Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Az-Zumar   Ayah:
خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَاَنْزَلَ لَكُمْ مِّنَ الْاَنْعَامِ ثَمٰنِیَةَ اَزْوَاجٍ ؕ— یَخْلُقُكُمْ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ خَلْقًا مِّنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِیْ ظُلُمٰتٍ ثَلٰثٍ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— فَاَنّٰی تُصْرَفُوْنَ ۟
تاسې يې له یوه ساکښ نه پیدا او بیا يي له هغه نه ښځه درته پیدا او تاسې ته يې اته جوړې څاروي پیدا کړي دي تاسې د میندو په خیټو کې د درې تیارو په مینځ کې مرحله په مرحله پیدا کوي. همدغه الله ستاسې رب دی واکمني یوازې د هغه ده. او پرته له هغه بل هیڅ معبود نشته. نو تاسې په کوم لور اړول کیږئ؟
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ عَنْكُمْ ۫— وَلَا یَرْضٰی لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ ۚ— وَاِنْ تَشْكُرُوْا یَرْضَهُ لَكُمْ ؕ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ؕ— ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ مَّرْجِعُكُمْ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
که تاسې کافر شئ نو الله له تاسې بې نیازه دی. خو هغه د خپلو بنده ګانو لپاره کفر نه خوښوي او که شکر وکړئ نو درته يي خوښويی. هیڅوک به د بل چا بار پورته نه کړي بالاخره ستاسو ټولو ورتګ د خپل رب په لور دی هلته به مو له خپلو کړنو څخه خبر کړي، او پوه شئ چې الله د سینو له پټو څیزونو څخه ښه خبر دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهٗ مُنِیْبًا اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَا خَوَّلَهٗ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِیَ مَا كَانَ یَدْعُوْۤا اِلَیْهِ مِنْ قَبْلُ وَجَعَلَ لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِیْلًا ۖۗ— اِنَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ النَّارِ ۟
او کله چې انسان ته کوم کړاو ورسیږي نو خورا په زارۍ سره خپل رب رابلي خو چې له خپلې لورې لورینه پرې وکړي نو هغه څه هیر کړي چې وړاندې به يي باله او د الله لپاره شریکان نیسي تر څو نور خلک د الله له لارې واړوي ای محمده! ورته ووایه چې له خپل کفر نه دې لږ ورځې ګټه واخله بې له شکه ته د اور له خاوندانو يې.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ اٰنَآءَ الَّیْلِ سَاجِدًا وَّقَآىِٕمًا یَّحْذَرُ الْاٰخِرَةَ وَیَرْجُوْا رَحْمَةَ رَبِّهٖ ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَالَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ؕ— اِنَّمَا یَتَذَكَّرُ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟۠
ایا هغه څوک چې غاړه يې ایښې، د شپې په اوږدو کې په سجده او ولاړه له اخرت نه په ډار او د خپل رب د مهربانیو هیله من وي؟ ( او هغه سره برابر دي چې د هیڅ پروا نه ساتي) ای محمده! ووایه ایا هغه چې پوهیږي له هغو سره یو شان دي چې نه پوهیږي خبره همدا ده چې پند یوازې د عقل څښتنان اخلي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قُلْ یٰعِبَادِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوْا رَبَّكُمْ ؕ— لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةٌ ؕ— وَاَرْضُ اللّٰهِ وَاسِعَةٌ ؕ— اِنَّمَا یُوَفَّی الصّٰبِرُوْنَ اَجْرَهُمْ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
ای محمده! د الله له لورې ووایه چې ای زما مؤمنو بنده ګانو! له خپل رب نه وډار شئ کومو کسانو چې په دې دنیا کې ښیګڼې کړي د هغوی لپاره ښیګڼه ده او د الله ځمکه پراخه ده له شک نه وتلې ده چې صبر کوونکو ته به له حساب نه پورته اجر ورکړای شي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Az-Zumar
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Mawlawīy Janbaz Sarfaraz

Isara