Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 宰姆拉   段:
قُلْ اِنِّیْۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ اللّٰهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّیْنَ ۟ۙ
ای محمده! ووایه چې امر شوی دی چې په داسې شان د الله عبادت وکړم چې دین مې یوازې هغه ته سوچه کړی وي.
阿拉伯语经注:
وَاُمِرْتُ لِاَنْ اَكُوْنَ اَوَّلَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
او راته امر شوی چې زه باید له هر چا ته لومړی غاړه کیږدم.
阿拉伯语经注:
قُلْ اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
ای محمده! ووایه زه ډاریږم که له خپل رب نه سروغړوم د لوی ورځې له عذاب سره به مخ شم.
阿拉伯语经注:
قُلِ اللّٰهَ اَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهٗ دِیْنِیْ ۟ۙۚ
ووایه چې یوازې د یو الله عبادت په داسې شان کوم چې دین مې هغه ته سوچه کړی دی.
阿拉伯语经注:
فَاعْبُدُوْا مَا شِئْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ ؕ— قُلْ اِنَّ الْخٰسِرِیْنَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَاَهْلِیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اَلَا ذٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِیْنُ ۟
او تاسې له هغه پرته هر چاته او هر څه ته مو چې خوښه وي عبادت وکړئ. ووایه چې رښتیني زیانمن هغه دي چې خپل ځانونه او خپلوان يي د قیامت په ورځ زیانمن کړل. او خبردار! چې ښکاره توان یوازې همدا دی.
阿拉伯语经注:
لَهُمْ مِّنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ وَمِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ؕ— ذٰلِكَ یُخَوِّفُ اللّٰهُ بِهٖ عِبَادَهٗ ؕ— یٰعِبَادِ فَاتَّقُوْنِ ۟
پر هغوی به د اور چترۍ له پاسه خورې وي او له لاندې نه هم. دا هغه څه دي چې الله پاک پرې خپل بنده ګان ډاروي. نو ای زما بنده ګانو! له ما نه وډار شئ.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوْتَ اَنْ یَّعْبُدُوْهَا وَاَنَابُوْۤا اِلَی اللّٰهِ لَهُمُ الْبُشْرٰی ۚ— فَبَشِّرْ عِبَادِ ۟ۙ
او د هغو کسانو لپاره زیری دی چې د شیطان له بندګۍ نه يي ځان ژغورلی او الله ته پناه وړې ده. نو اې پیغمبره! زما بنده ګانو ته زیری ورکړه.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْنَ یَسْتَمِعُوْنَ الْقَوْلَ فَیَتَّبِعُوْنَ اَحْسَنَهٗ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ هَدٰىهُمُ اللّٰهُ وَاُولٰٓىِٕكَ هُمْ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟
هغو کسانو ته زیر ورکړه چې په غور خبره اوري او د ښه اړخ متابعت يي کوي. همدغو کسانو ته الله ښوونه کړې ده او همدوی د عقل څښتنان دي.
阿拉伯语经注:
اَفَمَنْ حَقَّ عَلَیْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ ؕ— اَفَاَنْتَ تُنْقِذُ مَنْ فِی النَّارِ ۟ۚ
ایا نو هغه څوک چې د عذاب خبره پرې پخه شوې وي؟ ( له عذاب نه بچ کیدای شي؟) او ایا ته هغه څوک خلاصولای شي چې په اور کې پروت وي؟
阿拉伯语经注:
لٰكِنِ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّنْ فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِیَّةٌ ۙ— تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ۬— وَعْدَ اللّٰهِ ؕ— لَا یُخْلِفُ اللّٰهُ الْمِیْعَادَ ۟
خو د هغو کسانو لپاره چې له خپل رب نه ډار شوي دي داسې ماڼۍ دي چې له پاسه پرې نوری دنګۍ ماڼۍ جوړې شوې او لاندې به ترې ویالې بهیږي. دا د الله وعده او الله له خپلې وعدې نه په شا نه ځي.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَسَلَكَهٗ یَنَابِیْعَ فِی الْاَرْضِ ثُمَّ یُخْرِجُ بِهٖ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا اَلْوَانُهٗ ثُمَّ یَهِیْجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَجْعَلُهٗ حُطَامًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟۠
ایا تا نه دي لیدلي چې الله له اسمان نه اوبه راښکته کړي؟ او همغه اوبه يي د ځمکې په چینو کې ننویستلي؟ او بیا په همدغو اوبو د مختلفو رنګونو کښتونه راوباسي بیا هغه کښت وچ او تک ژیړ ښکاري بیا يي مات او ټوټه ټوټه کړي. په رښتیا چې په دې کې د عقل څښتنانو ته لوی پند او عبرت دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 宰姆拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭