Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 拜格勒   段:
قُلْنَا اهْبِطُوْا مِنْهَا جَمِیْعًا ۚ— فَاِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ مِّنِّیْ هُدًی فَمَنْ تَبِعَ هُدَایَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
مونږ ورته وویل: له جنت څخه ټول ولاړ شئ نو که زما له لورې کومه لیار ښوونه درغله نو چا چې زما لیار ښوونه منلې وي هغوی به له ډار او غمونو څخه وژغورل شي.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟۠
او چا چې مننه نه وي کړي او زما ایاتونه یې درواغ ګڼلې وي نو اور ته به ور ځي او د تل لپاره به پکې وي.
阿拉伯语经注:
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ وَاَوْفُوْا بِعَهْدِیْۤ اُوْفِ بِعَهْدِكُمْ ۚ— وَاِیَّایَ فَارْهَبُوْنِ ۟
اې بنې اسرائیلو! زما هغه پیرزوینې چې په تاسې مې کړي دي را یادې کړئ او له ما سره مو کړی تړون پوره کړئ. زه به خپل هغه تړون چې له تاسې سره مې کړی دی پوره کړم. او یوازې له ما څخه وډارشئ.
阿拉伯语经注:
وَاٰمِنُوْا بِمَاۤ اَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُوْنُوْۤا اَوَّلَ كَافِرٍ بِهٖ ۪— وَلَا تَشْتَرُوْا بِاٰیٰتِیْ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؗ— وَّاِیَّایَ فَاتَّقُوْنِ ۟
او هغه کتاب ومنئ چې ما نازل کړی دی او له تاسې سره په لاسونو کې د پروت کتاب تائید کوي او باید چې ددې کتاب د نه منونکو مخکښان نشئ او نه زما په ایتونو لږې پیسې ترلاسه کړئ. او یوازې زما له عذاب څخه ځانونه وژغورئ.
阿拉伯语经注:
وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
حق له باطل سره مه ګډه وئ. او نه حق پټ کړئ په داسې حال کې چې تاسې ښه پوهیږئ چې( حق کوم او باطل کوم دی؟).
阿拉伯语经注:
وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَارْكَعُوْا مَعَ الرّٰكِعِیْنَ ۟
لمونځونه وکړئ. او زکاتونه ورکړئ او له رکوع کوونکو سره یو ځای رکوع وکړئ.
阿拉伯语经注:
اَتَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ اَنْفُسَكُمْ وَاَنْتُمْ تَتْلُوْنَ الْكِتٰبَ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
ایا دا هم کوم کار دی چې خلک د نیکۍ په لوربلئ او خپل ځانونه مو هیر کړي دي؟ او همدا تاسې کتاب هم لولئ ( چې هلته یې په دې هکله څومره د قهر خبرې کړي دي) عقل مو ولي په کار نه اچوئ.
阿拉伯语经注:
وَاسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ؕ— وَاِنَّهَا لَكَبِیْرَةٌ اِلَّا عَلَی الْخٰشِعِیْنَ ۟ۙ
د صبر او لمانځه په خپلولو سره ځانونه پیاوړي کړئ. هو! دا یو دروند کار دی خو په عاجزۍ کوونکو دروند نه دی.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْنَ یَظُنُّوْنَ اَنَّهُمْ مُّلٰقُوْا رَبِّهِمْ وَاَنَّهُمْ اِلَیْهِ رٰجِعُوْنَ ۟۠
پر هغوی چې پوخ باور یې وي چې: یوه ورځ به مړه او الله ته به ورتاویږي.
阿拉伯语经注:
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ وَاَنِّیْ فَضَّلْتُكُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟
ای بني اسرائیلو! زما هغه لورینه در یاده کړئ چې په تاسې مې کړې او تاسې مې د خپلې ( زمانې) پر ګردو خلکو غوره کړي واست.
阿拉伯语经注:
وَاتَّقُوْا یَوْمًا لَّا تَجْزِیْ نَفْسٌ عَنْ نَّفْسٍ شَیْـًٔا وَّلَا یُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَّلَا یُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟
او د هغې ورځې له ستونزو څخه وډارشئ چې هیڅوک به له هیچا څخه هیڅ شی نشي لرې کولای او نه به د چا په هکله سپارښتنه منل کیږي او نه به ترې د ستونزو په بدل کې تاوان اخیستل کیږي او نه به ورسره څوک لاس کولای شي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭