Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 尼萨仪   段:
وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِاَعْدَآىِٕكُمْ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَلِیًّا ؗۗ— وَّكَفٰی بِاللّٰهِ نَصِیْرًا ۟
الله پاک ستاسې دښمنان ښه پيژني او الله پاک درته دوست او ملاتړی بس دی.
阿拉伯语经注:
مِنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ عَنْ مَّوَاضِعِهٖ وَیَقُوْلُوْنَ سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا وَاسْمَعْ غَیْرَ مُسْمَعٍ وَّرَاعِنَا لَیًّا بِاَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِی الدِّیْنِ ؕ— وَلَوْ اَنَّهُمْ قَالُوْا سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانْظُرْنَا لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ وَاَقْوَمَ ۙ— وَلٰكِنْ لَّعَنَهُمُ اللّٰهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
د یهودیانو ځینې خلک خبرې له خپلې اصلي معنا څخه اړوي او وايې: مونږ واوریده خو منو یې نه او واوره ای نه اور ولی شویه او مونږ ته پاملرنه وکړه په دی خبره خپلې ژبې تاوه وي[۸] او په دین کې عیب لټوي که هغوی ویلي وای چې: مونږ خبره واوریده او مننه مو وکړه له مونږ نه یې واوره او راته وګوره نو دا ورته ډیره غوره او سمه ده خو الله پاک پرې د هغوی د کفر له کبله لعنت کړی دی نو ځکه پرته له لږو خلکو نور ایمان نه راوړي.
[۸] په دې الفاظو به یې داسې خوله کږه وله چې له ( غیر مسمع ) څخه به یې هدف وو چې ( ای کوڼه) او له ( راعنا) څخه به یې( راعینا) جوړاوو چې معنا یې ده ای زمونږ شپونکیه یا ای زمونږ ناپوهه( کابلی تفسیر)
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اٰمِنُوْا بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ نَّطْمِسَ وُجُوْهًا فَنَرُدَّهَا عَلٰۤی اَدْبَارِهَاۤ اَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّاۤ اَصْحٰبَ السَّبْتِ ؕ— وَكَانَ اَمْرُ اللّٰهِ مَفْعُوْلًا ۟
ای اهل کتابو! په هغه څه چې مونږ نازل کړي او له تاسې سره موجود کتاب رښتینی ګڼي له هغه وړاندې ایمان راوړئ چې مونږ ډیر مخونه اوار او مخ په څټ يې وګرځوو، یا یې داسې ورټو لکه دشنبې د ورځې خاوندان مو رټلي وؤ- د الله هر حکم کړل شوی دی.
阿拉伯语经注:
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَیَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدِ افْتَرٰۤی اِثْمًا عَظِیْمًا ۟
بې شکه الله پاک یوازې شرک نه بښي او له دی پرته چا ته یې چې خوښه شي هر څه بښي، او څوک چې له الله سره شریک ونیسي نو په ریښتیا چې ډیر ستره ګناه یې له ځانه جوړه کړه.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یُزَكُّوْنَ اَنْفُسَهُمْ ؕ— بَلِ اللّٰهُ یُزَكِّیْ مَنْ یَّشَآءُ وَلَا یُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا ۟
ایا تا هغه کسان ندي لیدلي چې خپل ځانونه پاک او سپیڅلي بولي؟ بلکې الله په خپله خوښه ځينې خلک پاکوي، او پر هغوی به د یو نرې تار په اندازه هم تیری ونه کړای شي.
阿拉伯语经注:
اُنْظُرْ كَیْفَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— وَكَفٰی بِهٖۤ اِثْمًا مُّبِیْنًا ۟۠
وګوره چې څرنګه پر الله درواغ تړي، او همدا یې د یوې ښکاره ګناه په توګه بس دی.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یُؤْمِنُوْنَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوْتِ وَیَقُوْلُوْنَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا هٰۤؤُلَآءِ اَهْدٰی مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا سَبِیْلًا ۟
ایا تا هغو کسانو ته ندي کتلي چې د کتاب څه برخه ورکړای شوې وه، په بوت او طاغوت ایمان راوړي او د کافراو په هکله وايې چې له مومنانو څخه يي لاره ډیره روغه او سمه ده.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 尼萨仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭