Check out the new design

Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Muhtasar Kur'an-ı Kerim Tefsiri Peştuca Tercümesi * - Mealler fihristi


Anlam tercümesi Sure: Sûretu'd-Duhân   Ayet:
وَّاَنْ لَّا تَعْلُوْا عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْۤ اٰتِیْكُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ
او د الله پر وړاندې د هغه د عبادت په پرېښودلو تکبر او د بندګانو پر وړاندې يې لويي مه کوئ، بېشکه زه تاسوته له څرګند دليل سره راتلونکی يم.
Arapça tefsirler:
وَاِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَرَبِّكُمْ اَنْ تَرْجُمُوْنِ ۟ۚ
او زه په خپل پالونکي او ستاسو په پالونکي پناه غواړم له دې چې تاسو مې د ډبرو په وېشتلو ووژنئ.
Arapça tefsirler:
وَاِنْ لَّمْ تُؤْمِنُوْا لِیْ فَاعْتَزِلُوْنِ ۟
او که چېرې هغه څه رېښتيني نه ګڼئ چې راوړي مې دي، نو را څخه ګوښه شئ، او په بدۍ مه را نېږدې کېږئ.
Arapça tefsirler:
فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ مُّجْرِمُوْنَ ۟
نو موسی خپل پالونکي ته دعا وکړه: چې دغه قوم- فرعون او سرداران يې، مجرم قوم دی چې په سزا کې د بيړې مستحق دي.
Arapça tefsirler:
فَاَسْرِ بِعِبَادِیْ لَیْلًا اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟ۙ
نو الله موسی ته امر وکړ چې خپل قوم يې د شپې لخوا بوځي او په دې يې خبر کړ چې فرعون او قوم به يې په هغوی پسې کيږي.
Arapça tefsirler:
وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا ؕ— اِنَّهُمْ جُنْدٌ مُّغْرَقُوْنَ ۟
او امر يې ورته وکړ چې کله دی او بني اسرائيل له درياب څخه تېر شي، نو بيا دې درياب همداسې ولاړ پرېږدي لکه څنګه چې و، بېشکه فرعون او لښکر يې په درياب کې په ډوبېدو تباه کېدونکي دي.
Arapça tefsirler:
كَمْ تَرَكُوْا مِنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
فرعون او قوم يې ترشا څومره باغونه او روانې چينې پرېښودې.
Arapça tefsirler:
وَّزُرُوْعٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ
او تر خپلو شاوو يې څومره کروندې او ښکلې مجلسونه پرېښودل.
Arapça tefsirler:
وَّنَعْمَةٍ كَانُوْا فِیْهَا فٰكِهِیْنَ ۟ۙ
او تر خپلو شاوو يې څومره عیاشۍ پرېښودې چې په هغو کې په مزو کې وو.
Arapça tefsirler:
كَذٰلِكَ ۫— وَاَوْرَثْنٰهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۟
هغوی لره همداسې پېښ شول لکه څنګه چې تاسوته بيان کړای شول، او د هغوی باغونه، چينې، کروندې او هستوګنځي مو بل قوم ته په ميراث ورکړل چې هغه بني اسرائيل دي.
Arapça tefsirler:
فَمَا بَكَتْ عَلَیْهِمُ السَّمَآءُ وَالْاَرْضُ وَمَا كَانُوْا مُنْظَرِیْنَ ۟۠
نو پر فرعون او قوم يې نه آسمان او نه ځمکې وژړل کله چې ډوب شول، اونه هغوی ته مهلت ورکړل شو ترڅو توبه وباسي.
Arapça tefsirler:
وَلَقَدْ نَجَّیْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِیْنِ ۟ۙ
او له شک پرته موږ بني اسرائيل له سپکوونکي عذابه وژغورل، داسې چې فرعون او قوم يې د هغوی زامن وژل او ښځې يې ژوندۍ پرېښودې.
Arapça tefsirler:
مِنْ فِرْعَوْنَ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَالِیًا مِّنَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟
هغوی مو د فرعون له عذابه وژغورل، بېشکه هغه د الله له امر او دينه له بريده اوښتونکو لويي کوونکی و.
Arapça tefsirler:
وَلَقَدِ اخْتَرْنٰهُمْ عَلٰی عِلْمٍ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ
او له شک پرته بني اسرائيلو مو له خپل لوري په پوهه د خپلې زمانې پر خلکو غوره وګرځول د هغوی د زياتو نبيانو له امله.
Arapça tefsirler:
وَاٰتَیْنٰهُمْ مِّنَ الْاٰیٰتِ مَا فِیْهِ بَلٰٓؤٌا مُّبِیْنٌ ۟
او هغوی ته مو داسې دلايل او برهانونه[معجزې] ورکړل چې د موسی ملاتړ مو پرې وکړ چې هغوی لره پکې څرګند نعمت و لکه من، سلوی [ترینجبین او مړزان]او داسې نور.
Arapça tefsirler:
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
بېشکه دغه درواغ ګڼونکي مشرکان به هرومرو د بېرته را پاڅېدو څخه د انکار کوونکو په توګه وايي:
Arapça tefsirler:
اِنْ هِیَ اِلَّا مَوْتَتُنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُنْشَرِیْنَ ۟
بل څه نه دي مګر همدا زموږ لومړی مرګ دی، نو له هغو وروسته ژوند نشته، او موږ له دغه مرګ وروسته بېرته راپاڅېدونکي نه يو.
Arapça tefsirler:
فَاْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
نو ای محمده! ته او څوک چې ستا له پيروانو درسره دي زموږ پلرونه ژوندي راته راولئ چې مړه شوي دي که چېرې تاسو په هغه څه کې رېښتيني ياست چې دعوی يې کوئ چې الله به د حساب او جزا لپاره مړي بېرته ژوندي را پورته کوي.
Arapça tefsirler:
اَهُمْ خَیْرٌ اَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ ۙ— وَّالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— اَهْلَكْنٰهُمْ ؗ— اِنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟
ای رسوله! دغه ستا درواغجن ګڼونکي مشرکان په ځواک او پياوړتيا کې زيات دي او که د تبع هغه قوم چې له هغوی مخکې د عاد او ثمود غوندې خلک وو، هغوی ټول مو تباه کړل، بېشکه هغوی مجرمان وو.
Arapça tefsirler:
وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ ۟
او موږ آسمانونه او ځمکه او څه يې چې ترمنځ دي داسې نه دي پيداکړي چې په پيداکولو یې لوبې کوونکي وو.
Arapça tefsirler:
مَا خَلَقْنٰهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
موږ آسمانونه او ځمکه نه دي پيداکړي مګر د يو لوی حکمت لپاره، خو د مشرکانو ډېری پر دغه نه پوهيږي.
Arapça tefsirler:
Bu sayfadaki ayetlerin faydaları:
• وجوب لجوء المؤمن إلى ربه أن يحفظه من كيد عدوّه.
د مؤمن لپاره د خپل پالونکي لوري ته د پناه وړلو واجبوالی، ترڅو يې د دښمن له چل وساتي.

• مشروعية الدعاء على الكفار عندما لا يستجيبون للدعوة، وعندما يحاربون أهلها.
د کافرانو پر خلاف د ښېرا (بد دعا) جواز کله چې هغوی بلنه نه مني، او کله چې د بلنې والا سره جګړه کوي.

• الكون لا يحزن لموت الكافر لهوانه على الله.
کائنات د کافر د مړيڼې له امله نه خپه کېږي ځکه هغه د الله پر وړاندې سپک وي.

• خلق السماوات والأرض لحكمة بالغة يجهلها الملحدون.
د آسمانونو او ځمکې پيدايښت د يو لوی حکمت له مخې دي چې ډېری ملحدان پرې نه پوهيږي.

 
Anlam tercümesi Sure: Sûretu'd-Duhân
Surelerin fihristi Sayfa numarası
 
Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Muhtasar Kur'an-ı Kerim Tefsiri Peştuca Tercümesi - Mealler fihristi

Kur'an Araştırmaları Tefsir Merkezi Tarafından Yayınlanmıştır.

Kapat