Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 优素福   段:
وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ اٰبَآءِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ ؕ— مَا كَانَ لَنَاۤ اَنْ نُّشْرِكَ بِاللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— ذٰلِكَ مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ عَلَیْنَا وَعَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟
د خپلو مشرانو ابراهیم، اسحق او د یعقوب دین مې منلی دی. له مونږ سره نه ښايي چې له الله سره نور څه شریک کړو. دا پر مونږ او پر ټولو خلکو د الله پاک مهرباني او احسان دی خو زیات خلک شکر نه پر ځای کوي.
阿拉伯语经注:
یٰصَاحِبَیِ السِّجْنِ ءَاَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُوْنَ خَیْرٌ اَمِ اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟ؕ
ای زما د زندان ملګرو! خواره واره باداران ښه دي او که یو زوره ور الله؟.
阿拉伯语经注:
مَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلَّاۤ اَسْمَآءً سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ ؕ— اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِ ؕ— اَمَرَ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّاۤ اِیَّاهُ ؕ— ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
هغه څیزونه چې تاسې يې پرته له الله نه عبادت کوئ هسې نومونه دي چې تاسې او ستاسې پلرونو ایښي دي الله پاک پرې کوم دلیل نه دی نازل کړی واکمني یوازې د یو الله ده. هغه امر کړی دی چې پرته له هغه نه د بل هیچا عبادت باید ونه کړئ او همدا سم او روغ دین دی خو ډیر خلک نه پوهیږي.
阿拉伯语经注:
یٰصَاحِبَیِ السِّجْنِ اَمَّاۤ اَحَدُكُمَا فَیَسْقِیْ رَبَّهٗ خَمْرًا ۚ— وَاَمَّا الْاٰخَرُ فَیُصْلَبُ فَتَاْكُلُ الطَّیْرُ مِنْ رَّاْسِهٖ ؕ— قُضِیَ الْاَمْرُ الَّذِیْ فِیْهِ تَسْتَفْتِیٰنِ ۟ؕ
ای د زندان ملګرو! ستاسې یو تن به خلاص او خپل بادار به په شرابو خړوبوي. او هغه بل په سولۍ وڅړول شي او مرغان به يې د سر غوښې وخوري. هغه خبره خلاصه شوې ده چې تاسې دواړه یې معلومات غواړئ.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ لِلَّذِیْ ظَنَّ اَنَّهٗ نَاجٍ مِّنْهُمَا اذْكُرْنِیْ عِنْدَ رَبِّكَ ؗ— فَاَنْسٰىهُ الشَّیْطٰنُ ذِكْرَ رَبِّهٖ فَلَبِثَ فِی السِّجْنِ بِضْعَ سِنِیْنَ ۟۠
یوسف هغه یوه ته چې خلاصیدونکي باور يې پرې راغی[۳۷] وویل: د بادار په وړاندې دې زما عرض هم وړاندې کړه خو شیطان له هغه نه د بادار په وړاندې د یوسف یادونه له یاده وویستله نو ځکه یوسف څو کاله په زندان کې پاتې شو.
[۳۷] یوسف خلاصیدونکي ته وویل: زما موضوع هم پاچا ته وریاده کړه چې زه بې ګناه یم خو هغه په دربار کې په مزو او چړچو اخته، زندان او دزندان ملګري يي له یاده ووتل( تفسیر الماوری).
阿拉伯语经注:
وَقَالَ الْمَلِكُ اِنِّیْۤ اَرٰی سَبْعَ بَقَرٰتٍ سِمَانٍ یَّاْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَّسَبْعَ سُنْۢبُلٰتٍ خُضْرٍ وَّاُخَرَ یٰبِسٰتٍ ؕ— یٰۤاَیُّهَا الْمَلَاُ اَفْتُوْنِیْ فِیْ رُءْیَایَ اِنْ كُنْتُمْ لِلرُّءْیَا تَعْبُرُوْنَ ۟
او پاچا وویل: زه خوب ګورم چې اوه چاغې غواګانې دي چې اوه خوارې غواګانې يي خوري او د غلې اوه شنه تازه وږی دي او اوه نور وچ. ای د دربار مشرانو! زما خوب را معنا کړئ که تاسې د خوب په معنا بوهیږئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 优素福
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭