Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Fat'h   Ayah:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُبَایِعُوْنَكَ اِنَّمَا یُبَایِعُوْنَ اللّٰهَ ؕ— یَدُ اللّٰهِ فَوْقَ اَیْدِیْهِمْ ۚ— فَمَنْ نَّكَثَ فَاِنَّمَا یَنْكُثُ عَلٰی نَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ اَوْفٰی بِمَا عٰهَدَ عَلَیْهُ اللّٰهَ فَسَیُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟۠
کوم کسان چې له تاسره بیعت کوي، په حقیقت کې له الله سره بیعت کوي. د الله لاس د هغوی د لاسونو له پاسه دی نو چا چې بیعت مات کړ نو د خپل ځان په تاوان يې مات کړ او هر څوک چې له الله سره خپله تړلي وعده پوره کړي، الله به ډیر ژر لوی اجر ورکړي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
سَیَقُوْلُ لَكَ الْمُخَلَّفُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ شَغَلَتْنَاۤ اَمْوَالُنَا وَاَهْلُوْنَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا ۚ— یَقُوْلُوْنَ بِاَلْسِنَتِهِمْ مَّا لَیْسَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— قُلْ فَمَنْ یَّمْلِكُ لَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا اِنْ اَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا اَوْ اَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا ؕ— بَلْ كَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟
ډیر ژر به وروسته پاتې شوي بانډه چیان تاته ووایې چې: مونږ خپلو مالونو او کورنیو مصروف کړي وو، نو مونږ ته بښنه وغواړه[۳] په ژبه هغه څه وايي چې په زړونو کې[۴] يې نشته، اې محمده! ورته ووایه چې ایا څوک شته چي د الله په مقابل کې د یو حه واک ورسره وي؟ که هغه تاسو ته د تاوان او یا ګټې رسولو اراده فرماييلې وي؟ بلکې الله ستاسې له کړنو څخه ښه خبر دی.
[۳] ته تګ لپاره راته بښنه وغواړه( ابن جریری الطبری).
[۴] دايې عسې د خولي خبره ده که نه هغوی ښه پوهیږي چې د ایمان د نه لرلو له کبله پاتي شوي وو نه د مصروفیت له کبله او نه په زړه کې د الله پّ بښنه او له بښنې کوم باور لري( ابن جریر الطبری)
Ang mga Tafsir na Arabe:
بَلْ ظَنَنْتُمْ اَنْ لَّنْ یَّنْقَلِبَ الرَّسُوْلُ وَالْمُؤْمِنُوْنَ اِلٰۤی اَهْلِیْهِمْ اَبَدًا وَّزُیِّنَ ذٰلِكَ فِیْ قُلُوْبِكُمْ وَظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ ۖۚ— وَكُنْتُمْ قَوْمًا بُوْرًا ۟
بلکې تاسې ګومان کاوو چې پیغمبر او مؤمنان به هیڅکله خپلو کورونو ته بیرته راونه ګرځيږي. او همدا خبره مو په زړونو کې خورا ښکلې ښکاره شوې او خورا بدګومانونه مو کول. تاسې هلاکیدونکی قوم یاست.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَمَنْ لَّمْ یُؤْمِنْ بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ فَاِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَعِیْرًا ۟
او هر چا چې پر الله او د هغه پر رسول ایمان نه وي راوړی نو مونږ بې شکه کافرانو ته سوزوونکی اور تیار کړی دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د یو الله ده. چاته يې چې خوښه شي بښي يې او چا ته يې چې خوښه شي عذاب ورکوي. الله ښه بښونکی ډیر مهربان دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
سَیَقُوْلُ الْمُخَلَّفُوْنَ اِذَا انْطَلَقْتُمْ اِلٰی مَغَانِمَ لِتَاْخُذُوْهَا ذَرُوْنَا نَتَّبِعْكُمْ ۚ— یُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّبَدِّلُوْا كَلٰمَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ لَّنْ تَتَّبِعُوْنَا كَذٰلِكُمْ قَالَ اللّٰهُ مِنْ قَبْلُ ۚ— فَسَیَقُوْلُوْنَ بَلْ تَحْسُدُوْنَنَا ؕ— بَلْ كَانُوْا لَا یَفْقَهُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
کله چې تاسې د غنیمتونو د لاس ته راوړلو په لور روان شئ نو وروسته پاتې خلک به ضرور درته ووايې چې مونږ ته اجازه راکړئ چې له تاسې سره ولاړ شو. غواړي چې د الله فرمان [۵] بدل کړي. ورته ووایه چې تاسې هیڅکله له مونږ سره نشئ تلای الله له پخوا نه همدا وړ فرمان صادر کړی دی. نو ډیر ژر به هغوی ووايي. نه داسې نه ده بلکې تاسې له مونږ سره حسد او کینه کوئ د حسد خبره نشته بلکې هغوی په خبره ډیر لږ پوهیږي.
[۵] د الله فرمان وو چې د خیبر غنیمتونه به یوازې هغو خلکو ته ورکول کیږي چې د حدیبې په سوله او بیعت رضوان کې شریک وو د همدې سورت په ۱۸ایت کې يي شرحه شوي ( ابن جریر الطبري).
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Fat'h
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Mawlawīy Janbaz Sarfaraz

Isara