Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 泰嘎唯拉   段:

تکویر

اِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ ۟
کله چې لمر نغښتل او توره تبۍ شي
阿拉伯语经注:
وَاِذَا النُّجُوْمُ انْكَدَرَتْ ۟
ستوري خړپړ شي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا الْجِبَالُ سُیِّرَتْ ۟
غرونه له خپلو ځایونو څخه روان شي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ ۟
د لسو میاشتو بلاربې اوښې په خپل سرپریښوول شي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا الْوُحُوْشُ حُشِرَتْ ۟
ټول ځناور سره راټول کړای شي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ ۟
او بحرونه سرې لمبې شي[۴]
[۴] ـ ساینس پوهان وایې چې اوبه د(دوه هایدروجن او یو اکسیجن)له یو ځای والي نه جوړې چط هایدروجن اور او اکسیجن د اور په بلولو کې کومک کوي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا النُّفُوْسُ زُوِّجَتْ ۟
او روحونه او بدنونه سره جوړه(یوځای)شي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا الْمَوْءٗدَةُ سُىِٕلَتْ ۟
او له ژوندۍ خښې شوې انجلۍ پوښتنه وشي.
阿拉伯语经注:
بِاَیِّ ذَنْۢبٍ قُتِلَتْ ۟ۚ
په کومه ګناه وژل شوې ده؟
阿拉伯语经注:
وَاِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ ۟
عمل پاڼې خپرې شي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا السَّمَآءُ كُشِطَتْ ۟
د اسمان پرده[۵]وویستل شي.
[۵] ـ د پوستکي په شان (کابلی تفسیر).
阿拉伯语经注:
وَاِذَا الْجَحِیْمُ سُعِّرَتْ ۟
د دوزخ لمبې په زوګ شي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا الْجَنَّةُ اُزْلِفَتْ ۟
او جنت را نژدې شي.
阿拉伯语经注:
عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّاۤ اَحْضَرَتْ ۟ؕ
نو:هر څوک به پوه شي چې څه یې له ځان سره راوړي دي.
阿拉伯语经注:
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ ۟ۙ
نه:لوړه کوم په هغو ستورو چې ځي راځي.
阿拉伯语经注:
الْجَوَارِ الْكُنَّسِ ۟ۙ
مخامخ ځي،پټیږي راپټیږي.
阿拉伯语经注:
وَالَّیْلِ اِذَا عَسْعَسَ ۟ۙ
لوړه کوم په شپه چې مخ په تیریدلو او یا راتللو شي.
阿拉伯语经注:
وَالصُّبْحِ اِذَا تَنَفَّسَ ۟ۙ
او لوړه کوم په سهار چې څرک ووهي.
阿拉伯语经注:
اِنَّهٗ لَقَوْلُ رَسُوْلٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ
بې شکه دا قران د محترم استازي خبره ده.
阿拉伯语经注:
ذِیْ قُوَّةٍ عِنْدَ ذِی الْعَرْشِ مَكِیْنٍ ۟ۙ
پیاوړی،د عرش د څښتن په وړاندې د مقام والا.
阿拉伯语经注:
مُّطَاعٍ ثَمَّ اَمِیْنٍ ۟ؕ
په بر نظام کې منل شوی او باوري.
阿拉伯语经注:
وَمَا صَاحِبُكُمْ بِمَجْنُوْنٍ ۟ۚ
او ستاسې ملګری لیونی نه دی.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ رَاٰهُ بِالْاُفُقِ الْمُبِیْنِ ۟ۚ
بلکې جبرائیل یي د روښانه څنډو په لمن کې لیدلی دی.
阿拉伯语经注:
وَمَا هُوَ عَلَی الْغَیْبِ بِضَنِیْنٍ ۟ۚ
او نه دپټو شیانو په ښکارولو بخیل دی.
阿拉伯语经注:
وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَیْطٰنٍ رَّجِیْمٍ ۟ۙ
او نه قران د کوم رټل شوي شیطان خبرې دي.
阿拉伯语经注:
فَاَیْنَ تَذْهَبُوْنَ ۟ؕ
نو تاسې په کوم لور روان یاست؟
阿拉伯语经注:
اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
قران پرته له دې چې دټولو نړیوالو لپاره پند وي بل څه نه دی.
阿拉伯语经注:
لِمَنْ شَآءَ مِنْكُمْ اَنْ یَّسْتَقِیْمَ ۟ؕ
په ځانګړي ډول هغو ته چې روغ او سم ژوند یې د ځان لپاره خوښ کړی وي.
阿拉伯语经注:
وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
خو تاسې یو څه نه شئ خوښولای تر څو چې د رب العالمین الله خوښه نه وي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 泰嘎唯拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭