Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Ibrāhīm   Ayah:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهِ اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ اَنْجٰىكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ وَیُذَبِّحُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَیَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ ۟۠
او هم هغه در یاد کړه چې موسی خپل قوم ته وویل: ای قومه! د الله هغه نعمت رایادکړئ چې تاسې يې د فرعون له لښکرو نه خلاص کړئ هغوی به تاسې په سخت عذاب ربړولئ، ستاسې ځامن يې حلالول او ښځې به يې درته ژوندۍ پریښوولې. په دې کې ستاسې د رب لوی ازمیښت وو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكُمْ لَىِٕنْ شَكَرْتُمْ لَاَزِیْدَنَّكُمْ وَلَىِٕنْ كَفَرْتُمْ اِنَّ عَذَابِیْ لَشَدِیْدٌ ۟
او هغه وخت رایاد کړئ چې رب مو اعلان وکړ چې که تاسې شکر وکړ نو خامخا به زه لورینه در زیاته او که ناشکري مو وکړه نو زما عذاب ډير سخت دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَقَالَ مُوْسٰۤی اِنْ تَكْفُرُوْۤا اَنْتُمْ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ۙ— فَاِنَّ اللّٰهَ لَغَنِیٌّ حَمِیْدٌ ۟
او موسی دا هم وویل: که تاسې او د ځمکې ټول ژوي کافران شئ ن والله ته يې څه باک نشته ځکه چې الله پاک له هر څه بې پروا او ښه ستایلی شوی دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَبَؤُا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ ۛؕ۬— وَالَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ ۛؕ— لَا یَعْلَمُهُمْ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَرَدُّوْۤا اَیْدِیَهُمْ فِیْۤ اَفْوَاهِهِمْ وَقَالُوْۤا اِنَّا كَفَرْنَا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ وَاِنَّا لَفِیْ شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُوْنَنَاۤ اِلَیْهِ مُرِیْبٍ ۟
ایا تاسې ته د هغو قومونو حال نه دی څرګند شوی چې له تاسې نه وړاندې تیر شوي وو؟ د نوح قوم، عادیان، ثمودیان. او هغه نور قومونه چې له دوی نه وروسته تیر شوي وو. چې بشپړ معلومات يې پرته له الله نه د بل هیچا سره نشته؟ دوی ټولو ته پیغمبرانو پاخه دلایل راوړي وو خو هغوی خپلې ګوتې په خوله[۱۹]او ويې ویل: هغه پیغام مونږ نه منو چې تاسې پرې رالیږلي شوي يې او د څه په لور چې تاسې بلنه راکوئ هغه مونږ ته خورا بابیزه او شکمن ښکاري.
[۱۹] له قهر نه يې خپلې ګوتې په خوله او په قهر يې خبرې وکړي. او یا يې معنی ده چې: له ډیرې مستۍ او لیونتوب نه يې د پیغمبرانو په خولو، ګوتې ور دننه او د هغو د چوپ کولو هڅه يې وکړه ( ابن جریر الطبری).
Ang mga Tafsir na Arabe:
قَالَتْ رُسُلُهُمْ اَفِی اللّٰهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَدْعُوْكُمْ لِیَغْفِرَ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَیُؤَخِّرَكُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— قَالُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ؕ— تُرِیْدُوْنَ اَنْ تَصُدُّوْنَا عَمَّا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا فَاْتُوْنَا بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟
پیغمبرانو يې ورته وویل: ایا د هغه الله په هکله مو شک دی چې د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی دی؟ هغه تاسې ته بلنه درکوي چې ستاسې ځیني ګناهونه وبښي او تر یو وخته مهلت درکوي. خو هغوی وویل: تاسې خو کټ مټ زمونږ په شان خلک يې. غواړئ چې: له هغه څه نه مونږ منع کړئ چې زمونږ پلرونو يې عبادت کاوو نو یو ښکاره دلیل راوړاندې کړئ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Ibrāhīm
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Mawlawīy Janbaz Sarfaraz

Isara