Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 伊斯拉仪   段:
قُلْ كُوْنُوْا حِجَارَةً اَوْ حَدِیْدًا ۟ۙ
ای محمده! ووایه چې ډبره او یا اوسپنه شئ.
阿拉伯语经注:
اَوْ خَلْقًا مِّمَّا یَكْبُرُ فِیْ صُدُوْرِكُمْ ۚ— فَسَیَقُوْلُوْنَ مَنْ یُّعِیْدُنَا ؕ— قُلِ الَّذِیْ فَطَرَكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ— فَسَیُنْغِضُوْنَ اِلَیْكَ رُءُوْسَهُمْ وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هُوَ ؕ— قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ قَرِیْبًا ۟
او یا بل داسې حه چې بیرته را ژوندي کیدل يې تاسې ته ناشوني شکارې( نو بیا هم هرو، مرو به راژوندي شئ) نو دوی به يې له درنګه ووايي: ښه نو کوم ذات به مونږ بیرته د ژوند په لور اړوي؟ ووایه چې: همغه ذات چې لومړی يې تاسي پیدا کړي واست نو بیا به د ملنډو په توګه د هو! سر وخوزوي ووايې به چې: ښه نو کله؟ ورته ووایه کیدای شي ډیر نژدې.
阿拉伯语经注:
یَوْمَ یَدْعُوْكُمْ فَتَسْتَجِیْبُوْنَ بِحَمْدِهٖ وَتَظُنُّوْنَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا ۟۠
په کومه ورځ چې هغه تاسې د بیا ژوندون په لور وبلي نو تاسې ټول به د هغه د ثنا او ستایلو په حال راپورته او ګومان به کوئ چې ډير لږ وخت مو ( په قبرونو او یا په دنیا کې) تیر کړی دی.
阿拉伯语经注:
وَقُلْ لِّعِبَادِیْ یَقُوْلُوا الَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ یَنْزَغُ بَیْنَهُمْ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلْاِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِیْنًا ۟
ای محمده! زما بنده ګانو ته ووایه چې تل ښه او غوره خبره وکړئ. په رښتیا چې شیطان د هغوی په مینځ کې دښمني اچوی ځکه چې شیطان د انسان ډانګ پیلی دښمن دی.
阿拉伯语经注:
رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِكُمْ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یَرْحَمْكُمْ اَوْ اِنْ یَّشَاْ یُعَذِّبْكُمْ ؕ— وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ وَكِیْلًا ۟
ستاسې رب ته تاسې ښه معلوم یاست که خوښه يې شي نو رحم به دربانې وکړي او که خوښه يې شوه نو په عذاب به مو کړي.
阿拉伯语经注:
وَرَبُّكَ اَعْلَمُ بِمَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِیّٖنَ عَلٰی بَعْضٍ وَّاٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًا ۟
او ستا رب ته هغه ټول څیزونه ډیر ښه معلوم دي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي. او مونږ ځینې پیغمبران پر ځینو غوره کړي او داود ته مو زبور ورکړی و.
阿拉伯语经注:
قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ فَلَا یَمْلِكُوْنَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِیْلًا ۟
ای محمدهْ! ووایه چې هغه خدایان مو راوبلئ چې تاسې له الله نه پرته پرې د خدی ګومان کوئ له هغوی سره واک نشته چې له تاسې نه سختي او ضرر لري. او یا يې مخه په بل لور واړوي.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ یَبْتَغُوْنَ اِلٰی رَبِّهِمُ الْوَسِیْلَةَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ وَیَرْجُوْنَ رَحْمَتَهٗ وَیَخَافُوْنَ عَذَابَهٗ ؕ— اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُوْرًا ۟
هغه څوک[۱۰] چې کافران يې د خدایانو په توګه بلي خدایان يي په خپل د خپل رب په لور وسیله لټوي چې یو له بل نه هغه ته ډیر نژدې شي د هغه د رحمت هیله ورسره او له عذاب نه يې ډاریږي ځکه چې ستا د رب عذاب د ویرې وړ دی.
[۱۰] دا ایت د هغو پیریانو په اړه نازل شوی چې کافرانو په خدايي نیولي وو بیا وروسته پیریاو مسلمانان او عابدین يي په شرک کې پاتي شول( تفسیر الماوردی)
阿拉伯语经注:
وَاِنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوْهَا قَبْلَ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ اَوْ مُعَذِّبُوْهَا عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— كَانَ ذٰلِكَ فِی الْكِتٰبِ مَسْطُوْرًا ۟
او هیڅ داسې سیمه نشته چې هغه مونږ د قیامت له راتګ نه وړاندې هلاکه نه کړو او یا يې په سخت عذاب ونه ربړوو دا په ازلي کتاب کې لیکل شوي دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 伊斯拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭