Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 塔哈仪尼   段:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠
او څوک چې کافران شوي او زمونږ ایاتونه یې درواغ ګڼلي دي نو همدوی د اور خاوندان دي.د تل لپاره به پکې وي.او خورا بد استوګنځای دی.
阿拉伯语经注:
مَاۤ اَصَابَ مِنْ مُّصِیْبَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّؤْمِنْ بِاللّٰهِ یَهْدِ قَلْبَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
مصیبت او غم هیڅکله نه راځي مګر د الله په اذن سره.او څوک چې پر الله ایمان راوړي،الله پاک د هغه زړه ته لار ورښایې.او الله په هر څه ښه پوه دی.
阿拉伯语经注:
وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ ۚ— فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاِنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
د الله او رسول پیروي وکړئ که تاسې مخ اړوئ نو زمونږ د استازي دنده په زغرده رسول دي اوبس.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟
الله یو دی.او له هغه پرته بل هیڅ معبود نشته.نو باید چې پر الله مؤمنان توکل وکړي.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ مِنْ اَزْوَاجِكُمْ وَاَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوْهُمْ ۚ— وَاِنْ تَعْفُوْا وَتَصْفَحُوْا وَتَغْفِرُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو!ستاسې ځیني ښځې او اولادونه ستاسې دښمنان دي نو ځان ترې وژغورئ.او که تاسې عفوه او تیریدنه خپله او بښنه وکړئ نو پوه شئ چې الله پاک ښه بښونکی او مهربان دی.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَاَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ؕ— وَاللّٰهُ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟
خبره همداده چې مالونه او اولادونه مو یوه ازموینه ده.او همدا الله دی چې له هغه سره لوی اجر دی.
阿拉伯语经注:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوْا وَاَطِیْعُوْا وَاَنْفِقُوْا خَیْرًا لِّاَنْفُسِكُمْ ؕ— وَمَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
تر اخرني وس پورې له الله نه وډارشئ،واورئ،ومنئ او مالونه مو د خپلې ګټې لپاره خیرات کړئ او هر څوک چې د خپل نفس له شومتیا نه وژغورل شي نو همدوی بری من دي.
阿拉伯语经注:
اِنْ تُقْرِضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا یُّضٰعِفْهُ لَكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ شَكُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟ۙ
که تاسې الله ته قرض حسنه ورکړئ نو هغه به یې څو برابره زیات در کړي.ګناهونه به مو وبښي.الله پاک ډیر شکر منونکی او ډیر تحمل والا دی.
阿拉伯语经注:
عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠
په پټ او ښکاره پوهیږي.په هر څه برلاسی او د ښه حکمت څښتن دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 塔哈仪尼
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭