Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አሽ ሹዐራእ   አንቀፅ:
وَاجْعَلْ لِّیْ لِسَانَ صِدْقٍ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ
او له ما وروسته پېړۍ چې راځي په هغو کې ښه يادونه او ښکلې ستاينه راکړې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاجْعَلْنِیْ مِنْ وَّرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِیْمِ ۟ۙ
او له هغو کسانو مې وګرځوې چې د جنت د هغو کورونو وارثان دي چې په هغو کې ستا مؤمن بندګان خوندونه اخلي او په هغو کې مې و اوسوې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاغْفِرْ لِاَبِیْۤ اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ
او پلار ته مې بښنه وکړې، بېشکه هغه د شرک له امله له حقه له لارورکو څخه دی، د ابراهيم دعا د خپل پلار لپاره مخکې تردې وه چې هغه ته دا خبره څرګنده شي چې هغه له دوزخيانو څخه دی، خو کله چې هغه ته دغه ښکاره شوه بيا ترې بېزاره شو او دعا يې ورته و نه کړه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَا تُخْزِنِیْ یَوْمَ یُبْعَثُوْنَ ۟ۙ
اوپه هغه ورځ مې په سزا راکولو مه شرموه، په کومه ورځ چې خلک د حساب لپاره راپاڅول کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یَوْمَ لَا یَنْفَعُ مَالٌ وَّلَا بَنُوْنَ ۟ۙ
په هغه ورځ چې نه انسان ته هغه مال ګټه رسوي چې په دنيآ کې يې غونډ کړی وي او نه هغه زامن چې د هغوی په مرسته به برلاسی کېدلو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا مَنْ اَتَی اللّٰهَ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟ؕ
مګر هغه څوک چې الله ته له داسې روغ زړه سره راغلی وي چې نه په هغه کې شرک وي، نه نفاق، نه ځان ښودنه او نه هم لويي؛ نو هغه به له خپل هغه مال څخه ګټه واخلي چې د الله په لار کې يې لګولی وي او له هغو اولادونو څخه به ګټه واخلي چې هغه ته دعا کوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
د هغه ځان ساتونکو لپاره به جنت را نېږدې کړل شي چې د خپل پالونکي امرونه يې منل او له نواهيوو يې ځانونه ساتل.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِلْغٰوِیْنَ ۟ۙ
او د محشر په ورځ هغو لارورکو ته چې له حق دينه لار ورکي وو دوزخ ورڅرګند کړل شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَقِیْلَ لَهُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
او هغوی ته به د ملامتيا په ډول وويل شي: هغه بوتان چېرې دي چې تاسو يې عبادت کاوه؟
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— هَلْ یَنْصُرُوْنَكُمْ اَوْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟ؕ
آيا له الله پرته مو د هغو عبادت کاوه؟ آيا د الله له سزا څخه په مخنيوي سره مو مرسته کولای شي او يا هغوی د خپلو ځانونو مرسته کولای شي؟
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَكُبْكِبُوْا فِیْهَا هُمْ وَالْغَاوٗنَ ۟ۙ
نو ځينې به پر ځينو سربېره په دوزخ کې ور وغورځول شي، هم هغوی او هم هغه کسان چې لار ورکي کړي يې دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَجُنُوْدُ اِبْلِیْسَ اَجْمَعُوْنَ ۟ؕ
او له شيطانانو څخه د ابليس ټول مرستندويان هم، هيڅوک به ځنې استثناء نه کړل شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالُوْا وَهُمْ فِیْهَا یَخْتَصِمُوْنَ ۟ۙ
مشرکان چې له الله پرته د نورو عبادت يې کاوه او له هغه پرته يې نور شريکان نيول وبه وايي: په داسې حال کې چې له هغو کسانو سره به شخړه کوي چې له الله پرته يې د هغوی عبادت کاوه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
تَاللّٰهِ اِنْ كُنَّا لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
په الله قسم موږ له حق څخه په څرګنده بې لارۍ کې وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِذْ نُسَوِّیْكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
کله مو چې د ټولو مخلوقاتو د پالونکي غوندې وګرځوو، نو داسې عبادت به مو کوو لکه د هغه چې کوو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَاۤ اَضَلَّنَاۤ اِلَّا الْمُجْرِمُوْنَ ۟
او موږ له حق لارې بل چا نه يو بې لاري کړي، مګر هغو مجرمانو چې له الله پرته يې موږ عبادت ته وربللو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَمَا لَنَا مِنْ شَافِعِیْنَ ۟ۙ
نو اوس موږ لره سپارښت کوونکي نشته چې د الله پر وړاندې زموږ سپارښتنه وکړي، تر څو مو د هغه له سزا څخه وژغوري.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَا صَدِیْقٍ حَمِیْمٍ ۟
او کوم خالص ملګری شته چې زموږ دفاع او سپارښتنه وکړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَلَوْ اَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
که چېرې موږ لره يو ځل د دنيا ژوند ته ورګرځېدل وای؛ نو پر الله به باور کوونکي وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
پرته له شکه د ابراهيم عليه السلام په دغه ياده شوې کيسه او د درواغ ګڼونکو په داسې کېدو کې يو پند دی د پند اخېستونکو لپاره، خو د هغوی ډېری باور کوونکي نه دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکي داسې برلاسی دی چې له دوښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې توبه ورته وباسي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوْحِ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
د نوح قوم رسولان درواغجن وګڼل، کله چې هغوی نوح عليه السلام درواغجن وګاڼه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ نُوْحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ
کله چې هغوی ته يې نسبي ورور نوح وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ تر څو د هغه له وېرې د نورو لمانځل پرېږدئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
زه ستاسې لپاره یو استازی یم، الله تعالی تاسې ته رالیږلی یم، امانتګر یم هغه څه چې الله تعالی یې راته وحې کړې ده؛ نه پرې څه زیاتوم او نه یې تر کموم.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
له الله و وېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او له څه څخه مو چې منع کوم.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ
زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ؕ
له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ځان ساتلو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر درته کوم او له کوم څه څخه مو چې راګرځوم.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْاَرْذَلُوْنَ ۟ؕ
هغه ته يې قوم وويل: ای نوحه! آيا موږ د هغه څه پيروي وکړو او عمل پرې وکو حال دا چې ستا پيروان يوازې پست خلک دي په هغو کې موږ سرداران او درانه خلک نه وينو؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• أهمية سلامة القلب من الأمراض كالحسد والرياء والعُجب.
د کينې، ځان ښودنې او لويۍ غوندې ناروغيو څخه د زړه د سلامتيا اهميت.

• تعليق المسؤولية عن الضلال على المضلين لا تنفع الضالين.
د لار ورکوونکو مسؤليت تر لار ورکۍ پورې ورکول، لار ورکو ته کومه ګټه نه رسوي.

• التكذيب برسول الله تكذيب بجميع الرسل.
د الله د يو رسول درواغجن ګڼل د ټولو رسولانو درواغجن ګڼل دي.

• حُسن التخلص في قصة إبراهيم من الاستطراد في ذكر القيامة ثم الرجوع إلى خاتمة القصة.
د ابراهيم کيسه په ښه ډول پای ته رسېدل، چې د قيامت يادونه پکې وشوه او بيا کيسه پای ته ورسېده.

 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አሽ ሹዐራእ
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማውጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

ለመዝጋት