Check out the new design

Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Muhtasar Kur'an-ı Kerim Tefsiri Peştuca Tercümesi * - Mealler fihristi


Anlam tercümesi Ayet: (116) Sure: Sûratu'l-A'râf
قَالَ اَلْقُوْا ۚ— فَلَمَّاۤ اَلْقَوْا سَحَرُوْۤا اَعْیُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوْهُمْ وَجَآءُوْ بِسِحْرٍ عَظِیْمٍ ۟
موسی -علیه السلام- ورته جواب ورکړ پداسې حال کې چې هغه ډاډه و د خپل رب له طرف نه په مدد سره او په هغوی یې هیڅ پروا نه وه: تاسو خپلې رسۍ (پړي) او امساګانې ورغورځوئ، نو هر کله چې هغوی وغورځولې د خلکو په سترګو یې جادو وکړ په اړولو د هغوی د سترګو د سم راګیرولو نه، او خلک یې وویرول، او راتګ یې وکړ په ډیر قوي او سخت جادو سره د خلکو په نظر کې.
Arapça tefsirler:
Bu sayfadaki ayetlerin faydaları:
• من حكمة الله ورحمته أن جعل آية كل نبي مما يدركه قومه، وقد تكون من جنس ما برعوا فيه.
د الله تعالی د حکمت او رحمت څخه دا دي چې هر پیغمبر لره یې داسې معجزه ورکړې چې د هغه قوم پرې پوهیږي، او کله کله خو دا معجزه د هغه قسم څخه وي چې دوی پکې ډیر پرمختګ کړی وي.

• أنّ فرعون كان عبدًا ذليلًا مهينًا عاجزًا، وإلا لما احتاج إلى الاستعانة بالسحرة في دفع موسى عليه السلام.
بیشکه فرعون یو ذلیل سپک او عاجز بنده و، او که داسې نه وی نو د موسی -علیه السلام- د مقابلې لپاره به د جادوګران مرستې ته نه وی اړ شوی.

• يدل على ضعف السحرة - مع اتصالهم بالشياطين التي تلبي مطالبهم - طلبهم الأجر والجاه عند فرعون.
دا چې جادوګرانو بدله او مرتبه د فرعون سره لټوله نو دا د جادوګرانو په کمزورۍ دلالت کوي سره لدې چې دوی د شیطانانو سره اړیکې درلودې او هغوی به یې خبرو ته لبیک وایه.

 
Anlam tercümesi Ayet: (116) Sure: Sûratu'l-A'râf
Surelerin fihristi Sayfa numarası
 
Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Muhtasar Kur'an-ı Kerim Tefsiri Peştuca Tercümesi - Mealler fihristi

Kur'an Araştırmaları Tefsir Merkezi Tarafından Yayınlanmıştır.

Kapat