Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 尔开布特   段:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَلَنَجْزِیَنَّهُمْ اَحْسَنَ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، خامخا به له هغوی ګناهونه ورژوو او كوم غوره عملونه چې هغوى كول، هرومرو به د هغو ښایسته بدله وركړو.
阿拉伯语经注:
وَوَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ حُسْنًا ؕ— وَاِنْ جٰهَدٰكَ لِتُشْرِكَ بِیْ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ؕ— اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او انسان ته مو له خپل مور او پلار سره يې د نيكۍ امر كړى، او كه هغوى دواړه دا كوښښ درباندې وكړي چې له ماسره څه داسې شى شريك كړې چې تا ته يې څه علم نه وي، نو بيا يې مه منه، يوازې ما ته ستاسي راتګ دى بيا به مو پر هغه څه خبر كړم چې تاسي به كول.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِی الصّٰلِحِیْنَ ۟
او هغه کسانو چې ايمان يې راوړى او نیک عملونه یې کړي نو هرومرو به يې په صالحانو كې شامل كړو.
阿拉伯语经注:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّقُوْلُ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ فَاِذَاۤ اُوْذِیَ فِی اللّٰهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللّٰهِ ؕ— وَلَىِٕنْ جَآءَ نَصْرٌ مِّنْ رَّبِّكَ لَیَقُوْلُنَّ اِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ ؕ— اَوَلَیْسَ اللّٰهُ بِاَعْلَمَ بِمَا فِیْ صُدُوْرِ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او ځينى خلک داسې وايي چې موږ پر الله ايمان راوړى، خو كله چې د الله په هكله وځورول شي نو بيا د خلكو لخوا سختي (خپګان) لكه د الله عذاب ګڼي، او كه ستا د رب له لوري څه مرسته راشي، هرومرو وايي چې موږ خو درسره وو، آيا الله پر هغه څه ډېر ښه عالم نه دى چې د مخلوقاتو په زړونو كې دي؟
阿拉伯语经注:
وَلَیَعْلَمَنَّ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَیَعْلَمَنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ ۟
او خامخا ښکاره کوي به الله هغه خلك چې ایمان یې راوړی دی او خامخا به ښکاره کوي منافقانو لره.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّبِعُوْا سَبِیْلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطٰیٰكُمْ ؕ— وَمَا هُمْ بِحٰمِلِیْنَ مِنْ خَطٰیٰهُمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
او هغوى چې كافر شوي وو مومنانو ته يې وويل: زموږ په لار پسې راځئ او ستاسي ګناهونه به هم پر ځان واخلو! حال دا چې د هغوى د ګناهونو هيڅ شى پر ځان نه شي اخيستلى، بې شكه هغوى خو حتماً درواغجن دي.
阿拉伯语经注:
وَلَیَحْمِلُنَّ اَثْقَالَهُمْ وَاَثْقَالًا مَّعَ اَثْقَالِهِمْ ؗ— وَلَیُسْـَٔلُنَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَمَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠
او هرومرو به خپل درانه بارونه هم په سر واخلي او له خپلو درنو بارو سره (ډېر) نور درانه بارونه هم او خامخا به د قيامت په ورځ له هغو درواغو وپوښتل شي چې دوى به جوړول.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَلَبِثَ فِیْهِمْ اَلْفَ سَنَةٍ اِلَّا خَمْسِیْنَ عَامًا ؕ— فَاَخَذَهُمُ الطُّوْفَانُ وَهُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟
او نوح مو د هغه قوم ته ورواستولو، نو د هغوی ترمنځ پنځوس كم زر كاله وځنډېدو، بيا هغوى توپان راګير كړل، حال دا چې (په خپله) هغوى ظالمان وو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 尔开布特
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭