Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: غاپىر   ئايەت:
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ یُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُوْنُوْا شُیُوْخًا ۚ— وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی مِنْ قَبْلُ وَلِتَبْلُغُوْۤا اَجَلًا مُّسَمًّی وَّلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې تاسې يي له خاورې نه پیدا کړئ بیا له نطفې نه بیا د وینې له یوې ټوټې نه بیا مو د کوچني په شکل راوباسي بیا مو غټوي تر څو خپل قوت او جوش ته ورسیږئ بیا مو لا پسې لویه وي تر څو زوړوالي ته ورسیږئ او ځینې مو له دې وړاندې مړه کولای شي. او د هر څه ددې لپاره دي چې تاسې ټاکلې مودې ته ورسیږئ او کیدای شي چې له عقل څخه کار واخلئ.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
هُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ۚ— فَاِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟۠
الله هغه ذات دی چې ژوند بښي او مرګ ورکوي او چې کله هم د یو کار پریکړه وکړي نو ورته وايي چې وشه نو هغه وشي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ ؕ— اَنّٰی یُصْرَفُوْنَ ۟ۙۛ
ایا تا هغو کسانو ته نه دي کتلي چې د الله په ایتونو کې جګړه کوي؟ دوی به کوم لور ګرځولی شي؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِالْكِتٰبِ وَبِمَاۤ اَرْسَلْنَا بِهٖ رُسُلَنَا ۛ۫— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
کومو کسانو چې کتاب او هغه څخه درواغ ګڼلي چې مونږ پرې رسولان لیږلي دي ډیر ژر به پوه شي چې په غلطه وو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اِذِ الْاَغْلٰلُ فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ وَالسَّلٰسِلُ ؕ— یُسْحَبُوْنَ ۟ۙ
هغه وخت چې په غاړه کې يي د اور غاړکۍ او ځنځیرونه اچولی او کش کولی به شي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فِی الْحَمِیْمِ ۙ۬— ثُمَّ فِی النَّارِ یُسْجَرُوْنَ ۟ۚ
په چوش کړو اوبو کې اچولي او بیا په اور کې سوزولی شي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
ثُمَّ قِیْلَ لَهُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
بیا به ورته وویلي شي چې اوس ستاسې شریکان چیرې دي؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قَالُوْا ضَلُّوْا عَنَّا بَلْ لَّمْ نَكُنْ نَّدْعُوْا مِنْ قَبْلُ شَیْـًٔا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ الْكٰفِرِیْنَ ۟
چې پرته له الله مو نیولي وو. وبه وایې چې له مونږ نه ورک شول ګواکې لکه چې مونږ وړاندې د هیڅ شي عبادت نه وو کړی. هو! په همدې توګه الله کافران لار ورکي کوي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
ذٰلِكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَفْرَحُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَمْرَحُوْنَ ۟ۚ
دا ستاسې د هغې خوښۍ نتیجه ده چې تاسې به په ځمکه کې په ناحقه سره ښکاره کوله او تاسو هلته لويي او غرور کاو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اُدْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— فَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟
د دوزخ پر دروازه ورننه وځئ. او تل هملته اوسئ هو! ډیر بد ځای دی د کبرجنو اوسیدنې ځای.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ ۚ— فَاِمَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ ۟
نو ای پیغمبره! صبر وکړه د الله وعده حقه ده.[۸] یا به مونږ تاته خامخا هغه څه دروښیو چې مونږ يي له هغوۍ سره وعده کوو او یا به تا وفات کړو نو پوه شه چې هغوی ټول زما په لور راګرځول شي.
[۸] یا به تا په ژوند کې بریمن او هغوی به ماتې خوري او که په ژوند کې دي دا کار ونه شو تاسو او هغوی ټول به ماته راځۍ هلته به ضرور ستاسې بدل واخلم( ابن جریرالطبری)
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: غاپىر
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش