Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 穆罕默德   段:
وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُوْرَةٌ ۚ— فَاِذَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَّذُكِرَ فِیْهَا الْقِتَالُ ۙ— رَاَیْتَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ یَّنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ نَظَرَ الْمَغْشِیِّ عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ ؕ— فَاَوْلٰى لَهُمْ ۟ۚ
او مؤمنان وايې چې هغه سورت ولې نازل نه شو چې د جهاد اجازه پکې شوې وي؟ نو کله چې بشپړ او پوره سورت نازل او جنګ او جهاد پکې یادشي نو نه وینې په زړه ناروغه خلک به داسې درته ګوري لکه چې پر چا دمرګ ډار خور شوی وي دوی دې هلاک شي.
阿拉伯语经注:
طَاعَةٌ وَّقَوْلٌ مَّعْرُوْفٌ ۫— فَاِذَا عَزَمَ الْاَمْرُ ۫— فَلَوْ صَدَقُوا اللّٰهَ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ ۟ۚ
مننه او ښه خبره ورته غوره وه، نو کله چې د جهاد خبره پخه شي نو که له الله سره يې رښتیا کړې وای ډیر ورته ګټه ور وو.
阿拉伯语经注:
فَهَلْ عَسَیْتُمْ اِنْ تَوَلَّیْتُمْ اَنْ تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ وَتُقَطِّعُوْۤا اَرْحَامَكُمْ ۟
له تاسې نه لرې نه ده که واکمنان شوئ نو په ځمکه کې به فساد خور او خپلوي به وشکوئ.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ فَاَصَمَّهُمْ وَاَعْمٰۤی اَبْصَارَهُمْ ۟
دا هغه خلک دي چې الله پرې لعنت ورولی هغوی يې کاڼه او ړانده ګرځولي دي.
阿拉伯语经注:
اَفَلَا یَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ اَمْ عَلٰی قُلُوْبٍ اَقْفَالُهَا ۟
ایا هغوی قران ته په غور کتنه نه کوي؟ او که زړونو ته يي قلفونه اچول شوې دي.؟
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ ارْتَدُّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِهِمْ مِّنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدَی ۙ— الشَّیْطٰنُ سَوَّلَ لَهُمْ ؕ— وَاَمْلٰی لَهُمْ ۟
کوم کسان چې وروسته له دې چې د حق لار ورته ښه څرګنده کړای شوه بیرته مخ په څټ وګرځیدل بې له شکه شیطان ورته دا کار ښایسته او اسان ښوولی دی او د هغوی هیلې يې وراوږدې کړي دي.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ كَرِهُوْا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ سَنُطِیْعُكُمْ فِیْ بَعْضِ الْاَمْرِ ۚ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِسْرَارَهُمْ ۟
او دا ځکه چې هغو کسانو ته يي چې د الله نازل کړی دین بدګڼي ویلي دي چې: ډیر ژر به مونږ په ډیرو کارونو کې په تاسې پسې ولاړ شو په داسې حال کې چې الله ته يې پټ ډير ښه معلوم دي.
阿拉伯语经注:
فَكَیْفَ اِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یَضْرِبُوْنَ وُجُوْهَهُمْ وَاَدْبَارَهُمْ ۟
هغه ورځ به څه کوي چې ملایکې يي د روح اخیستلو په وخت کې په مخونو او څټونو وهي؟.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اتَّبَعُوْا مَاۤ اَسْخَطَ اللّٰهَ وَكَرِهُوْا رِضْوَانَهٗ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ ۟۠
او دا به ځکه ورسره کیږي چې: د هغه څه مننه يي وکړه چې الله يې په قهر کړی او په خوښۍ پسې يي ونه ګرځیدل. نو الله يې هم ټولې کړنې ضایع کړې.
阿拉伯语经注:
اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ اَنْ لَّنْ یُّخْرِجَ اللّٰهُ اَضْغَانَهُمْ ۟
ایا په زړه ناروغه خلکو ګومان کړی چې الله به يي پټه دښمني څرګنده نه کړي؟
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 穆罕默德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭