Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አስ ሷፋት   አንቀፅ:
وَجَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهٗ هُمُ الْبٰقِیْنَ ۟ؗۖ
او د ده کورنۍ او یوازې مومنان تابعداران مو وژغورل او د ده د قوم نور کافران مو غرق کړل.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗۖ
او په وروستنیو امتونو کې مو د ده ښه ستاینه پرېښودله چې د ده ستاینه یې پرې کوله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
سَلٰمٌ عَلٰی نُوْحٍ فِی الْعٰلَمِیْنَ ۟
امن او سلامتیا دې وي نوح لپاره لدې چې په اړه یې په روستیو امتونو کې بد وویل شي، بلکې ستاینه او ښه یاد به یې پاتې وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
بېشکه دغه بدله چې مونږ نوح علیه السلام ته ورکړه همداسې بدله نیکانو بندګانو ته ورکوو، د دوی په عبادت او یوازې د الله په اطاعت.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
بېشکه نوح زمونږ د مؤمنو د الله په طاعت عمل کوونکو بندګانو څخه ؤ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟
بیا مو پاتې خلک په هغه طوفان چې مونږ پر دوی رالېږلی ؤ غرق کړل، نو یو هم ترې پاتې نشو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّ مِنْ شِیْعَتِهٖ لَاِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ
او بېشکه ابراهیم علیه السلام د هغه د دین والا څخه ؤ چې توحید ته رابللو کې ورسره موافق وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِذْ جَآءَ رَبَّهٗ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟
نو یاد کړه کله چې راغی خپل رب ته له شرک څخه پاک په روغ زړه سره، د الله لپاره نصیحت کوونکې په مخلوقاتو د هغه کې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَاذَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۚ
کله چې یې خپل پلار او قوم ته په ملامته کونکي حالت وویل: له الله پرته د بل څه عبادت کوئ؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَىِٕفْكًا اٰلِهَةً دُوْنَ اللّٰهِ تُرِیْدُوْنَ ۟ؕ
نو د رب العالمين په هكله مو څه ګومان دى؟.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
نو -ای قومه- څه ګومان کوئ په رب العالمین کله چې تاسو ورسره مخامخ شئ په داسې حال کې چې تاسو د هغه پرته د نورو عبادت کوئ؟! او څه فکر کوئ چې پر تاسو به د څه کوونکی وي؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَنَظَرَ نَظْرَةً فِی النُّجُوْمِ ۟ۙ
نو ابراهیم علیه السلام په ستورو کې یو نظر واچولو چې د قوم سره د وتلو څخه ځان خلاصولو لپاره څه چل جوړ کړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَقَالَ اِنِّیْ سَقِیْمٌ ۟
نو د قوم سره د دوی په اختر کې د نه وتلو د لامل په اړه یې وویل: زه ناروغ یم.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِیْنَ ۟
نو شاته یې پرېښود او ترې لاړل.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَرَاغَ اِلٰۤی اٰلِهَتِهِمْ فَقَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۚ
نو د هغوی هغو الهو باطلو ته وروګرځېد چې له الله پرته یې د هغوی عبادت کولو، نو د هغوی باطلو معبودانو پورې په ملنډې وهونکي حالت کې وویل: آیا تاسو له هغه خوراک څخه نه خورئ کوم چې مشرکان تاسو ته جوړوي؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُوْنَ ۟
څه حال دی ستاسو چې خبرې نه کوئ، او نه هغه چا ته ځواب ورکوئ چې له تاسو پوښتي؟! آیا له الله پرته د داسې شیانو عبادت کېږي؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَرَاغَ عَلَیْهِمْ ضَرْبًا بِالْیَمِیْنِ ۟
نو ابراهیم علیه السلام پرې راوګرځېد او په ښي لاس یې وهل چې مات یې کړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاَقْبَلُوْۤا اِلَیْهِ یَزِفُّوْنَ ۟
نو د دې بتانو عبادت کوونکو رامخه کړه چې بیړه یې کوله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ اَتَعْبُدُوْنَ مَا تَنْحِتُوْنَ ۟ۙ
نو ابراهیم ورسره په کلکه مخامخ شو، او ورته یې په ملامته کوونکي حالت کې وویل: آیا تاسو له الله پرته د داسې باطلو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو یې په خپلو لاسونو تراشئ؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
او الله تاسو پېدا کړي یاست او ستاسو کړنې هم هغه پېدا کړې دي او ستاسو له کړنو څخه دا بوتان هم دي، نو یوازې هغه د دې وړ دی چې عبادت یې وشي او بل څوک ورسره شریک ونه نیول شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالُوا ابْنُوْا لَهٗ بُنْیَانًا فَاَلْقُوْهُ فِی الْجَحِیْمِ ۟
کله چې د دلیل ویلو څخه عاجز شول نو د زور او ځواک لاره یې ونیوله، نو خپل منځ کې یې مشوره وکړه چې ابراهیم باندې څه وکړي، ویې ویل: یوه ودانۍ ورته جوړه کړئ، او له لرګیو یې ډکه کړئ او اور پرې بل کړئ، بیا یې پکې وغورځوئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَسْفَلِیْنَ ۟
نو د ابراهیم علیه السلام قوم د ابراهیم په اړه د بدۍ اراده وکړه چې تباه یې کړي او ترې بې غمه شي، نو مونږ تاوانیان وګرځول کله چې مونږ ورته اور یخ او سلامت وګرځوه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَقَالَ اِنِّیْ ذَاهِبٌ اِلٰی رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟
وویل ابراهیم: بېشکه زه خپل رب ته هجرت کوونکی یم، د خپل قوم وطن پرېښودونکی یم څو د (رب) عبادت وکړم، زر دی چې زما رب به ماته هغه څه وښایي چې زما پکې د دنیا او آخرت خیر وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
رَبِّ هَبْ لِیْ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
ای ربه، ماته نیک اولاد راکړې چې زما مرستندوی وي او په نا بلدتیا کې زما د قوم بدله وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبَشَّرْنٰهُ بِغُلٰمٍ حَلِیْمٍ ۟
نو مونږ یې دعا قبوله کړه نو په هغه څه مو خبر کړ چې پرې خوشحاله شو، په داسې زوی مو زېری ورکړ چې ستر به شي او زغمونکی به وګرځي او دا زوی اسماعیل علیه السلام و.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰی فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرٰی ؕ— قَالَ یٰۤاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ؗ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
کله چې اسماعيل ځوان شو او د ځان او پلار هڅه يې درک کړه، پلار يې ابراهيم خوب وليدی او د نبيانو خوب وحي وي، ابراهيم خپل زوی ته د دغه خوب له مفهومه په خبرولو وويل: اې زويکیه! زه دې په خوب وينم چې زه تا ذبحه کوم، نو وګوره ته په دې اړه څه نظر لرې؟ اسماعيل خپل پلار ته په ځواب ورکولو وويل: اې پلار جانه! ترسره کړه هغه څه چې الله زما د ذبحه کولو امر درته کړی دی، که الله غوښتل ته به مې د الله په پرېکړه له زغمونکو او خوښو ومومې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• من مظاهر الإنعام على نوح: نجاة نوح ومن آمن معه، وجعل ذريته أصول البشر والأعراق والأجناس، وإبقاء الذكر الجميل والثناء الحسن.
په نوح علیه السلام د نعمتونو د علامو څخه: ژغورنه د هغه او د هغه چا چې ایمان یې راوړی له ده سره او د ده اولاده یې د بشریت او ټولو رګونو او جنسونو بنسټ وګرځوله او د ښه یاد او ښایسته ستاینې پرېښودل.

• أفعال الإنسان يخلقها الله ويفعلها العبد باختياره.
د انسان کړنې الله پېدا کوي او بنده یې په خپل اختیار تر سره کوي.

• الذبيح بحسب دلالة هذه الآيات وترتيبها هو إسماعيل عليه السلام؛ لأنه هو المُبَشَّر به أولًا، وأما إسحاق عليه السلام فبُشِّر به بعد إسماعيل عليه السلام.
ذبیح (حلال شوی) د دې آیتونو په دلالت او ترتیب سره اسماعیل علیه السلام دی؛ ځکه د هغه په اړه لومړی زېری شوی او هر چې اسحاق علیه السلام دی نو د هغه په اړه د اسماعیل علیه السلام څخه وروسته زېری شوی.

• قول إسماعيل: ﴿سَتَجِدُنِي إِن شَآءَ اْللهُ مِنَ اْلصَّابِرِينَ﴾ سبب لتوفيق الله له بالصبر؛ لأنه جعل الأمر لله.
د اسماعیل علیه السلام دا وینا (ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې) د الله تعالی لخوا ده ته د صبر د توفیق لامل دی؛ ځکه چې کار یې الله ته وسپاره.

 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አስ ሷፋት
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማውጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

ለመዝጋት