Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 奴尔   段:
یُقَلِّبُ اللّٰهُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّاُولِی الْاَبْصَارِ ۟
او الله دی چې شپې او ورځې سره اړوي را اړوي. په رښتیا هم چې په دې خبرو کې د سترګه ورو لپاره لوی درس او عبرت دی.
阿拉伯语经注:
وَاللّٰهُ خَلَقَ كُلَّ دَآبَّةٍ مِّنْ مَّآءٍ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰی بَطْنِهٖ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰی رِجْلَیْنِ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰۤی اَرْبَعٍ ؕ— یَخْلُقُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او الله پاک ټول خوځیدونکي له اوبو نه پیدا کړي. چې ځیني يې پر ګيډو ښوئیږي. ځیني يې په دوه پښو او ځيڼې يي په څلورو پښو تګ کوي د الله چې څه خوښه وي هغه پیدا کوي. ځکه چې هغه د هر څه وس لري.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اٰیٰتٍ مُّبَیِّنٰتٍ ؕ— وَاللّٰهُ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
په رښتیا چې مونږ ښه ښکاره کوونکي او بیانوونکي ایاتونه نازل کړي دي. او چې د الله چاته خوښه شي د سمې لارې په لور ښوونه ورته کوي.
阿拉伯语经注:
وَیَقُوْلُوْنَ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَبِالرَّسُوْلِ وَاَطَعْنَا ثُمَّ یَتَوَلّٰی فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ ؕ— وَمَاۤ اُولٰٓىِٕكَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او منافقان وايې[۱۵] چې مونږ په الله او رسول ایمان راوړی. او مننه مو کړی ده، خو بیا د هغوی ځینې خلک له دې وینا وروسته مخ اړوي، نو رښتیني مؤمنان نه دي.
[۱۵] د یوه یهودي او منافق سره جګړه وه، یهودي ورته ویل چې پریکړه په محمد صلی الله علیه وسلم کوو، خو منافق پوهیده چې حق دده په خوا نه دی نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د پریکړې لپاره نه تلو. نو دا ایت نازل شو( تفسیر ابن کثیر).
阿拉伯语经注:
وَاِذَا دُعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ لِیَحْكُمَ بَیْنَهُمْ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
او کله چې هغوی د الله او د هغه د رسول په لور وبلل شي چې رسول به د هغوی په مینځ کې پریکړه وکړي. نو ځینې يي ناببره ډډه کوي.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ یَّكُنْ لَّهُمُ الْحَقُّ یَاْتُوْۤا اِلَیْهِ مُذْعِنِیْنَ ۟ؕ
که حق د هغوی په خوا وي نو بیا غاړه ایښوونکې د پیغمبر په لور را روان وي.
阿拉伯语经注:
اَفِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ اَمِ ارْتَابُوْۤا اَمْ یَخَافُوْنَ اَنْ یَّحِیْفَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَرَسُوْلُهٗ ؕ— بَلْ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟۠
ایا د هغوی زړونه ناروغه دي؟ او که هغوی شکمن دي؟ او که له دې ډاریږي چې الله او رسول به پرې تیری وکړي؟ اصلي خبره همدا ده چې دوی په خپله ظالمان دي.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِیْنَ اِذَا دُعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ لِیَحْكُمَ بَیْنَهُمْ اَنْ یَّقُوْلُوْا سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
او مؤمنان چې کله هم د الله او د هغه د رسول په لور وبلل شي چې رسول د هغوی په مینځ کې پریکړه وکړي نو وايې: مونږ بلنه واوریده، او ومو منله. او خلاصون د همدوی په برخه دی.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَیَخْشَ اللّٰهَ وَیَتَّقْهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟
او هغه کسان چې د الله او رسول مننه وکړي، له الله وډار شي او له سرغړوني څخه يې ځان وژغوري نو همدوی بریمن دي.
阿拉伯语经注:
وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ اَمَرْتَهُمْ لَیَخْرُجُنَّ ؕ— قُلْ لَّا تُقْسِمُوْا ۚ— طَاعَةٌ مَّعْرُوْفَةٌ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
منافقان ډیرې سختي لوړې کوي چې: والله که ته ورته امر وکړی نو ارو مرو به ووځي. ای محمده! ورته ووایه ډیرې لوړې مه کوئ. مننه ښکاره ده. او بې شکه چې الله پاک ستاسې له کړنو ډير ښه خبر دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奴尔
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭