Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 麦尔彦   段:
یٰیَحْیٰی خُذِ الْكِتٰبَ بِقُوَّةٍ ؕ— وَاٰتَیْنٰهُ الْحُكْمَ صَبِیًّا ۟ۙ
ای یحیې د الله کتاب ښه ټینګ ونیسه. او مونږ هغه ته په کوچنیوالي کې پوهه،او د پریکړې صلاحیت ورکړی و.
阿拉伯语经注:
وَّحَنَانًا مِّنْ لَّدُنَّا وَزَكٰوةً ؕ— وَكَانَ تَقِیًّا ۟ۙ
او له خپلې لورې نه مو هغه ته زړه سواندي او پاکي ور په برخه کړې.او هغه خورا پرهیزګاره ؤ.
阿拉伯语经注:
وَّبَرًّا بِوَالِدَیْهِ وَلَمْ یَكُنْ جَبَّارًا عَصِیًّا ۟
له مور او پلار سره ډیر نیکي کوونکی و او زور زیاتی کوونکی او سرغړوونکی نه و.
阿拉伯语经注:
وَسَلٰمٌ عَلَیْهِ یَوْمَ وُلِدَ وَیَوْمَ یَمُوْتُ وَیَوْمَ یُبْعَثُ حَیًّا ۟۠
سلام دې پرې، د پیدایښت په ورځ د مړینې په ورځ او په هغه ورځ وي چې بیرته ژوندی راپورته کړای شي.
阿拉伯语经注:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مَرْیَمَ ۘ— اِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ اَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِیًّا ۟ۙ
او ای محمده!په دې کتاب کې د مریمې حال بیان کړه.چې له خپلو خلکو نه ختیځې خواته ګوښه شوه.
阿拉伯语经注:
فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُوْنِهِمْ حِجَابًا ۫— فَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهَا رُوْحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِیًّا ۟
هلته یې له خلکو نه پرده ونیوه مونږ خپل روح ورولیږه هغه ورته خپل ځان د یو روغ زلمي سړي په شان ښکاره کړ.
阿拉伯语经注:
قَالَتْ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِالرَّحْمٰنِ مِنْكَ اِنْ كُنْتَ تَقِیًّا ۟
مریم وویل:زه د مهربان الله په نوم له تانه پناه غواړم که ته له هغه نه ډاریدونکی یې.
阿拉伯语经注:
قَالَ اِنَّمَاۤ اَنَا رَسُوْلُ رَبِّكِ ۖۗ— لِاَهَبَ لَكِ غُلٰمًا زَكِیًّا ۟
هغه وویل:زه ستا د رب استازی یم چې تاته یو پاک او ښکلی ځوی دروبښم.
阿拉伯语经注:
قَالَتْ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّلَمْ یَمْسَسْنِیْ بَشَرٌ وَّلَمْ اَكُ بَغِیًّا ۟
مریم وویل:زما ځوی به له کومه شي؟ماته نه چا لاس راوړی او نه زه کومه بدلمنه ښځه یم.
阿拉伯语经注:
قَالَ كَذٰلِكِ ۚ— قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ ۚ— وَلِنَجْعَلَهٗۤ اٰیَةً لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا ۚ— وَكَانَ اَمْرًا مَّقْضِیًّا ۟
هغه وویل:هو!همداسې ده.خو ستا رب فرمایلي دي چې د هغه پيدایښت ماته ډیر اسان دی.او دهمدې لپاره یې پیدا کوم چې خلکو ته یي معجزه وګرځوم.او هم له خپلې لورې یو رحمت.او دا کار هرو،مرو سرته رسیدونکی دی.
阿拉伯语经注:
فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهٖ مَكَانًا قَصِیًّا ۟
حمل یې واخیست او حمل لرې ځای ته ګوښه کړه.
阿拉伯语经注:
فَاَجَآءَهَا الْمَخَاضُ اِلٰی جِذْعِ النَّخْلَةِ ۚ— قَالَتْ یٰلَیْتَنِیْ مِتُّ قَبْلَ هٰذَا وَكُنْتُ نَسْیًا مَّنْسِیًّا ۟
د لنګوال دردونو د خرما یوه ښاخ ته بوتله.او هلته یې له ډیر غم نه وویل:کاشکې چې له دې پیښې ډيره پخوا مړه او اوس د هیچا په یاد نه وای.
阿拉伯语经注:
فَنَادٰىهَا مِنْ تَحْتِهَاۤ اَلَّا تَحْزَنِیْ قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِیًّا ۟
له لاندې لورې یې ورته غږ کړ چې:خفه کیږه مه ستا رب له تانه لاندې د اوبو یوه ویاله او چینه بیه ولې ده.
阿拉伯语经注:
وَهُزِّیْۤ اِلَیْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَیْكِ رُطَبًا جَنِیًّا ۟ؗ
د خرما ښاخ وخوزه وه.پرتا به تازه خوږې خرما راتوی شي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 麦尔彦
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭