Check out the new design

Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Câu: (90) Chương: Al-Nisa'
اِلَّا الَّذِیْنَ یَصِلُوْنَ اِلٰی قَوْمٍ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ مِّیْثَاقٌ اَوْ جَآءُوْكُمْ حَصِرَتْ صُدُوْرُهُمْ اَنْ یُّقَاتِلُوْكُمْ اَوْ یُقَاتِلُوْا قَوْمَهُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَیْكُمْ فَلَقٰتَلُوْكُمْ ۚ— فَاِنِ اعْتَزَلُوْكُمْ فَلَمْ یُقَاتِلُوْكُمْ وَاَلْقَوْا اِلَیْكُمُ السَّلَمَ ۙ— فَمَا جَعَلَ اللّٰهُ لَكُمْ عَلَیْهِمْ سَبِیْلًا ۟
مګر هغه کسان چې ځان یوځای کړي لدوی څخه داسې یو قوم ته چې ستاسو او د هغوی ترمنځ مضبوط لوظ وي په پریښودلو د جنګ باندې، او یا هغه کسان چې راغلي وي تاسو ته او حال دا چې تنګې شوي وي سینې د هغوی نو پس نه غواړي جنګ کول ستاسې سره او نه د خپل قوم سره، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی نو برلاسی کړی به یې وې په تاسو نو ستاسو سره به یې جنګ کړی و، نو پس قبول کړئ د الله تعالی له طرفه بچ ساتل ستاسو، او د هغوی په وژلو او بندي کولو لاس مه پورې کوئ، نو که چیرته هغوی ستاسو څخه یو طرف ته شول (په ډډه شول) او ستاسو سره یې جنګ ونه کړ، او غاړه یې کیښوده تاسو ته په داسې حال کې چې سوله کوونکي وو او پریښودنکي وو ستاسو جنګ لره، نو بس نده ګرځولې الله تعالی تاسو ته په هغوی باندې څه لاره د جنګ کولو او یا د هغوی د قیدې کولو.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• خفاء حال بعض المنافقين أوقع الخلاف بين المؤمنين في حكم التعامل معهم.
د بعضو منافقانو د پټ حال د وجې نه یې مومنان په خپلو منځونو کې سره په اختلاف کې اچولي دي هغوی سره د تعامل باره کې.

• بيان كيفية التعامل مع المنافقين بحسب أحوالهم ومقتضى المصلحة معهم.
بیان د طریقی د تعامل د منافقانو سره د هغوی د احوالو مطابق او څه چې د هغوی سره د مصلحت تقاضا وي.

• عدل الإسلام في الكف عمَّن لم تقع منه أذية متعدية من المنافقين.
د اسلام عدل په لاس بندولو سره د هغو منافقانو څخه چې د هغوی څخه مسلمانانو ته ضرر نه رسیږي.

• يكشف الجهاد في سبيل الله أهل النفاق بسبب تخلفهم عنه وتكلُّف أعذارهم.
د الله تعالی په لاره کې جهاد کول منافقان راښکاره کوي د هغوی د وروسته پاتی کیدلو په وجه د جهاد څخه او دوجې د هغوی د سختو عذرونو څخه.

 
Ý nghĩa nội dung Câu: (90) Chương: Al-Nisa'
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an - Mục lục các bản dịch

Do Trung tâm Diễn giải Nghiên cứu Kinh Qur'an phát hành.

Đóng lại