بوتان چې دوی یې له الله پرته عبادت کولو، نو د اور لار ور وپېژنئ او ورته یې وښایئ، او هغې خوا ته یې ورټېله کړئ، بېشکه همدا یې د ورګرځېدو ځای دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَاهْدُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطِ الْجَحِیْمِ ۟
۲۲- ۲۳- او ملائکو ته به په دغه ورځ وویل شي: په شرک سره ظلم کوونکي مشرکان ظالمان او په شرک کې د دوی په شان خلک او په دروغجنولو کې د دوی ملګري راټول کړئ، او هغه بوتان چې دوی یې له الله پرته عبادت کولو، نو د اور لار ور وپېژنئ او ورته یې وښایئ، او هغې خواته یې ورټېله کړئ، بېشکه همدا یې د ورګرځېدو ځای دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَقِفُوْهُمْ اِنَّهُمْ مَّسْـُٔوْلُوْنَ ۟ۙ
او اور ته له ننوتلو وړاندې یې د حساب لپاره بند کړئ، پس د دوی څخه پوښتنه کیدای شي، بیا یې د اور خوا ته ور ټېله کړئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• تزيين السماء الدنيا بالكواكب لمنافع؛ منها: تحصيل الزينة، والحفظ من الشيطان المارد.
په ستورو سره د دنیا د آسمان ښایست له ګټو لپاره دی؛ چې له هغو څخه: د ښایست ترلاسه کول، او له سرکښ شیطان څخه ساتل دي.

• إثبات الصراط؛ وهو جسر ممدود على متن جهنم يعبره أهل الجنة، وتزل به أقدام أهل النار.
د صراط (پل صراط) ثابتېدل، کوم چې د دوزخ په سر اوږد پل دی او جنتیان پرې تېرېږي، او د دوزخیانو پښې پرې خوېږي.

مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُوْنَ ۟
او د رټلو په ډول به ورته وویل شي: په تاسو څه شوي چې یو بل سره مرسته نه کوئ لکه څرنګه به مو چې په دنیا کې یو بل سره مرسته کوله او دعوه به مو کوله چې بېشکه ستاسو بوتان ستاسو مرسته کوي؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُوْنَ ۟
بلکې هغوی نن د الله امر ته غاړه ایښودونکي او خوار دي، یو بل سره د ناتوانۍ او د قدرت د کمښت له کبله مرسته نه کوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟
او یو بل ته به مخ کړي، ملامتول او جګړه به کوي په داسې حال کې چې ملامتول او جګړه ګټه نه رسوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالُوْۤا اِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَاْتُوْنَنَا عَنِ الْیَمِیْنِ ۟
کشران به خپلو مشرانو ته وایي: بېشکه تاسو -ای مشرانو- به مونږ ته د دین او حق باره کې راتللئ نو کفر، شرک او د ګناهونو ترسره کول به مو راته ښایسته کړل او له هغه حق څخه به مو وېرولو او شړلو کوم چې پېغمبرانو د الله له لورې راوړی ؤ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالُوْا بَلْ لَّمْ تَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
مشران به کشرانو ته وایي: داسې نده -څرنګه چې تاسو دعوه لرئ- بلکې تاسو په کفر کې وئ او مومنان نه وئ، بلکې تاسو نه منونکي وئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَا كَانَ لَنَا عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ ۚ— بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طٰغِیْنَ ۟
او ای کشرانو! پر تاسو خو زمونږ کوم زور او ځواک نه و څو تاسو په زوره په کفر، شرک او د ګناهونو ترسره کولو کې واچوو، بلکې تاسو په کفر او بې لاريتوب کې د پولې څخه تېرېدونکي وئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَحَقَّ عَلَیْنَا قَوْلُ رَبِّنَاۤ ۖۗ— اِنَّا لَذَآىِٕقُوْنَ ۟
نو اوس پر مونږ او تاسو باندې د الله (د عذاب) وعده لازمه شوه په دې وینا کې: (خامخا به دوزخ له تا او ستا له ټولو تابعدارانو څخه ډکوم) [ص:۸۵] نو لدې کبله مونږ څکونکي یو-بې له شکه څرنګه چې مو رب وعده کړې وه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاَغْوَیْنٰكُمْ اِنَّا كُنَّا غٰوِیْنَ ۟
نو مونږ تاسو بې لارېتوب او کفر ته راوبللئ، بېشکه مونږ خو د هدایت له لارې څخه بې لارې شوي وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاِنَّهُمْ یَوْمَىِٕذٍ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟
نو بېشکه کشران او مشران به د قیامت په ورځ په عذاب کې سره شریک وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِیْنَ ۟
بېشکه مونږ لکه څرنګه چې په دوی عذاب وڅکل، په نورو مجرمانو یې هم څکو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّهُمْ كَانُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَهُمْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟ۙ
بېشکه دې مشرکانو ته به چې کله په دنیا کې وویل شو چې د الله نه پرته بل معبود نشته، دې لپاره چې د دې مطابق عمل وکړي او خلاف کارونه یې پرېدې، د دې له منلو او غاړه ایښودلو یې د حق څخه په لویې کولو او ځان پورته ګڼلو انکار وکړ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَیَقُوْلُوْنَ اَىِٕنَّا لَتَارِكُوْۤا اٰلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُوْنٍ ۟ؕ
او د خپل کفر لپاره به یې په دلیل نیوونکي حالت کې ویل: آیا د خپلو باطلو معبودانو عبادت د یو لیوني شاعر د وینا لپاره پرېږدو؟! پدې خبرې سره یې د الله رسول صلی الله علیه وسلم مقصد ؤ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
بَلْ جَآءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
بېشکه ستر دروغ یې وتړل، نه خو د الله رسول صلی الله علیه وسلم لیونی ؤ او نه شاعر ؤ، بلکې هغه قرآن یې راوړی ؤ چې د الله تعالی یووالي او د هغه د پېغمبر تابعدارۍ ته بلنه ورکوونکی دی، او د پېغمبرانو تصدیق یې کړی په هغه څه کې چې د الله تعالی دطرفه یې راوړي چې توحید او (قیامت)دی او د هغوی سره یې په هېڅ شي کې مخالفت نه دی کړی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّكُمْ لَذَآىِٕقُوا الْعَذَابِ الْاَلِیْمِ ۟ۚ
بېشکه تاسو -اې مشرکانو- د قیامت په ورځ د دردناک عذاب څکونکي یاست ستاسو د کفر او د پېغمبرانو د دروغجنولو له کبله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ
او بدله به نه درکول کېږي تاسو ته -ای مشرکانو- پرته له هغه څه چې تاسو په دنیا کې په الله کفر کولو او ګناهونه مو ترسره کول.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
لیکن د الله تعالی هغه مومنان بندګان چې هغه خپل عبادت ته ځانګړي کړي، او دوی هغه ته عبادت سوچه کوي، دوی به له عذاب څخه په ژغورنه کې وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ
د دوی مخلصو بندګانو لپاره ځانګړې روزي ده چې الله یې ورکوی، په پاکۍ، ښایست او پایښت کې ټاکل شوې ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَوَاكِهُ ۚ— وَهُمْ مُّكْرَمُوْنَ ۟ۙ
دغه روزي بېلابېلې مېوې له هغو پاکو څخه دي چې خوري یې او اشتها یې لري، او د دغه سربېره به د درجو په لوړوالي او د الله کريم مخ ته په کتو درناوی ورکول کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟ۙ
دا هر څه به د تلپاتې ثابت او دوامداره جنت په نعمتونو کې ترلاسه کوي چې نه پرې کېږي او نه لرې کېږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟
په تختونو به یې تکیه وهلې وي، مخامخ به یو بل ته ګوري.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ
د هغو شرابو ګیلاسونه به ورباندې ګرځول کېږي چې په پاکۍ او روڼتیا کې د روانو اوبو په څېر وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
بَیْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۟ۚ
سپین رنګ والا، څوک یې چې څکي له څکلو به یې بشپړ خوند اخلي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
لَا فِیْهَا غَوْلٌ وَّلَا هُمْ عَنْهَا یُنْزَفُوْنَ ۟
د دنیا د شرابو په څېر نه دي، داسې نشه پکې نشته چې عقل یوسې، او نه یې څښونکي ته سردرد رسي، د څښونکی تن او عقل روغ پرېږدي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ عِیْنٌ ۟ۙ
او دوی سره به جنت کې پاک لمنې ښځې وي، له خپلو میړونو پرته بل چاته یې سترګې نه اوږدېږي، ښایسته سترګو والا دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
كَاَنَّهُنَّ بَیْضٌ مَّكْنُوْنٌ ۟
د رنګونو سپینوالی یې زیړوالي سره داسې ګډ شوی وي لکه محفوظه هګۍ د یو مارغه چې لاس نه وي ور رسېدلی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟
نو ځینې جنتیان به ځینو نورو ته ورمخ کړي د خپلو تېرو شوو او په دنیا کې پېښ شوو حالاتو په اړه به یو بل نه پوښتنه کوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ اِنِّیْ كَانَ لِیْ قَرِیْنٌ ۟ۙ
د دې مومنانو څخه به یو ویونکی ووایي: په دنیا کې زما یو ملګری له بعث (پاڅون) څخه منکر ؤ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• سبب عذاب الكافرين: العمل المنكر؛ وهو الشرك والمعاصي.
د کافرانو د عذاب لامل: بد کاري، چې شرک او ګناهونه دي.

• من نعيم أهل الجنة أنهم نعموا باجتماع بعضهم مع بعض، ومقابلة بعضهم مع بعض، وهذا من كمال السرور.
د جنتیانو له نعمتونو څخه د هغوی یو بل سره یو ځای کېدل، یو بل سره مخامخ کېدل دي، چې دا د خوشالۍ بشپړتیا ده.

یَّقُوْلُ ءَاِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِیْنَ ۟
ما ته یې د انکار کوونکي او ملنډې وهونکي حال کې ویل: آیا ته -ای ملګریه- د مړو په ژوندي کېدلو باندې له باور کوونکو څخه یې؟.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَدِیْنُوْنَ ۟
آیا کله چې مونږ مړه شو او خاورې او زاړه هډوکي شو نو بیا به هم مونږ را پورته کولی شو او د هغو کړنو بدله به راکولی شي چې دنیا کې مو کړې دي؟
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ هَلْ اَنْتُمْ مُّطَّلِعُوْنَ ۟
مومن دوست به خپلو جنتیانو ملګرو ته ووایي: ما سره پورته شئ چې د هغه ملګري انجام ووینو کوم چې له بعث (پاڅون) څخه انکار کولو؟.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاطَّلَعَ فَرَاٰهُ فِیْ سَوَآءِ الْجَحِیْمِ ۟
نو هغه به ور وګوري، نو خپل ملګری به د دوزخ په منځ کې ووینې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ تَاللّٰهِ اِنْ كِدْتَّ لَتُرْدِیْنِ ۟ۙ
وایي به: په الله قسم -ای ملګریه- تا خو نږدې زه هم دوزخ ته په ننوتلو تباه کړی وم، ستا په بللو کفر ته او له بعث (پاڅون) څخه انکار کولو ته.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّیْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟
او که د الله لورینه پر مونږ د هدایت او ایمان ښوونې او د هغې وس ورکولو نه وی، نو زه به هم ستا په څېر عذاب کې حاضر شوی وم.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَفَمَا نَحْنُ بِمَیِّتِیْنَ ۟ۙ
نو آیا مونږ -جنتیان- مړه کېدونکي نه یو؟.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا مَوْتَتَنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟
پرته له هغه لومړي مرګ څخه چې د دنیا په ژوند کې ؤ، بلکې مونږ په جنت کې تلپاتې یو، او مونږ عذابېدونکي هم نه یو لکه څرنګه چې کافران په عذابېږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
بېشکه دا بدله کومه چې الله راکړه - د جنت د داخلېدو او په هغه کې تلپاتې کېدلو او دوزخ څخه د بچ کېدلو- همدا ستره بریا ده چې هېڅ بریا ورسره نه برابرېږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
لِمِثْلِ هٰذَا فَلْیَعْمَلِ الْعٰمِلُوْنَ ۟
د همدې په شان سترې بدلې لپاره لازمه ده چې عمل کوونکي عمل وکړي، نو بېشکه همدا ګټوره سوداګري ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَذٰلِكَ خَیْرٌ نُّزُلًا اَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّوْمِ ۟
آیا دا یاد شوي نعمتونه کوم چې الله تعالی خپلو هغو بندګانو ته چمتو کړي چې د خپل طاعت لپاره یې ځانګړي کړي، ډېر غوره او بهتر دي د مقام او عزت له اړخه که ونه د زقوم چې قرآن کې پرې لعنت ویل شوی هغه چې د کافرانو خوراک دی، نه چاغول کوي او نه له ولږې ګټه رسوي؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّا جَعَلْنٰهَا فِتْنَةً لِّلظّٰلِمِیْنَ ۟
بېشکه مونږ دغه ونه یو عذاب ګرځولی چې د کفر او ګناهونو په وجه ظالمان پرې ازمول کېږي، ځکه چې دوی ویل: بېشکه اور خو ونې خوري، نو ناشونې ده چې پکې شنه شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِیْۤ اَصْلِ الْجَحِیْمِ ۟ۙ
بېشکه د زقوم ونه له بنسټه خبیثه ونه ده، نو هغه د دوزخ په بیخ کې راوځي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
طَلْعُهَا كَاَنَّهٗ رُءُوْسُ الشَّیٰطِیْنِ ۟
بهر راوتونکې مېوې يې بد شکله د شیطانانو د سرونو په څېر دي، او بدرنګي یې د هغه څه په بدرنګۍ دلالت کوي چې په اړه یې خبر ورکول کېږي، او د دې معنا داده چې د مېوې خوند یې هم بد دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاِنَّهُمْ لَاٰكِلُوْنَ مِنْهَا فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ؕ
نو بېشکه کافران به د دې له ترخې او بدرنګه مېوې څخه خوړونکي وي او خپلې تشو خیټو لره ډکونکي وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ثُمَّ اِنَّ لَهُمْ عَلَیْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۚ
بیا به دوی لره له دې خوراک وروسته د ګرمو اوبو بدرنګه ګډ شوی څښاک وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ثُمَّ اِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَاۡاِلَی الْجَحِیْمِ ۟
بیا له دې وروسته د دوی ورتګ د دوزخ د عذاب په لور دی، نو دوی به له یو عذاب څخه بل عذاب ته اوړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّهُمْ اَلْفَوْا اٰبَآءَهُمْ ضَآلِّیْنَ ۟ۙ
بېشکه دې کافرانو خپل پلرونه د هدایت له لارې څخه بې لارې موندلي وو، نو د هغوی تابعداري یې له دلیل پرته په تقلید سره کړې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَهُمْ عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ یُهْرَعُوْنَ ۟
نو دوی په بې لاریتوب کې تابعداري کوي د خپلو پلرونو د پلونو بیړه کوونکي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ اَكْثَرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
او خامخا له دوی مخکې زیاتره لومړني بې لارې شوي وو، نو ستا قوم -ای پېغمبره- له امتونو څخه لومړی بې لارې شوی قوم نه دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا فِیْهِمْ مُّنْذِرِیْنَ ۟
او خامخا مو په هغو لومړیو امتونو کې پېغمبران لېږلي وو چې د الله له عذاب څخه یې ویرول، نو کفر یې وکړ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟ۙ
نو وګوره -ای پېغمبره- څرنګه وه پایله د هغو قومونو چې خپلو پېغمبرانو وېرولي وو خو دوی د هغوی ونه منله، بېشکه د دوی پایله اور ته ننوتل و، د دوی د کفر کولو او د پېغمبرانو د دروغجنولو له کبله به تل پکې وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟۠
پرته له هغو چې الله پر ده د ایمان راوړلو لپاره ځانګړي کړي، نو بېشکه دوی له هغه عذاب څخه ژغورل شوي چې د همدغه دروغجنونکو کافرانو پایله ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَقَدْ نَادٰىنَا نُوْحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِیْبُوْنَ ۟ؗۖ
او بېشکه زمونږ پېغمبر نوح علیه السلام مونږ ته آواز وکړ کله چې یې خپل هغه قوم ته ښېرې وکړې چې دروغجن کړی یې ؤ، نو مونږ څومره ښه ځواب ورکونکي وو! بېشکه مونږ د ده د دعا په قبلولو کې بیړه وکړه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ؗۖ
او بېشکه مونږ ده لره، د ده کورنۍ او ده سره مومنان د قوم له ضرر رسولو او په هغه ستر طوفان باندې د غرقیدلو څخه وژغورل کوم چې د ده د قوم په کافرانو لېږل شوی و.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• الظفر بنعيم الجنان هو الفوز الأعظم، ولمثل هذا العطاء والفضل ينبغي أن يعمل العاملون.
د جنت نعمتونه ترلاسه کول ستره بریا ده، او د همدا شان ورکړې او فضل لپاره باید عمل کوونکي عمل وکړي.

• إن طعام أهل النار هو الزقّوم ذو الثمر المرّ الكريه الطعم والرائحة، العسير البلع، المؤلم الأكل.
بېشکه د اور څښتنانو خوراک زقوم دی چې د ترخې او بد خوند او بد بویه میوه لري، په سختۍ تېرېږي، په خوراک کې دردونکی دی.

• أجاب الله تعالى دعاء نوح عليه السلام بإهلاك قومه، والله نعم المقصود المجيب.
الله تعالی د نوح علیه السلام ښېرا د هغه د قوم د هلاک په اړه قبوله کړه او الله ښه مقصود او قبلوونکی دی.

وَجَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهٗ هُمُ الْبٰقِیْنَ ۟ؗۖ
او د ده کورنۍ او یوازې مومنان تابعداران مو وژغورل او د ده د قوم نور کافران مو غرق کړل.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗۖ
او په وروستنیو امتونو کې مو د ده ښه ستاینه پرېښودله چې د ده ستاینه یې پرې کوله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
سَلٰمٌ عَلٰی نُوْحٍ فِی الْعٰلَمِیْنَ ۟
امن او سلامتیا دې وي نوح لپاره لدې چې په اړه یې په روستیو امتونو کې بد وویل شي، بلکې ستاینه او ښه یاد به یې پاتې وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
بېشکه دغه بدله چې مونږ نوح علیه السلام ته ورکړه همداسې بدله نیکانو بندګانو ته ورکوو، د دوی په عبادت او یوازې د الله په اطاعت.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
بېشکه نوح زمونږ د مؤمنو د الله په طاعت عمل کوونکو بندګانو څخه ؤ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟
بیا مو پاتې خلک په هغه طوفان چې مونږ پر دوی رالېږلی ؤ غرق کړل، نو یو هم ترې پاتې نشو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّ مِنْ شِیْعَتِهٖ لَاِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ
او بېشکه ابراهیم علیه السلام د هغه د دین والا څخه ؤ چې توحید ته رابللو کې ورسره موافق وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِذْ جَآءَ رَبَّهٗ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟
نو یاد کړه کله چې راغی خپل رب ته له شرک څخه پاک په روغ زړه سره، د الله لپاره نصیحت کوونکې په مخلوقاتو د هغه کې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَاذَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۚ
کله چې یې خپل پلار او قوم ته په ملامته کونکي حالت وویل: له الله پرته د بل څه عبادت کوئ؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَىِٕفْكًا اٰلِهَةً دُوْنَ اللّٰهِ تُرِیْدُوْنَ ۟ؕ
نو د رب العالمين په هكله مو څه ګومان دى؟.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
نو -ای قومه- څه ګومان کوئ په رب العالمین کله چې تاسو ورسره مخامخ شئ په داسې حال کې چې تاسو د هغه پرته د نورو عبادت کوئ؟! او څه فکر کوئ چې پر تاسو به د څه کوونکی وي؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَنَظَرَ نَظْرَةً فِی النُّجُوْمِ ۟ۙ
نو ابراهیم علیه السلام په ستورو کې یو نظر واچولو چې د قوم سره د وتلو څخه ځان خلاصولو لپاره څه چل جوړ کړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَقَالَ اِنِّیْ سَقِیْمٌ ۟
نو د قوم سره د دوی په اختر کې د نه وتلو د لامل په اړه یې وویل: زه ناروغ یم.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِیْنَ ۟
نو شاته یې پرېښود او ترې لاړل.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَرَاغَ اِلٰۤی اٰلِهَتِهِمْ فَقَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۚ
نو د هغوی هغو الهو باطلو ته وروګرځېد چې له الله پرته یې د هغوی عبادت کولو، نو د هغوی باطلو معبودانو پورې په ملنډې وهونکي حالت کې وویل: آیا تاسو له هغه خوراک څخه نه خورئ کوم چې مشرکان تاسو ته جوړوي؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُوْنَ ۟
څه حال دی ستاسو چې خبرې نه کوئ، او نه هغه چا ته ځواب ورکوئ چې له تاسو پوښتي؟! آیا له الله پرته د داسې شیانو عبادت کېږي؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَرَاغَ عَلَیْهِمْ ضَرْبًا بِالْیَمِیْنِ ۟
نو ابراهیم علیه السلام پرې راوګرځېد او په ښي لاس یې وهل چې مات یې کړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاَقْبَلُوْۤا اِلَیْهِ یَزِفُّوْنَ ۟
نو د دې بتانو عبادت کوونکو رامخه کړه چې بیړه یې کوله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ اَتَعْبُدُوْنَ مَا تَنْحِتُوْنَ ۟ۙ
نو ابراهیم ورسره په کلکه مخامخ شو، او ورته یې په ملامته کوونکي حالت کې وویل: آیا تاسو له الله پرته د داسې باطلو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو یې په خپلو لاسونو تراشئ؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
او الله تاسو پېدا کړي یاست او ستاسو کړنې هم هغه پېدا کړې دي او ستاسو له کړنو څخه دا بوتان هم دي، نو یوازې هغه د دې وړ دی چې عبادت یې وشي او بل څوک ورسره شریک ونه نیول شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالُوا ابْنُوْا لَهٗ بُنْیَانًا فَاَلْقُوْهُ فِی الْجَحِیْمِ ۟
کله چې د دلیل ویلو څخه عاجز شول نو د زور او ځواک لاره یې ونیوله، نو خپل منځ کې یې مشوره وکړه چې ابراهیم باندې څه وکړي، ویې ویل: یوه ودانۍ ورته جوړه کړئ، او له لرګیو یې ډکه کړئ او اور پرې بل کړئ، بیا یې پکې وغورځوئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَسْفَلِیْنَ ۟
نو د ابراهیم علیه السلام قوم د ابراهیم په اړه د بدۍ اراده وکړه چې تباه یې کړي او ترې بې غمه شي، نو مونږ تاوانیان وګرځول کله چې مونږ ورته اور یخ او سلامت وګرځوه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَقَالَ اِنِّیْ ذَاهِبٌ اِلٰی رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟
وویل ابراهیم: بېشکه زه خپل رب ته هجرت کوونکی یم، د خپل قوم وطن پرېښودونکی یم څو د (رب) عبادت وکړم، زر دی چې زما رب به ماته هغه څه وښایي چې زما پکې د دنیا او آخرت خیر وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
رَبِّ هَبْ لِیْ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
ای ربه، ماته نیک اولاد راکړې چې زما مرستندوی وي او په نا بلدتیا کې زما د قوم بدله وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبَشَّرْنٰهُ بِغُلٰمٍ حَلِیْمٍ ۟
نو مونږ یې دعا قبوله کړه نو په هغه څه مو خبر کړ چې پرې خوشحاله شو، په داسې زوی مو زېری ورکړ چې ستر به شي او زغمونکی به وګرځي او دا زوی اسماعیل علیه السلام و.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰی فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرٰی ؕ— قَالَ یٰۤاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ؗ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
کله چې اسماعيل ځوان شو او د ځان او پلار هڅه يې درک کړه، پلار يې ابراهيم خوب وليدی او د نبيانو خوب وحي وي، ابراهيم خپل زوی ته د دغه خوب له مفهومه په خبرولو وويل: اې زويکیه! زه دې په خوب وينم چې زه تا ذبحه کوم، نو وګوره ته په دې اړه څه نظر لرې؟ اسماعيل خپل پلار ته په ځواب ورکولو وويل: اې پلار جانه! ترسره کړه هغه څه چې الله زما د ذبحه کولو امر درته کړی دی، که الله غوښتل ته به مې د الله په پرېکړه له زغمونکو او خوښو ومومې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• من مظاهر الإنعام على نوح: نجاة نوح ومن آمن معه، وجعل ذريته أصول البشر والأعراق والأجناس، وإبقاء الذكر الجميل والثناء الحسن.
په نوح علیه السلام د نعمتونو د علامو څخه: ژغورنه د هغه او د هغه چا چې ایمان یې راوړی له ده سره او د ده اولاده یې د بشریت او ټولو رګونو او جنسونو بنسټ وګرځوله او د ښه یاد او ښایسته ستاینې پرېښودل.

• أفعال الإنسان يخلقها الله ويفعلها العبد باختياره.
د انسان کړنې الله پېدا کوي او بنده یې په خپل اختیار تر سره کوي.

• الذبيح بحسب دلالة هذه الآيات وترتيبها هو إسماعيل عليه السلام؛ لأنه هو المُبَشَّر به أولًا، وأما إسحاق عليه السلام فبُشِّر به بعد إسماعيل عليه السلام.
ذبیح (حلال شوی) د دې آیتونو په دلالت او ترتیب سره اسماعیل علیه السلام دی؛ ځکه د هغه په اړه لومړی زېری شوی او هر چې اسحاق علیه السلام دی نو د هغه په اړه د اسماعیل علیه السلام څخه وروسته زېری شوی.

• قول إسماعيل: ﴿سَتَجِدُنِي إِن شَآءَ اْللهُ مِنَ اْلصَّابِرِينَ﴾ سبب لتوفيق الله له بالصبر؛ لأنه جعل الأمر لله.
د اسماعیل علیه السلام دا وینا (ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې) د الله تعالی لخوا ده ته د صبر د توفیق لامل دی؛ ځکه چې کار یې الله ته وسپاره.

فَلَمَّاۤ اَسْلَمَا وَتَلَّهٗ لِلْجَبِیْنِ ۟ۚ
او کله چې دواړو الله ته سر ټیټ کړ او هغه ته یې غاړه کېښوده، ابراهیم علیه السلام خپل زوی د تندي په اړخ وغوړځولو څو د هغه د حلالولو امر پر ځای کړي چې ورته شوی ؤ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَنَادَیْنٰهُ اَنْ یّٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۟ۙ
او مونږ ورغږ کړ- په داسې حال کې چې هغه د زوی د حلالولو په اړه د الله د حکم عملي کولو کلک هوډ کړی ؤ- چې ای ابراهیمه!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَدْ صَدَّقْتَ الرُّءْیَا ۚ— اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
بېشکه هغه څه دې ریښتیا کړل کوم چې تا خوب کې ليدلي وچې د زوی د حلالولو هوډ دې درلود، بېشکه -لکه څرنګه چې مونږ تا ته د دغه ستر ازمیښت څخه د خلاصون بدله درکړه- همداسې بدله نیکانو ته هم ورکوو نو د ازمیښتونو او سختیو څخه یې خلاصوو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْبَلٰٓؤُا الْمُبِیْنُ ۟
بېشکه دا یو څرګند ازمیښت ؤ، او یقینا ابراهیم پکې بریالی شو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَفَدَیْنٰهُ بِذِبْحٍ عَظِیْمٍ ۟
او مونږ د اسماعیل په بدله کې چې ستر پسه ورکړ چې پر ځای يې حلال شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗ
او د ابراهیم ښایسته ستاینه مو په وروستنیو امتونو کې پرېښودله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
سَلٰمٌ عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ ۟
د الله لخوا ورته ښه راغلاست دی، او له هر زیان او آفت څخه ورته د سلامتیا دعا ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
لکه څرنګه مو چې ابراهیم علیه السلام ته په طاعت کولو دا بدله ورکړه همداسې بدله نیکانو ته ورکوو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
بېشکه ابراهیم زمونږ له هغو مومنو بندګانو څخه ؤ چې د الله د بندګۍ په غوښتنو یې وفا کوله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَبَشَّرْنٰهُ بِاِسْحٰقَ نَبِیًّا مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او هغه ته مو په یو بل زوی زېری ورکړ چې نبي او نیک بنده به وګرځي چې اسحاق دی؛ د الله د هغه تابعدارۍ په بدله کې کومه یې چې د یوازیني زوی اسماعیل ذبحه وه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَبٰرَكْنَا عَلَیْهِ وَعَلٰۤی اِسْحٰقَ ؕ— وَمِنْ ذُرِّیَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَّظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ مُبِیْنٌ ۟۠
او مونږ په ده او د ده پر زوی اسحاق برکت نازل کړ، نو نعمتونه مو ورزیات کړل، چې له هغې څخه د دوی د اولاد زیاتوالی دی، او د دوی دواړو له اولادې څخه ځینې نیکان دي په تابعدارۍ د خپل رب، او ځینې په کفر او ګناهونو کولو سره په خپل نفس ښکاره تېري کوونکي دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟ۚ
او بېشکه مونږ پر موسی او د هغه پر ورور هارون د پېغمبرۍ احسان کړی ؤ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَنَجَّیْنٰهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ
او دوی دواړه او قوم یې؛ بني اسرائیل مو د فرعون د غلامۍ او غرقېدلو څخه ژغورلي وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَنَصَرْنٰهُمْ فَكَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟ۚ
او مونږ د فرعون او د هغه د لښکرو پر وړاندې د دوی مرسته وکړه، نو بریا د دوی وه پر خپلو دښمنانو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاٰتَیْنٰهُمَا الْكِتٰبَ الْمُسْتَبِیْنَ ۟ۚ
او موسی او د هغه ورور هارون ته مو تورات د الله له خوا داسې کتاب ورکړ چې څرګند دی او هېڅ ګډوډی نلري.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَهَدَیْنٰهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَ ۟ۚ
او دواړو ته مو هغه سیده لاره ورښوولې وه چې کوږوالی پکې نشته او هغه د اسلام دین هغه لار ده چې د پېداکوونکي خوښۍ ته رسونکې ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِمَا فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙۖ
او دواړو لپاره مو په وروستیو امتونو کې ښه ستاینه او پاک یاد پرېښود.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
سَلٰمٌ عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟
د الله لخوا ورته پاک ښه راغلاست او ستاینه ده، او د هرې بدۍ څخه د سلامتیا دعا ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
لکه څرنګه مو چې موسی او هارون ته دا نېکه بدله ورکړه همداسې بدله نیکانو ته په طاعت کولو ورکوو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
بېشکه موسی او هارون په الله د مومنو بندګانو او په هغه څه عمل کوونکو څخه وو چې ورته یې روا کړي وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّ اِلْیَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او بېشکه الیاس د خپل رب له لوري له استول شوو رسولانو څخه و، چې الله پر ده د نبوت او پېغمبرۍ انعام کړی و.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
کله چې یې خپل د بني اسرائیلو هغه قوم ته وویلې چې دې ورلېږل شوی ؤ: اې زما قومه! آیا د الله څخه نه وېرېږئ؛ د هغه د اوامرو په منلو، چې له هغې څخه یو د الله یو ګڼل دي، او د هغه د نواهیو څخه ځان ژغورلو نه، چې د هغې څخه یو شرک دی
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَتَدْعُوْنَ بَعْلًا وَّتَذَرُوْنَ اَحْسَنَ الْخَالِقِیْنَ ۟ۙ
آیا تاسو له الله پرته د خپل بت بعل عبادت کوئ او د الله عبادت پرېږدئ چې ډېر ښایسته د پېداکوونکو دی؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اللّٰهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
او الله خو ستاسو رب دی چې تاسو یې پېدا کړي یاست، او ستاسو پلرونه یې هم پخوا لا پېدا کړي ؤ، نو هماغه د عبادت وړ دی، نه بل څوک له بتانو څخه چې نه ګټه رسوي نه زیان.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• قوله: ﴿فَلَمَّآ أَسْلَمَا﴾ دليل على أن إبراهيم وإسماعيل عليهما السلام كانا في غاية التسليم لأمر الله تعالى.
دا وینا: (فلما اسلما (کله چې دواړو غاړه کېښودله) پر دې دلیل دی چې بېشکه ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام دواړه د الله امر ته کلکه غاړه اېښودونکي وو.

• من مقاصد الشرع تحرير العباد من عبودية البشر.
د بشر د بندګۍ څخه د بندګانو ازادي د شریعت له مقاصدو او موخو څخه ده.

• الثناء الحسن والذكر الطيب من النعيم المعجل في الدنيا.
ښایسته ستاینه او پاک یاد په دنیا کې د عاجلو نعمتونو څخه دي.

فَكَذَّبُوْهُ فَاِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ
نو د ده د قوم له خوا بل څه نه ؤ پرته له دې چې درواغجن یې کړ او د دوی د تکذیب له امله به دوی په عذاب کې حاضرکړای شوو څخه وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
د ده د قوم له مومنو او الله ته په عبادت کې له مخلصو کسانو پرته، نو بېشکه هغه عذاب ته له حاضرېدو څخه نجات موندونکی دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ
او مونږ د ده ښایسته ستاینه او پاک یاد په ورستنیو امتونو کې پرېښوده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
سَلٰمٌ عَلٰۤی اِلْ یَاسِیْنَ ۟
د الله لخوا دې الیاس ته ښه راغلاست او ستاینه وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
لکه څرنګه مو چې الیاس ته دا ښایسته بدله ورکړه، خپلو نیکانو مؤمنو بندګانو ته هم همداسې بدله ورکوو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
بېشکه الیاس په حقه سره زمونږ له هغو مومنو بندګانو څخه ؤ چې په خپل رب باندې ایمان لرلو کې ریښتیني دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّ لُوْطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او بېشکه لوط د الله تعالی له هغو رسولانو څخه ؤ چې ده خپلو قومونو ته زېری ورکوونکي او وېرونکي لېږلي دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِذْ نَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
نو یاد کړه کله چې مو هغه او د هغه ټوله کورنۍ د ده په قوم له رالېږل شوي عذاب څخه وساتل.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟
پرته له مېرمنې د ده، د خپل قوم عذاب ورته ورسېده؛ ځکه چې هغه هم د دوی په څېر کافره وه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟
بیا مو د ده د قوم څخه هغه پاتې شوي تباه کړل چې دا یې دروغجن ګڼلی و او څه چې ده راوړي ؤ پر هغه یې باور نه کولو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّكُمْ لَتَمُرُّوْنَ عَلَیْهِمْ مُّصْبِحِیْنَ ۟ۙ
او بېشکه تاسو-ای د مکې والاو- خامخا شام ته په خپلو سفرونو کې د دوی په کورونو سهار مهال تېرېږئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَبِالَّیْلِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠
او تاسو پرې همدا راز د شپې لخوا هم تېرېږئ، آیا عقل نه چلوئ، او له هغه څه پند نه اخلئ چې دوی ور وګرځېدل پس له دروغجنولو او کفر کولو او د داسې بدکارۍ ترسره کولو چې مخکې ترې چا نه وه ترسره کړې؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّ یُوْنُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او بېشکه زمونږ بنده یونس د الله له هغو رسولانو څخه و چې خپلو قومونو ته زېری ورکوونکي او وېرونکي یې لېږلي وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِذْ اَبَقَ اِلَی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ
کله چې له قوم څخه د خپل رب له اجازې پرته وتښتېد او یوې داسې بېړۍ کې سپور شو چې له مسافرو او سامان ډکه وه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِیْنَ ۟ۚ
نو نږدې وه چې بېړۍ د ډکوالي له امله ډوبه شي، نو مسافرو پچه واچوله چې ځینې یې وغورځوي؛ د بېړۍ د ډوبېدو د ویرې له کبله د زیاتوالي د مسافرو، نو یونس علیه السلام له همدوی بایلونکو څخه ؤ، نو په سمندر کې یې وغورځولو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَالْتَقَمَهُ الْحُوْتُ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟
نو کله چې یې په سمندر کې وغورځولو نوماهي ونیولو او روغ یې تېر کړ، په داسې حال کې چې ده د ملامتیا کار کړی و؛ چې د خپل رب له اجازې پرته سمندر ته تللی ؤ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَلَوْلَاۤ اَنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِیْنَ ۟ۙ
نو که چېرې یونس مخکې له دې چې څه پرې وشي د الله له ډېرو ذکر کوونکو څخه نه وی او که چېرې د ده تسبیح ویل د ماهي په خیټه کې نه وی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
لَلَبِثَ فِیْ بَطْنِهٖۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟ۚ
نو خامخا به د ماهي په ګېډه کې تر قیامت ورځې پورې ځنډېدلی وی څو یې قبر ګرځېدلی و.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَنَبَذْنٰهُ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِیْمٌ ۟ۚ
بیا مو د ماهي له ګېډې څخه د ونو او ودانیو څخه خالي زمکه باندې وغورځولو، په داسې حال کې چې تن یې کمزوری شوی و له دې کبله چې د ماهي په ګېډه کې څه وخت ځنډېدلی و.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَنْۢبَتْنَا عَلَیْهِ شَجَرَةً مِّنْ یَّقْطِیْنٍ ۟ۚ
او په دغه خالي زمکه کې مو ورباندې د کدو بوټی را زرغون کړ څو یې سوري ته کښیني او خوراک ترې وکړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَرْسَلْنٰهُ اِلٰی مِائَةِ اَلْفٍ اَوْ یَزِیْدُوْنَ ۟ۚ
او هغه مونږ خپل قوم ته استولی ؤ چې شمېر یې سل زره ؤ بلکې زیات وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاٰمَنُوْا فَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ ۟ؕ
نو ایمان یې راوړ او په هغه څه یې باور وکړ چې ده ورته راوړي وو، نو الله تعالی ورته د دنیا په ژوند کې مهلت او سوکالي ورکړه تر دې چې هغه ټاکلي نېټې یې پوره شوې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاسْتَفْتِهِمْ اَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُوْنَ ۟ۙ
ای محمده! د مشرکانو نه د انکار په ډول وپوښته: آیا تاسو الله لره هغه لورګانې ګرځوئ چې خپله یې بدې ګڼئ، او ځانونو لپاره هغه ځامن ګرځوئ چې ورسره مینه لرئ؟! دا څرنګه ویش دی؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ خَلَقْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِنَاثًا وَّهُمْ شٰهِدُوْنَ ۟
څرنګه دوی دعوه لري چې ملائکې ښځینه دي، په داسې حال کې چې دوی د هغوی پېدایښت کې حاضر نه وو، او نه یې لېدلي ؤ؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَلَاۤ اِنَّهُمْ مِّنْ اِفْكِهِمْ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
خبر اوسئ پرته له شکه د مشرکانو پر الله له درواغ ويلو او تور لګولو څخه دا هم دي چې هغه ته د اولاد نسبت کوي، او هغوی په دغه دعوی کې درواغجن دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَدَ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
خبر اوسئ پرته له شکه د مشرکانو پر الله له درواغ ويلو او تور لګولو څخه دا هم دي چې هغه ته د اولاد نسبت کوي، او هغوی په دغه دعوی کې درواغجن دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَصْطَفَی الْبَنَاتِ عَلَی الْبَنِیْنَ ۟ؕ
آیا الله خپل ځان لپاره هغه لورګانې غوره کړي چې تاسو یې بدې ګڼئ په هغو زامنو باندې چې تاسو یې خوښوئ؟! هېڅکله نه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• سُنَّة الله التي لا تتبدل ولا تتغير: إنجاء المؤمنين وإهلاك الكافرين.
د الله هغه سنت نه بدلېږي او نه تغیرېږي: د مومنانو ساتنه او د کافرانو هلاکول دي.

• ضرورة العظة والاعتبار بمصير الذين كذبوا الرسل حتى لا يحل بهم ما حل بغيرهم.
د هغو خلکو د انجام څخه عبرت اخیستلو ضرورت چې رسولان یې دروغجن ګڼل څو پرې هغه څه نازل نشي چې پر هغوی نازل شوي.

• جواز القُرْعة شرعًا لقوله تعالى: ﴿ فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ اْلْمُدْحَضِينَ ﴾.
د پچې اچولو روا والی د الله د دې وینا له کبله: بيا يې چې پچه واچوله نو له بايلونكو څخه شو.

مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟
ای مشرکانو! په تاسو څه شوي چې دا د ظلم پرېکړه کوئ چې الله لپاره لورګانې ګرځوئ او ځانونو لپاره زامن ګرځوئ؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟ۚ
آیا نو پند نه اخلئ له باطل والي د هغه فاسدې عقېدې چې تاسو پرې یاست؟! نو بېشکه که تاسو پند اخیستلی نو دا وینا به مو نه کوله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ لَكُمْ سُلْطٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
ایا تاسو لره کوم ښکاره دلیل او څرګند حجت د کتاب یا رسول څخه شته؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاْتُوْا بِكِتٰبِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
نو خپل هغه کتاب مو راوړئ چې د دې خبرې دلیل پکې وي که چېرې تاسو په خپلو دعوو کې رښتیني یاست.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَجَعَلُوْا بَیْنَهٗ وَبَیْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا ؕ— وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ اِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ
او مشرکانو د الله او له دوی پټو ملائکو تر منځ خپلوي پېدا کړې کله چې یې دعوه وکړه چې ملائکې د الله لورګانې دي او خامخا ملائکې پدې پوهېدلي چې زر دی چې الله به مشرکان حساب لپاره حاضر کړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ
الله تعالی پاک دی له هغه څه چې مشرکان یې په اړه بیانوي کوم څه چې ده لپاره مناسب نه دي د بچې او شریک څخه او داسې نور.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
مګر د الله غوره شوي بندګان؛ نو بېشکه دوی د الله لپاره نه بیانوي پرته د جلال او کمال له هغو صفتونو چې ورسره مناسب وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
نو تاسو ای مشرکانو او هغه څه چې پرته له الله تعالی یې عبادت کوئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ بِفٰتِنِیْنَ ۟ۙ
له حق دین څخه د هیچا یې لارې کوونکي نه یاست.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِیْمِ ۟
پرته له هغه چې الله تعالی یې په اړه پرېکړه کړې وي چې د دوزخ والا دی، نو بېشکه الله خپله پرېکړه نافذوي نو کافر کېږي او دوزخ ته داخلېږي او هر چې تاسو او ستاسو معبودان دي نو ستاسو پرې هېڅ وس نشته.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَا مِنَّاۤ اِلَّا لَهٗ مَقَامٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ
او ملائکو الله تعالی ته د خپلې بندګۍ بیانولو او د مشرکانو د دعوو څخه بېزارۍ په حالت کې وویل: او له مونږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر د الله په عبادت او طاعت کې یې ټاکلی ځای دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَّاِنَّا لَنَحْنُ الصَّآفُّوْنَ ۟ۚ
او بېشکه مونږ -ملائکې- د الله په عبادت او طاعت کې کتارونه ولاړ یو او مونږ د الله پاکي ویونکي یو له هغو صفتونو چې ده سره مناسب نه دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُوْنَ ۟
او بېشکه مونږ -ملائکې- د الله په عبادت او طاعت کې کتارونه ولاړ یو، او مونږ د الله پاکي ویونکي یو له هغو صفتونو چې ده سره مناسب نه دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنْ كَانُوْا لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
لَوْ اَنَّ عِنْدَنَا ذِكْرًا مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
لَكُنَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَكَفَرُوْا بِهٖ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟
او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی، او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
۱۷۳-۱۷۱ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې د حجت او توان احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ د هغه لښکر وي چې د الله په لار کې د کلمې د لوړوالي لپاره جنګېږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُوْرُوْنَ ۪۟
۷۱-۷۳ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې د حجت او توان احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ د هغه لښکر وي چې د الله په لار کې د کلمې د لوړوالي لپاره جنګېږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟
۷۱-۷۳ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې د حجت او ځواک احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ د هغه لښکر وي چې د الله په لار کې د کلمې د لوړوالي لپاره جنګېږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ
اې رسوله! له دوی سرکښو مشرکانو څخه تر یوې مودې چې الله پرې خبر دی مخ وګرځوه څو یې د عذاب وخت راورسېږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَّاَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟
ویې ګورئ کله چې عذاب پرې نازليږي؛ نو ورته ګوري به چې هغه مهال به کتل ورته ګټه نه رسوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
آیا نو دا مشرکان د الله په عذاب بیړه کوي؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَآءَ صَبَاحُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟
نو کله چې پرې د الله عذاب را پرېوځي نو بد سبا د همدوی سبا دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ
ای رسوله! له دوی نه تر هغه وخته مخ وګرځوه څو الله د دوی د عذاب په اړه پرېکړه وکړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَّاَبْصِرْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟
او ګوره، پس زر دی چې دوی به د الله هغه عذاب او سزا وویني کوم چې پرې نازلېږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۚ
ای محمده! پاک دی ستا رب، د ځواک رب، او سپېڅلی دی د نقصان له هغو صفاتو څخه چې مشرکان یې ورته بیانوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚ
او د الله لخوا ښه راغلاست او ستاینه ده پر پتمنو رسولانو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
او ټوله ستاینه یوازې الله لره ده، هماغه یې وړ دی او د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی، له ده پرته بل پالونکی نلري.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• سُنَّة الله نصر المرسلين وورثتهم بالحجة والغلبة، وفي الآيات بشارة عظيمة؛ لمن اتصف بأنه من جند الله، أنه غالب منصور.
د الله سنت (قانون) د رسولانو او د هغوی د وارثانو مرسته کول دي په حجت او برلاسۍ سره او په آیتونو کې ستر زېری دی د هغه چا لپاره چې د الله د لښکر څخه وي او هماغه برلاسی او مرسته کړل شوی دی.

• في الآيات دليل على بيان عجز المشركين وعجز آلهتهم عن إضلال أحد، وبشارة لعباد الله المخلصين بأن الله بقدرته ينجيهم من إضلال الضالين المضلين.
په دې آیاتونو کې د خلکو د بې لارې کولو څخه د مشرکانو او د هغوی د معبودانو د کمزورتیا بیان دی او د الله مخلصو بندګانو ته زېری دی چې الله به یې په خپل قدرت سره د بې لارې کوونکو د بې لارې کولو څخه وژغوري.

 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አስ ሷፋት
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማውጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

ለመዝጋት