Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Ar-Ra‘d   Ayah:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ طُوْبٰی لَهُمْ وَحُسْنُ مَاٰبٍ ۟
د هغو کسانو چې ایمان يې راوړی او نیک عملونه يې کړي نیک بختي په برخه او ښه ځای ته يې ورتګ دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
كَذٰلِكَ اَرْسَلْنٰكَ فِیْۤ اُمَّةٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهَاۤ اُمَمٌ لِّتَتْلُوَاۡ عَلَیْهِمُ الَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ وَهُمْ یَكْفُرُوْنَ بِالرَّحْمٰنِ ؕ— قُلْ هُوَ رَبِّیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَاِلَیْهِ مَتَابِ ۟
او ای محمده! مونږ په همدې توګه ته په یو وم کې لیږلی يې چې له دوی نه وړاندې هم ډیر قومونه تیر شوي دي تر څو ورته هغه څه ووایې چې مونږ تا ته وحې کړي دي که څه هم هغوی له رحمن خدای نه منکر دي. ای محمده! ووایه چې همدا رحمن خدای زما رب دی پرته له هغه بل هیڅ حق معبود نشته. یوازې پر هغه مې توکل دی. او یوازې هغه ته زما بیرته ورتګ دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَوْ اَنَّ قُرْاٰنًا سُیِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ اَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْاَرْضُ اَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتٰی ؕ— بَلْ لِّلّٰهِ الْاَمْرُ جَمِیْعًا ؕ— اَفَلَمْ یَایْـَٔسِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ لَّوْ یَشَآءُ اللّٰهُ لَهَدَی النَّاسَ جَمِیْعًا ؕ— وَلَا یَزَالُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا تُصِیْبُهُمْ بِمَا صَنَعُوْا قَارِعَةٌ اَوْ تَحُلُّ قَرِیْبًا مِّنْ دَارِهِمْ حَتّٰی یَاْتِیَ وَعْدُ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُخْلِفُ الْمِیْعَادَ ۟۠
او که د قران په وسیله غرونه روان کړي شوي وای[۱۶] یا ځمکه ټوټه ټوټه شوې او مړو پرې خبرې کړی وای بیا به هم دوی ایمان نه وای راوړی. ځکه چې د هر کار واک یوازې له الله سره دی. ایا مسلمانانو لا تر اوسه د کافرانو د مسلمانیدلو له هیلې څخه نه دي مایوسه؟ سره له دې چې هغوی پوهیږي چې که د الله خوښه شوې وای نو ټولو خلکو ته به يې لار ښوولې وای. او کافرانو ته د هغوی د بدو کړنو له کبله د تل لپاره زړه لړزوونکې غمیزه رسیږي او یا د هغوی د اوسیدانې په چاپیریال کې راپریووزي او دا سلسله به د الله د وعدې تر پوره کیدلو جاري وي. بې له شکه چې الله پاک د کړې وعدې خلاف نه کوي.
[۱۶] کافرانو به چې کله ویل محمد دې داغرونه لږ لري، شام دې رانژدې او زمونږ مړه پلرونه دي راژوندي کړي: نو د ځینو مسلمانانو په زړونو کې به هم ګرځیدله چې کاشکې دا کارونه شوي وای. نو دې خلکو به ایمان راوړی واې. نو الله دا ایت نازل کړ( ابن جریر الطبری).
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَاَمْلَیْتُ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا ثُمَّ اَخَذْتُهُمْ ۫— فَكَیْفَ كَانَ عِقَابِ ۟
او ای محمده! تانه وړاندې پر ډیرو پیغمبرانو ملنډې وهل شوي دي او مونږ همیش کافرانو ته وخت ورکړی دی خو بالاخره مونیولي. نو وګوره چې زمونږ عذاب څرنګه ؤ؟
Ang mga Tafsir na Arabe:
اَفَمَنْ هُوَ قَآىِٕمٌ عَلٰی كُلِّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ۚ— وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ ؕ— قُلْ سَمُّوْهُمْ ؕ— اَمْ تُنَبِّـُٔوْنَهٗ بِمَا لَا یَعْلَمُ فِی الْاَرْضِ اَمْ بِظَاهِرٍ مِّنَ الْقَوْلِ ؕ— بَلْ زُیِّنَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مَكْرُهُمْ وَصُدُّوْا عَنِ السَّبِیْلِ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟
ایا هغه ذات چې د هر ساکښ پر ټولو کړنو ولاړ او ترې خبر وي( او ددوی بې وسه خدایان سره برابر دي؟) مګر بیا هم هغوی له الله سره شریکان نیولي دي. ای محمده! ووایه د الله د شریکانو نومونه واخلئ. او که تاسې الله ته هغه څه ورښآيې چې هغه ته په ځمکه کې نه دي معلوم؟ او که هسې بابیزه خبره کوئ؟ بلکې واقعیت همدا دی چې کافرانو ته خپل فاسد چلونه ښایسته ښکاره شوي اوله روغې لارې نه منع شوي دي. او څوک چې د الله له لورې بې لارې شي نو بیا يې هیڅ لار ښوونکی نشته.
Ang mga Tafsir na Arabe:
لَهُمْ عَذَابٌ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَشَقُّ ۚ— وَمَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ وَّاقٍ ۟
دا وړ خلکو ته په دنیا کې عذاب دی او د اخرت عذاب خورا ډیر سخت دی. او هیڅ څوک به نه وي چې له الله يې وژغوري.
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Ar-Ra‘d
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Mawlawīy Janbaz Sarfaraz

Isara