Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 法提哈   段:
قُلْ لِّلْمُخَلَّفِیْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ اِلٰی قَوْمٍ اُولِیْ بَاْسٍ شَدِیْدٍ تُقَاتِلُوْنَهُمْ اَوْ یُسْلِمُوْنَ ۚ— فَاِنْ تُطِیْعُوْا یُؤْتِكُمُ اللّٰهُ اَجْرًا حَسَنًا ۚ— وَاِنْ تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّیْتُمْ مِّنْ قَبْلُ یُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟
اې محمده! پاتې شوو بانډه چیانو ته ووایه چې تاسې ته به ډیر ژر د یوه جنګیالي قوم په مقابل کې د وتلو بلنه درکړای شي تاسو به له هغوی سره جنګ کوئ او یا به هغوي غاړه ږدي. نو که هغه بلنه مو ومنله نو الله به ډیر ښه اجر درکړي او که د پخوا په شان مو یو ځل بیا مخ واړولو لویه دردناک عذاب به مو وربړوي.
阿拉伯语经注:
لَیْسَ عَلَی الْاَعْمٰی حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْاَعْرَجِ حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْمَرِیْضِ حَرَجٌ ؕ— وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ یُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۚ— وَمَنْ یَّتَوَلَّ یُعَذِّبْهُ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
پر ړانده شل او مریض باندې هیڅ باک نشته چې جهاد ته ونه ووځي. او هر څوک چې د الله او د هغه د رسول مننه وکړي الله به يې هغو جنتونو ته ننه باسي چې ویالي پکې روانې وي. او چې مخ واړوي نو په دردناک عذاب به يي وربړوي.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ رَضِیَ اللّٰهُ عَنِ الْمُؤْمِنِیْنَ اِذْ یُبَایِعُوْنَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ فَاَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ عَلَیْهِمْ وَاَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِیْبًا ۟ۙ
الله هغه وخت له مؤمنانو نه خوښ شو چې له ونې لاندې يې له بیعت کولو د زړونو حال يې الله ته ښه معلوم وو نو ځکه يي پرې ډاډ راښکته او ډیره نژدې سوبه يي ور په برخه کړه.
阿拉伯语经注:
وَّمَغَانِمَ كَثِیْرَةً یَّاْخُذُوْنَهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
او هم يي لورینه پرې وکړه چې ډیر ژر به خورا ډیر غنیمتونه تر لاسه کړي. الله پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
阿拉伯语经注:
وَعَدَكُمُ اللّٰهُ مَغَانِمَ كَثِیْرَةً تَاْخُذُوْنَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هٰذِهٖ وَكَفَّ اَیْدِیَ النَّاسِ عَنْكُمْ ۚ— وَلِتَكُوْنَ اٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ وَیَهْدِیَكُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ۙ
الله له تاسې سره د ډیرو غنیمتو د ترلاسه کولو وعده کړې وه[۶] نو دغه غنیمت يې ژر درکړ[۷] او د خلکو لاسونه يې له تاسې نه بند کړل. تر څو د مؤمنانو لپاره یوه نښه شي[۸] او الله تاسې ته د سمې او روغې لارې ښوونه وکړي.
[۶] هغه غنیمتونه چې د خیبر له فتحې وروسته په پرله پسې توګه د مسلمانانو لاس ته ورغلل.
[۷] د حدیبې سوله یا د خیر سوله یا د خیبر فتحه.
[۸] څوک د الله په لار ځي کامیابي يې په برخه ده .
阿拉伯语经注:
وَّاُخْرٰی لَمْ تَقْدِرُوْا عَلَیْهَا قَدْ اَحَاطَ اللّٰهُ بِهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرًا ۟
او هغه بل چې تاسې پرې توانا نه واست[۹] مګر الله ایسار کړی او الله پر هر شي وسمن او پیاوړی دی.
[۹] د مکې فتحې ته اشاره ده چې هغه وخت د مسلمانانو په توان نه وه او د فارس او ورم او نورې نړئ فتحې ته اشاره چې تر قیامته به دوام لري( ابن جریر الطبری).
阿拉伯语经注:
وَلَوْ قَاتَلَكُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوَلَّوُا الْاَدْبَارَ ثُمَّ لَا یَجِدُوْنَ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟
او که چیرې کافرانو له تاسې سره جنګ کړی وای نو په تیښته به يې شا اړولی وه او بیا به يي هیڅ دوست او ملاتړ نه وو میندلی.
阿拉伯语经注:
سُنَّةَ اللّٰهِ الَّتِیْ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلُ ۖۚ— وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللّٰهِ تَبْدِیْلًا ۟
دا د الله سنت او طریقه ده چې له پخوا نه را روانه ده. او ته به د الله په طریقه کې هیڅ بدلون ونه مومې.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 法提哈
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭