Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Isrā’   Ayah:

اسراء

سُبْحٰنَ الَّذِیْۤ اَسْرٰی بِعَبْدِهٖ لَیْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ اِلَی الْمَسْجِدِ الْاَقْصَا الَّذِیْ بٰرَكْنَا حَوْلَهٗ لِنُرِیَهٗ مِنْ اٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟
پاک دی هغه ذات چې یوه شپه[۱] يې خپل بنده له مسجد حرام نه تر لرې جومات یعنې بیت المقدس چې د هغه چاپیریال مونږ له برکتونو نه ډک کړی دی بوتلو چې د خپل قدرت ځینې نښې وروښایو. بې له شکه چې الله ښه اوریدونکی او ښه لیدونکی دی.
[۱] دا پيښه د معراج د سفر په نوم مشهوره ده. دا یو بدنې سفر و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه شپه کې له مکې مکرمې نه بیت المقدس ته تللی او بیا پورته ختلی او په همدې لار بیرته مکې ته راغلی و( معارف القران).
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَلَّا تَتَّخِذُوْا مِنْ دُوْنِیْ وَكِیْلًا ۟ؕ
او له دې وړاندې مو موسی ته هم کتاب ورکړی او هغه مو د بني اسرائیلو لپاره لارښود ګرځولی ؤ. چې باید له ما پرته بل هڅوک خپل کار جوړوونکی ونه ګڼي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
ذُرِّیَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَبْدًا شَكُوْرًا ۟
هو! تاسې د همغو خلکو اولاده يې چې مونږ له نوح سره په کښتۍ کې بار کړي وو. او په رښتیا چې نوح یو شاګر بنده ؤ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَقَضَیْنَاۤ اِلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ فِی الْكِتٰبِ لَتُفْسِدُنَّ فِی الْاَرْضِ مَرَّتَیْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِیْرًا ۟
او مونږ په خپل کتاب کې بنې اسرائیلو ته اعلان کړی ؤ چې تاسې به په ځمکه کې دوه ځله[۲] فساد او لویه سرغړونه وکړئ.
[۲] اول فساد یعنې د ذکریا علیه السلام وژل او دویم فساد یعنې د ذکریا علیه السلام ځوی یحیی علیه السلام وژل او یا لومړنی فساد د موسی علیه السلام نه منل او دویم فساد د عیسی علیه السلام نه منل وه( تفسیر الماوردی).
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ اُوْلٰىهُمَا بَعَثْنَا عَلَیْكُمْ عِبَادًا لَّنَاۤ اُولِیْ بَاْسٍ شَدِیْدٍ فَجَاسُوْا خِلٰلَ الدِّیَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُوْلًا ۟
نو کله چې د لومړنۍ وعدې نیټه راورسیده نو مونږ پرتاسې خپل باتور او جنګیالي بنده ګان راپورته کړل هغوی د کورونو ټولې څنډې او کونجونه ولټول او دا یوه پوره کیدونکي وعده وه.
Ang mga Tafsir na Arabe:
ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَیْهِمْ وَاَمْدَدْنٰكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّبَنِیْنَ وَجَعَلْنٰكُمْ اَكْثَرَ نَفِیْرًا ۟
بیا مو بیرته پر هغوی برلاسي درکړه او هم مو ډیر مالونه او ځامن در په برخه او ستاسې ګڼه ګوڼه مو خورا ډیره کړه.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنْ اَحْسَنْتُمْ اَحْسَنْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ ۫— وَاِنْ اَسَاْتُمْ فَلَهَا ؕ— فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ لِیَسُوْٓءٗا وُجُوْهَكُمْ وَلِیَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوْهُ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّلِیُتَبِّرُوْا مَا عَلَوْا تَتْبِیْرًا ۟
نو که تاسې نیکي وکړه نو ښیګڼه یې ستاسې خپله ده او که بدي مو وکړه هغه هم ستاسې خپله ده. او کله چې د دویمې سرغړونې نیټه راغله نو مونږ خپل ځیني بنده ګان پر تاسې برلاسي کړل تر څو تاسې سپک او د پخوا په شان یو ځل بیا بیت المقدس ته داخل او په څه یې چې وسه رسیږي ټول له مینځه یوسي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Isrā’
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Mawlawīy Janbaz Sarfaraz

Isara