Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Tā-ha   Ayah:
قَالَ كَذٰلِكَ اَتَتْكَ اٰیٰتُنَا فَنَسِیْتَهَا ۚ— وَكَذٰلِكَ الْیَوْمَ تُنْسٰی ۟
الله به وفرمايې:هو!همداسې وه تاته زما ایتونه راغلي وو،تا هیر کړل.نو نن ته هم هماغه شان هیرول کیږې.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَكَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ اَسْرَفَ وَلَمْ یُؤْمِنْ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَشَدُّ وَاَبْقٰی ۟
او په همدی شان مونږ هغو ته چې له پولي نه اوړي،او د خپل رب په ایتونو ایمان نه راوړي ـ په دنیا کې جزا ورکوو او د اخرت عذاب خورا سخت او تل پاتې دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اَفَلَمْ یَهْدِ لَهُمْ كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ یَمْشُوْنَ فِیْ مَسٰكِنِهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی النُّهٰی ۟۠
ایا دې خلکو ته دې خبرې څه ونه ښوول چې له دوی نه وړاندې مونږ د څومره ډیرو زمانو خلک هلاک کړي دي؟ دوی اوس د هغوی د اوسیدانې ځایونو ته ځي او راځي؟هو!همداپیښې د عقل څښتنانو ته خورا لویې نښې او ستر دلایل دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَّاَجَلٌ مُّسَمًّی ۟ؕ
که چیرې ستا د رب له لورې پخوا خبره نه وای شوې،او د هر څه لپاره نیټه نه وای ټاکلې شوې نو عذاب به تړلی ؤ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوْبِهَا ۚ— وَمِنْ اٰنَآئِ الَّیْلِ فَسَبِّحْ وَاَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضٰی ۟
نو د هغوی خبرې وزغمه،او د خپل رب پاکې ستایه سره له ثنا ویلو يي له لمر خاته او پر یواته نه وړاندې.د شپې په اوږدو او د ورځې په دواړو څنډو کې ښایې چې ته راضي او خوښ شې.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ۬— لِنَفْتِنَهُمْ فِیْهِ ؕ— وَرِزْقُ رَبِّكَ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ۟
او د دنیوي ژوند هغه ځل بل ته سترګې مه نیسه چې مونږ مختلفو خلکو ته د ازمیښت لپاره ور کړی دی.او ستا د رب له لورې پاکه روزي،خورا غوره او ډيره پایښت لورنکې ده.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاْمُرْ اَهْلَكَ بِالصَّلٰوةِ وَاصْطَبِرْ عَلَیْهَا ؕ— لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًا ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُكَ ؕ— وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوٰی ۟
خپلي کورنۍ ته د لمانځه امر وکړه او په خپله هم پرې کلک اوسه،مونږ له تانه روزي نه غواړو بلکې مونږ یو چې تاته روزي در کوو.او اخرنی بری د پرهیزګارۍ په برخه دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَقَالُوْا لَوْلَا یَاْتِیْنَا بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— اَوَلَمْ تَاْتِهِمْ بَیِّنَةُ مَا فِی الصُّحُفِ الْاُوْلٰی ۟
او هغوی وايي چې محمد ولې مونږ ته د خپل رب له لورې کومه معجزه نه راوړي؟ ایا همدا معجزه یې بس نه ده چې یو داسې کتاب ورته راغلی چې د پخوانیو کتابونو د رښتین والي د ثابتولو لپاره ښکاره دلیل دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَوْ اَنَّاۤ اَهْلَكْنٰهُمْ بِعَذَابٍ مِّنْ قَبْلِهٖ لَقَالُوْا رَبَّنَا لَوْلَاۤ اَرْسَلْتَ اِلَیْنَا رَسُوْلًا فَنَتَّبِعَ اٰیٰتِكَ مِنْ قَبْلِ اَنْ نَّذِلَّ وَنَخْزٰی ۟
او که مونږ هغوی ددې کتاب له راتګ نه وړاندې په عذاب هلاک کړي وای،نو ویلي به یي چې:زمونږ ربه!مونږ ته دې ولې یو استازی راونه لیږه چې د سپکوالي او رسوا یې له مخ کیدلو نه وړاندې مو ستا ایتونه منلی وای.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قُلْ كُلٌّ مُّتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوْا ۚ— فَسَتَعْلَمُوْنَ مَنْ اَصْحٰبُ الصِّرَاطِ السَّوِیِّ وَمَنِ اهْتَدٰی ۟۠
ای محمده!ووایه چې هر څوک د خبرې اخر ته ګوري.نو تاسې هم منتظر اوسئ ډیر ژر به درته څرګنده شي چې څوک په سمه لار روان دی او چا لار میندلې ده؟
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Tā-ha
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Mawlawīy Janbaz Sarfaraz

Isara