Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አሽ ሹዐራእ   አንቀፅ:
مَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یُمَتَّعُوْنَ ۟ؕ
هغوی ته به څه ګټه ورسوي هغه نعمتونه چې په دنيا کې ورسره وو؟! پرته له شکه دغه نعمتونه اوس پرې شول او هيڅ هم له هغو نه موندل کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا لَهَا مُنْذِرُوْنَ ۟
او موږ هيڅ امت له امتونو نه دی تباه کړی مګر وروسته د هغوی له عذر پای ته رسولو څخه د رسولانو په لېږلو او کتابونو په نازلولو سره.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ذِكْرٰی ۛ۫— وَمَا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
د هغوی لپاره پند او يادونه ده، موږ هغوی ته د رسولانو په لېږلو او کتابونو په نازلولو د هغوی له عذر ختمولو وروسته په سزا ورکولو ظالمان نه يو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّیٰطِیْنُ ۟ۚ
او دغه قرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر زړه شيطانانو نه دی نازل کړی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهُمْ وَمَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ؕ
او د هغوی لپاره صحيح نه ده چې د هغه پر زړه يې نازل کړي او نه د دغه توان لري.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُوْلُوْنَ ۟ؕ
هغوی دا نه شي کولای، ځکه هغوی په آسمان کې له هغه ځايه ګوښه کړل شوي دي؛ نو څنګه به هلته ورسېدلی شي او هغه به نازل کړلای شي؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَلَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَكُوْنَ مِنَ الْمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ
نو له الله سره بل معبود مه رابوله چې له هغه سره يې شريک کړې، که نه د دغه له امله به بيا ته له عذاب ورکړل شويو څخه شې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَنْذِرْ عَشِیْرَتَكَ الْاَقْرَبِیْنَ ۟ۙ
ای رسوله! له قومه دې تر ټولو نږدې نږدې خپلوان ووېروه، تر څو د الله عذاب ورته و نه رسيږي که چېرې هغوی پر شرک پاتې شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
په کړنه او وينا دې خپل اړخ د هغو کسانو لپاره نرم کړه چې ستا پيروي يې کړې او مؤمنان دي، پر هغوی د رحم کولو او نرمۍ کولو له امله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟ۚ
که چېرې هغوی له تا سرغړونه وکړي، او هغه د الله يووالی او پيروي و نه مني چې ته يې امر ورته کوې؛ نو هغوی ته ووايه: زه له هغه شرک او ګناهونو بېزاره يم چې تاسو يې کوئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَتَوَكَّلْ عَلَی الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ
او په ټولو چارو کې دې پر هغه برلاسي ذات بروسه وکړه چې له دښمنانو يې غچ اخلي، له هغوی پر هغه چا مهربانه دی چې هغه ته په توبه ورګرځي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
الَّذِیْ یَرٰىكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ
هغه پاک ذات چې ويني دې کله چې لمانځه ته پاحېږې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَتَقَلُّبَكَ فِی السّٰجِدِیْنَ ۟
او هغه پاک ذات چې له يو حاله بل حال ته په لمونځ کوونکو کې ستا بدلېدل را بدلېدل ويني، له هغه هيڅ هم پټ نه دي ته يې يا له تا پرته بل څوک يې ترسره کوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
بېشکه همغه ذات دی چې د هغه قرآن او ذکر اورېدونکی دی چې ته يې لولې يا يې په لمانځه کې کوې او پر نيت دې ښه پوه دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
هَلْ اُنَبِّئُكُمْ عَلٰی مَنْ تَنَزَّلُ الشَّیٰطِیْنُ ۟ؕ
آيا خبر درکړم چې هغه شيطانان پر چا نازليږي چې تاسو ګومان کوئ چې هغوی دغه قران را نازلوي؟
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
تَنَزَّلُ عَلٰی كُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ
شيطانان له غيب ويونکو څخه پر درواغ جوړوونکي او زيات ګناهکاره نازليږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یُّلْقُوْنَ السَّمْعَ وَاَكْثَرُهُمْ كٰذِبُوْنَ ۟ؕ
له پورته مجلسه شيطانان خبرې غلا کوي، بيا يې له کاهنانو(غيب ويونکو) خپلو دوستانو ته ور ښيي، او ډېری کاهنان درواغجن دي، که چېرې يوه کلمه رېښتيا وايي سل نورې درواغ ورسره جوړوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَالشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُهُمُ الْغَاوٗنَ ۟ؕ
او هغه شاعران چې تاسو دا ګومان کوئ چې محمد صلی الله عليه وسلم له هغوی څخه دی، د هغوی پيروي خو يوازې له سمې او نېغې لارې اوښتي خلک کوي؛ نو هغه شعرونه روايت کوي چې هغوی يې وايي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَلَمْ تَرَ اَنَّهُمْ فِیْ كُلِّ وَادٍ یَّهِیْمُوْنَ ۟ۙ
ای رسوله! ته وينې چې د هغوی د لار ورکۍ له نښانو دا هم ده چې په هر ناو کې لالهانده وي، کله د چا ستاينه کوي او کله يې بيا بد بيانوي او کله بيا له دغو دواړو پرته په بل حالت کې وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ مَا لَا یَفْعَلُوْنَ ۟ۙ
او هغوی درواغ وايي؛ نو وايي: موږ دا وکړل او په حقيقت کې يې کړي نه دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَذَكَرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّانْتَصَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا ؕ— وَسَیَعْلَمُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَیَّ مُنْقَلَبٍ یَّنْقَلِبُوْنَ ۟۠
مګر له شاعرانو هغه کسان چې ايمان يې راوړی، ښه کارونه يې کړي، الله يې ډېر ياد کړی او د الله له دښمنانو يې غچ اخېستی وروسته له دې چې هغوی ظلم پرې کړی دی لکه حسان بن ثابت رضی الله عنه، او هغه کسان چې له الله سره په شريک نيولو او د هغه پر بندګانو يې په تيري کولو ظلم کړی دی ژر به هغوی پوه شي چې د هغوی لپاره څنګه د ورتګ ځای دی چې ورځي به؛ نو ژر دي چې داسې لوی ځای او دقيق حساب ته به وروګرځول شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• إثبات العدل لله، ونفي الظلم عنه.
د الله لپاره د عدل ثابتول او له هغه د ظلم نفي کول.

• تنزيه القرآن عن قرب الشياطين منه.
قران ته د شيطانانو له نږدې والي څخه پاکوالی ثابتول.

• أهمية اللين والرفق للدعاة إلى الله.
د الله لوري ته د بلونکي لپاره د نرموالي او مهربانۍ مهم والی.

• الشعر حَسَنُهُ حَسَن، وقبيحه قبيح.
ښه شعر ښه وي او بد يې بد وي.

 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አሽ ሹዐራእ
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማውጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

ለመዝጋት