Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 艾奈尔姆   段:
وَلَوْ جَعَلْنٰهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنٰهُ رَجُلًا وَّلَلَبَسْنَا عَلَیْهِمْ مَّا یَلْبِسُوْنَ ۟
او که ملایکه مې راښکته کولای نو هم د سړي په څیره کې به وه او دوی به مې په همغه شک کې اچولي وو چې اوس پکې غورځیدلي دي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
ای محمده! له تا نه وړاندې هم په ډیرو پیغمبرانو ملنډې وهل شوي چې بالاخره ملنډې وهونکي له همغه عذاب سره مخ شوي دي چې ټوکې به يې پرې کولې.
阿拉伯语经注:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ ثُمَّ اَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې ځمکه کې وګرځئ بیا وګورئ چې د دوراغ ګڼونکو پای څه شوه؟
阿拉伯语经注:
قُلْ لِّمَنْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلْ لِّلّٰهِ ؕ— كَتَبَ عَلٰی نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ؕ— لَیَجْمَعَنَّكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— اَلَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
ورته ووایه چې هغه د چا دي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي؟ ورته ووایه چې یوازې د یو الله دي. هغه پر ځان مهرباني لازمه کړې ده. او تاسې به خامخا د قیامت په یقیني راتلونکې ورځ کې راټول کړي. خو هغه خلک یې نه مني چې ځانونه یې په تاوان کې اچولي دي.
阿拉伯语经注:
وَلَهٗ مَا سَكَنَ فِی الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
او یوارې د یو الله دي هغه ټول چې د شپې په تیارې او د ورځې په رڼا کې اوسیږي. او هغه اوریدونکی او پوه دی.
阿拉伯语经注:
قُلْ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَتَّخِذُ وَلِیًّا فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَهُوَ یُطْعِمُ وَلَا یُطْعَمُ ؕ— قُلْ اِنِّیْۤ اُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ اَوَّلَ مَنْ اَسْلَمَ وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه ایا پرته له هغه الله بل څوک کار جوړوونکی ونیسم چې اسمانونه او ځمکه ئې پیدا کړي نورو ته روزي ورکوي او هغه ته روزي نه ورکول کیږي. ووایه چې ماته امر شوی دی چې زه باید تر هر چا لومړی ځان الله ته وسپارم او امر راته شوی چې له مشرکانو څخه مه کیږه.
阿拉伯语经注:
قُلْ اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
ورته ووایه زه ډاریږم که د خپل رب نه سر وغړوم د لویې ورځې له عذاب سره به مخ شم.
阿拉伯语经注:
مَنْ یُّصْرَفْ عَنْهُ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمَهٗ ؕ— وَذٰلِكَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ ۟
او هر څوک چې د هغې ورځې له عذاب وژغورل شو نو الله پرې پوره مهرباني وکړه. او دا ښکاره کامیابي ده.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ ؕ— وَاِنْ یَّمْسَسْكَ بِخَیْرٍ فَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او که الله پاک تا ته کوم تاوان ورسوي نو پرته له هغه یې بل څوک نه شي لرې کولی. او که هغه کومه ګټه در ورسوي نو همدغه الله پر هر څیز پیاوړی دی.
阿拉伯语经注:
وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهٖ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟
او همدا الله پر خپلو بندګانو بر لاسی او حکمت څښتن او له هر څه نه خبر دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾奈尔姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭