Check out the new design

Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Rowad Tercüme Merkezi * - Mealler fihristi

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Anlam tercümesi Sure: Sûratu'l-Mâide   Ayet:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا قُمْتُمْ اِلَی الصَّلٰوةِ فَاغْسِلُوْا وُجُوْهَكُمْ وَاَیْدِیَكُمْ اِلَی الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوْا بِرُءُوْسِكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ اِلَی الْكَعْبَیْنِ ؕ— وَاِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوْا ؕ— وَاِنْ كُنْتُمْ مَّرْضٰۤی اَوْ عَلٰی سَفَرٍ اَوْ جَآءَ اَحَدٌ مِّنْكُمْ مِّنَ الْغَآىِٕطِ اَوْ لٰمَسْتُمُ النِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوْا مَآءً فَتَیَمَّمُوْا صَعِیْدًا طَیِّبًا فَامْسَحُوْا بِوُجُوْهِكُمْ وَاَیْدِیْكُمْ مِّنْهُ ؕ— مَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیَجْعَلَ عَلَیْكُمْ مِّنْ حَرَجٍ وَّلٰكِنْ یُّرِیْدُ لِیُطَهِّرَكُمْ وَلِیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
ای مومنانو! كله چې لمانځه ته پاڅئ نو مخونه مو پرېمينځئ او لاسونه مو تر څنګلو او په سرونو مو مسح وكړئ او پښې موتر ښینګرو (ګیټو) (و وينځئ) او كه جنب وئ نو ځان ښه پاك كړئ، او كه ناروغان وئ، يا په سفر، يا كوم يو د ميتيازو ځاى نه راغلئ يا مو ښځو ته لاس وروړى وي او اوبه بيانه‌مومئ نو د پاكې خاورې تيمم وكړئ او په مخونو او لاسونو يې وموښئ، الله نه غواړي چې پر تاسو څه تنګون راولي خو دا غواړي چې سوتره مو كړي او خپل نعمت درباندې تمام كړي چې شكر وباسئ.
Arapça tefsirler:
وَاذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَمِیْثَاقَهُ الَّذِیْ وَاثَقَكُمْ بِهٖۤ ۙ— اِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ؗ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
او پر تاسو د الله (پېرزو كړى) نعمت درياد كړئ او هغه لوز يې (ياد ساتئ) چې ښه يې درباندې كره كړى دى، هغه وخت چې تاسو وويل: اورېدلي او منلي مو دي، او الله نه وېره كوئ بې شكه الله د زړه په رازونو ښه پوه دى.
Arapça tefsirler:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْا قَوّٰمِیْنَ لِلّٰهِ شُهَدَآءَ بِالْقِسْطِ ؗ— وَلَا یَجْرِمَنَّكُمْ شَنَاٰنُ قَوْمٍ عَلٰۤی اَلَّا تَعْدِلُوْا ؕ— اِعْدِلُوْا ۫— هُوَ اَقْرَبُ لِلتَّقْوٰی ؗ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
ای مومنانو! د الله لپاره په حق ولاړ او په عدل شاهدان اوسئ، او د كومې ډلې دښمني مو دومره و نه پاروي چې بيا عدالت ونه كړئ، عدل كوئ، دا تقوى ته ډېر نږدې دى او الله نه وېره كوئ چې يقيناً الله په هغو كارو چې تاسو يې كوئ ښه خبر دى.
Arapça tefsirler:
وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ۙ— لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟
الله هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي د بخښنې او لوى اجر وعده كړې ده.
Arapça tefsirler:
 
Anlam tercümesi Sure: Sûratu'l-Mâide
Surelerin fihristi Sayfa numarası
 
Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Rowad Tercüme Merkezi - Mealler fihristi

Rowad Tercüme Merkezi Ekibi tarafından Rabvede'ki Tebliğ, İrşat ve Toplum Bilinçlendirme Derneği ve Dünya dillerinde İslami içerik ve hizmet cemiyeti işbirliğiyle tercüme edilmiştir.

Kapat