Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾哈嘎夫   段:
وَاِذْ صَرَفْنَاۤ اِلَیْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ یَسْتَمِعُوْنَ الْقُرْاٰنَ ۚ— فَلَمَّا حَضَرُوْهُ قَالُوْۤا اَنْصِتُوْا ۚ— فَلَمَّا قُضِیَ وَلَّوْا اِلٰی قَوْمِهِمْ مُّنْذِرِیْنَ ۟
او (ياد كړه) هغه وخت چې موږ د پېريانو يو ټولى درته راوګرځولو چې قرآن واوري، نو كله چې ورته حاضر شول هغوی ووېل: چوپ شئ، بيا چې تمام شو نو بېرته خپل قوم ته وېروونكي ورستانه شول.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا یٰقَوْمَنَاۤ اِنَّا سَمِعْنَا كِتٰبًا اُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوْسٰی مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ یَهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ وَاِلٰی طَرِیْقٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
وېلې ای زموږ قومه! موږ يو كتاب واورېدلو چې له موسى وروسته نازل شوی، (او) د مخكېنيو (كتابونو) تصديقوونكى دى، د حق او سمې لارې خواته ښوونه كوي.
阿拉伯语经注:
یٰقَوْمَنَاۤ اَجِیْبُوْا دَاعِیَ اللّٰهِ وَاٰمِنُوْا بِهٖ یَغْفِرْ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَیُجِرْكُمْ مِّنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟
ای زموږ قومه! د الله د بلونكي خبره ومنئ او ايمان پرې راوړئ، چې ګناهونه مو دروبخښي او له دردوونکي عذابه مو وژغوري.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ لَّا یُجِبْ دَاعِیَ اللّٰهِ فَلَیْسَ بِمُعْجِزٍ فِی الْاَرْضِ وَلَیْسَ لَهٗ مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءُ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
او څوک چې د الله د بلونكي ونه مني، نو هغه په ځمكه كې (تښتېدو سره) د الله عاجزوونكى نه دى او نه به له هغه پرته د ده څوک ملګري وي، دا خلك په ښكاره بې لاريتوب كې دي.
阿拉伯语经注:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَلَمْ یَعْیَ بِخَلْقِهِنَّ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یُّحْیِ الْمَوْتٰی ؕ— بَلٰۤی اِنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
آيا دوى نه ويني چې په رېښتيا الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي دي او په پيدا كولو یې ستړی شوی نه دى، په دې ځواکمن دى چې مړي راژوندي كړي؟ هو (ولې نه) هغه په هر څه ځواکمن دى.
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ یُعْرَضُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَلَی النَّارِ ؕ— اَلَیْسَ هٰذَا بِالْحَقِّ ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَرَبِّنَا ؕ— قَالَ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟
او كومه ورځ چې كافران اور ته وروړاندې كړل شي (ورته به وویل شي) آيا دا رښتيا نه دى؟ وايي به ولې نه، په رب مو قسم (رښتيا دى). وايي (ښه) نو (اوس) عذاب وڅكئ چې تاسي به پرې کفر کولو.
阿拉伯语经注:
فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ اُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِلْ لَّهُمْ ؕ— كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَ مَا یُوْعَدُوْنَ ۙ— لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا سَاعَةً مِّنْ نَّهَارٍ ؕ— بَلٰغٌ ۚ— فَهَلْ یُهْلَكُ اِلَّا الْقَوْمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟۠
نو صبر كوه لكه څرنګه چې همتناكو رسولانو صبر کړی و، او هغوى لپاره (د عذاب) بيړه مه كوه، هغوى چې كله هغه ورځ وويني، كومه چې ژمنه يې ورسره كيږي نو (داسې به انګيري) لكه چې د ورځې له يو ساعت پرته زيات نه وو ځنډېدلي! په تا باندې رسول دي د دې قران، [د بیان څخه وروسته] نه تباه کیږي مګر سرغړونکي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾哈嘎夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭