Check out the new design

แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน สำหรับหนังสืออรรถาธิบายอัลกุรอานอย่างสรุป (อัลมุคตะศ็อร ฟีตัฟซีร อัลกุรอานิลกะรีม) * - สารบัญ​คำแปล


แปลความหมาย​ ซูเราะฮ์: Al-Mu’minūn   อายะฮ์:

مؤمنون

เจตนารมณ์ของซูเราะฮ์:
بيان فلاح المؤمنين وخسران الكافرين.
د مومنانو د بريا او د کافرانو د ناکامۍ بيان.

قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
بېشکه پر الله ايمان راوړونکي او د هغه پر شريعت عمل کوونکي پر هغه څه بريالي شول چې غوښتل يې او له هغه څه خوندي شول چې ترې وېرېدل.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ صَلَاتِهِمْ خٰشِعُوْنَ ۟ۙ
هغه کسان چې په خپل لمانځه کې عاجزي کوونکي دي په داسې حال کې چې غړي يې پکې آرامه شوي او زړونه يې له بوختياوو فارغه شوي دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَالَّذِیْنَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې له باطل، چټياتو او هغو ويناوو اوکړنو مخ اړوونکي دي چې په هغو کې ګناه وي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِلزَّكٰوةِ فٰعِلُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې له رذايلو څخه د ځانونو د پاکوالي او خپلو مالونو د پاکوالي په موخه زکات ورکوونکي دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې له زنا، لواطت، او نارواوو څخه په لېرې والي د خپلو عورتونو ساتونکي دي، او هغوی پاک لمني او پاکيزه دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اِلَّا عَلٰۤی اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَ ۟ۚ
پرته له مېرمنو يې او هغو مينځو چې هغوی يې څښتنان دي؛ نو له هغوی څخه د کوروالي په کولو او داسې نور څه کې د ګټې په اخېستلو سره نه ملامتيږي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَمَنِ ابْتَغٰی وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَ ۟ۚ
نو څوک چې له خپلو مېرمنو او هغو مينځو پرته چې څښتنان يې وي له نورو څخه خوند لټوي هغوی د الله له پولو اوښتونکي دي چې د الله له حلال کړي شيانو څخه د هغه حرام کړل شويو شيانو ته تېری کوي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِاَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې د الله او د هغه بندګانو لخوا د ورکړل شوي امانت او خپلو ژمنو خيال ساتونکي دي، چې نه يې ضايع کوي بلکې وفا پرې کوي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَالَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَوٰتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟ۘ
او هغه کسان چې تل د خپلو لمنځونو ساتنه کوي چې په خپلو وختونو کې يې د ټولو ارکانو، واجباتو او مستحباتو سره اداکوي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْوٰرِثُوْنَ ۟ۙ
هغه کسان چې پر دغو صفاتو متصف دي همدوی وارثان دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
الَّذِیْنَ یَرِثُوْنَ الْفِرْدَوْسَ ؕ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
هغه کسان چې لوړ جنت په ميراث وړي هغوی به تل پکې اوسېدونکي وي چې نعمتونه به يې پکې نه ختميږي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ طِیْنٍ ۟ۚ
موږ د بشر پلار آدم عليه السلام له خټې پيداکړ، چې له سوچه خاورې څخه اخېستل شوې وه او له داسې اوبو څخه اېستل شوې وه چې هغه اوبه د زمکې له خاورې سره ګدې شوې وې.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ثُمَّ جَعَلْنٰهُ نُطْفَةً فِیْ قَرَارٍ مَّكِیْنٍ ۪۟
بیا مو د هغه اولاد د نسلونو په توګه له داسې نطفې څخه پيداکړل چې په رحم (اولادځای) کې د پيدايښت تر ورځې ځای پر ځای کيږي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظٰمًا فَكَسَوْنَا الْعِظٰمَ لَحْمًا ۗ— ثُمَّ اَنْشَاْنٰهُ خَلْقًا اٰخَرَ ؕ— فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ اَحْسَنُ الْخٰلِقِیْنَ ۟ؕ
بيا مو وروسته له دې په رحم کې ځای پرځای شوې نطفه د وينې سره ټوټه وګرځوله، بيا مو دغه د وينې سره ټوټه د ژوول شوې غوښې غوندې ټوټه وګرځوله، بيا مو دغې د غوښې ټوټې ته سخت هډوکي ور پيداکړل، چې دغو هډوکو ته مو غوښه ورواغوستله، بيا مو په هغه کې د روح په پو کولو او د ژوند حالت ته په را اېستلو بل مخلوق وګرځاوه؛ نو الله برکتناک دی او ترټولو غوره پيداکوونکی دی.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ثُمَّ اِنَّكُمْ بَعْدَ ذٰلِكَ لَمَیِّتُوْنَ ۟ؕ
بيا تاسو ای خلکو! د دغو پړاوونو څخه له تېرېدو وروسته ژر ده د خپلو وختونو په را رسېدو سره مړه کېږئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ثُمَّ اِنَّكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ تُبْعَثُوْنَ ۟
بيا تاسو له مړه کېدو وروسته له قبرونو څخه د قيامت په ورځ راپاڅول کېږئ، تر څو د هغه څه په اړه حساب درسره وشي چې وړاندې مو لېږلي دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَآىِٕقَ ۖۗ— وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غٰفِلِیْنَ ۟
بېشکه مو ستاسو د پاسه ای خلکو! اوه آسمانونه پيداکړي دي چې ځينې يې د ځينو د پاسه دي، او موږ له خپل مخلوق څخه بې خبره نه يو او نه يې هېروونکي يو.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​จากโองการต่างๆ ในหน้านี้:
• للفلاح أسباب متنوعة يحسن معرفتها والحرص عليها.
د بريا لپاره بېلابېلې لارې دي چې پېژندګلوي او پر هغو حرص کول غوره کار دی.

• التدرج في الخلق والشرع سُنَّة إلهية.
په مخلوق او شريعت کې له تدريج څخه کار اخېستل د الله سنت دي.

• إحاطة علم الله بمخلوقاته.
د الله د پوهې چاپېروالی پر مخلوقات يې.

وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ فَاَسْكَنّٰهُ فِی الْاَرْضِ ۖۗ— وَاِنَّا عَلٰی ذَهَابٍ بِهٖ لَقٰدِرُوْنَ ۟ۚ
او له آسمانه مو د باران اوبه د اړتيا په اندازه نازلې کړې دي، نه زياتې دي چې ورانکاری وکړي او نه کمې دي چې بسنه ونه کړي، په زمکه کې مو داسې ځای پرځای کړې دي چې خلک او څاروي ګټه ترې اخلي او موږ د دې توان لرو چې له منځه يې يوسو او تاسو ګټه ترې وا نخلئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَاَنْشَاْنَا لَكُمْ بِهٖ جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّاَعْنَابٍ ۘ— لَكُمْ فِیْهَا فَوَاكِهُ كَثِیْرَةٌ وَّمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۙ
نو پر دغو اوبو مو تاسوته د خرماوو او انګورو باغونه را شنه کړل، په هغو کې د بېلابېلو شکلونو او رنګونو مېوې دي لکه انځر، انار او مڼې چې له هغو يې تاسو خورئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِنْ طُوْرِ سَیْنَآءَ تَنْۢبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْاٰكِلِیْنَ ۟
او ستاسو لپاره مو د انځر هغه ونه پيدا کړه چې د سينا غره له سيمې څخه راوځي، داسې غوړي را باسي چې له مېوې څخه يې ترلاسه کيږي غوړول پرې کيږي او په کتغ کې کارول کيږي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَاِنَّ لَكُمْ فِی الْاَنْعَامِ لَعِبْرَةً ؕ— نُسْقِیْكُمْ مِّمَّا فِیْ بُطُوْنِهَا وَلَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ كَثِیْرَةٌ وَّمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۙ
او بېشکه ستاسو لپاره ای خلکو! په څارويو(اوښانو، غواوو او پسونو) کې پند دی او لارښوونه ده چې د الله قدرت او پېرزوينې ته پرې لار پيداکوئ، موږ د دغو څارويو له ګېډو تاسو ته خالصې مزې دارې شېدې درڅښو، او په دغو کې تاسوته ډېرې ګټې چې ترلاسه کوئ يې لکه سپرلۍ، وړۍ، پشم، وېښتان، او د هغو له غوښو خوراک کوئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَعَلَیْهَا وَعَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَ ۟۠
او په وچه کې پر اوښانو او په اوبو کې په کښتۍ کې سپرول کېږئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
پرته له شکه موږ نوح عليه السلام يې خپل قوم ته ولېږئ چې د الله لوري ته يې راوبولي، هغه ورته وويل: ای زما قومه! يوازې د الله عبادت وکړئ، تاسو لره له هغه پاک ذات پرته بل په حقه معبود نشته؛ نو آيا له الله څخه نه وېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَقَالَ الْمَلَؤُا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یُرِیْدُ اَنْ یَّتَفَضَّلَ عَلَیْكُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَاَنْزَلَ مَلٰٓىِٕكَةً ۖۚ— مَّا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِیْۤ اٰبَآىِٕنَا الْاَوَّلِیْنَ ۟ۚۖ
نو له قوم څخه يې هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی و خپلو پيروانو او عامو خلکو ته وويل: نه دی هغه چې فکر کوئ چې دی رسول دی مګر ستاسو غوندې يو انسان دی، پرتاسو مشري او سرداري غواړي، که الله موږ ته رسول رالېږل غوښتی، هرومرو به يې له پرېښتو رالېږلی وای او له انسانانو يې نه رالېږلو، دا ډول دعوی مو په خپلو هغو پخوانيو کې نه ده اورېدلې چې تېرشوي دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلٌۢ بِهٖ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوْا بِهٖ حَتّٰی حِیْنٍ ۟
نه دی هغه مګر داسې يو سړی چې لېونتوب پرې راغلی دی، څه چې وايي نه پرې پوهيږي؛ نو تر هغه وخته انتظار ورته وکړئ تر څو يې خلکو ته حال څرګند شي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟
نوح عليه السلام وويل: ای زماپالونکيه! د هغوی پرخلاف مې مرسته وکړه داسې چې د هغوی لخوا زما د درواغجن ګڼلو غچ راته ترې واخله.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِ اَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِاَعْیُنِنَا وَوَحْیِنَا فَاِذَا جَآءَ اَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّوْرُ ۙ— فَاسْلُكْ فِیْهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ وَاَهْلَكَ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ ۚ— وَلَا تُخَاطِبْنِیْ فِی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۚ— اِنَّهُمْ مُّغْرَقُوْنَ ۟
نو هغه ته مو وحې وکړه چې زموږ په مخکې زموږ په ښوونه کښتئ جوړه کړه، کله چې زموږ لخوا د هغوی د تباهۍ امر راغی، له هغه ځای څخه پياوړې چينې را وخوټېدې چې ډوډۍ پکې پخېدله، نو کښتۍ ته له ټولو ژونديو شيانو څخه نر او ښځه ور ننباسه، تر څو يې نسل پاتې شي، خپله کورنۍ دې هم ورننباسه پرته له هغه چا څخه چې د الله لخوا يې د تباهۍ خبره شوې ده لکه مېرمن او زوی دې، د هغو خلکو د خلاصون او نه تباهۍ په اړه خبره مه راسره کوه چې د کفر له امله يې ظلم کړی دی، هغوی هرومرو د طوفان په اوبو کې په ډوبېدو سره تباه کېدونکي دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​จากโองการต่างๆ ในหน้านี้:
• لطف الله بعباده ظاهر بإنزال المطر وتيسير الانتفاع به.
د الله مهرباني پر بنده ګانو يې څرګنده ده د باران پر اورولو او له هغو څخه د ګټې اخېستلو په آسانه کولو سره.

• التنويه بمنزلة شجرة الزيتون.
د زيتون ونې د لوړې مرتبې په اړه خبرتیا.

• اعتقاد المشركين ألوهية الحجر، وتكذيبهم بنبوة البشر، دليل على سخف عقولهم.
د مشرکانو دا باور چې ډبره معبود دی، د هغوی لخوا د انسان د نبوت درواغ ګڼل د هغوی د عقل د کمزوۍ دليل دی.

• نصر الله لرسله ثابت عندما تكذبهم أممهم.
د الله مرسته له خپلو رسولانو سره ثابته ده کله چې يې امتونه درواغجن وګڼي.

فَاِذَا اسْتَوَیْتَ اَنْتَ وَمَنْ مَّعَكَ عَلَی الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ نَجّٰىنَا مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
کله چې ته او له ژغورل شويو مومنانو چې څوک درسره دي کښتۍته پورته شوئ؛ نو بيا ووايه: هغه الله لره ستاينه ده چې موږ يې له ظالم قوم څخه وژغورلو او هغوی يې تباه کړل.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَقُلْ رَّبِّ اَنْزِلْنِیْ مُنْزَلًا مُّبٰرَكًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ ۟
او ووايه: ای زما پالونکيه! په زمکه کې مې په برکتناکه کوزولو سره کوز کړه او ته تر ټولو غوره کوزوونکی يې.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ وَّاِنْ كُنَّا لَمُبْتَلِیْنَ ۟
بېشکه په دغه يادشوي کې چې د نوح او د مومنانو ژغورنه او د کافرانو تباهي ده، زموږ د استازو پر مرسته او د هغوی دې درواغجن ګڼونکو په تباهۍ کې زموږ پر قدرت څرګندې نښانې دي، که څه هم موږ د نوح د قوم ازمويونکي يو هغوی ته د استازو په لېږلو سره، تر څو مومن له کافره او پيروي کوونکی له سرغړوونکي بېل شي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ۚ
بيا مو د نوح د قوم له تباه کولو وروسته بل امت پيداکړ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَاَرْسَلْنَا فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟۠
نو د هغوی له منځه مو په هغوی کې رسول ولېږلو چې الله ته يې راوبولي، هغوی ته يې وويل: يوازې د الله عبادت وکړئ له هغه پاک ذات پرته تاسو لره بل په حقه معبود نشته؛ نو آيا له الله څخه د هغه له نواهيوو څخه په ډډه کولو او اوامرو په منلو سره نه وېرېږئ؟!.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَقَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِلِقَآءِ الْاٰخِرَةِ وَاَتْرَفْنٰهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ— مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یَاْكُلُ مِمَّا تَاْكُلُوْنَ مِنْهُ وَیَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُوْنَ ۟ۙ
د نوح د قوم هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی و، آخرت او په هغو کې د ثواب او سزا شتون يې درواغ ګڼلي و او د دنيا په ژوند کې زموږ لخوا د پېرزوينو پراخۍ په سرغړونه کې اخته کړي و، خپلو پيروانو او عامو خلکو ته داسې وويل: نه دی دغه مګر ستاسو په څېر يو انسان، هغه څه خوري چې تاسو يې خورئ او له هغه څه څښاک کوي چې تاسو يې ترې کوئ؛ نو هغه لره پرتاسو کوم غوراوی نشته، تر څو تاسو ته د استازي په توګه راولېږل شي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَلَىِٕنْ اَطَعْتُمْ بَشَرًا مِّثْلَكُمْ ۙ— اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ ۟ۙ
او که چېرته مو د ځان په څېر د یو انسان پیروي وکړه، هغه مهال به تاسو تاوانیان یاست، ځکه د هغوی پیروي به تاسو ته ګټه نه رسوي، ځکه چې تاسو به خپل معبودان پریښي وي او د هغه چا پيروي به مو کړي چې پر تاسو هیڅ کوم غوره والی نه لري.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اَیَعِدُكُمْ اَنَّكُمْ اِذَا مِتُّمْ وَكُنْتُمْ تُرَابًا وَّعِظَامًا اَنَّكُمْ مُّخْرَجُوْنَ ۟
آيا دغه څوک چې ګومان کوي هغه تاسو ته درلېږل شوی دی دغه ژمنه درسره کوي، چې کله تاسو مړه شئ، خاورې او وراسته هډوکي وګرځئ چې د بيا ځلې لپاره به له قبرونو څخه ژوندي را اېستل کېږئ؟! آيا دغه عقل مني؟!.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
هَیْهَاتَ هَیْهَاتَ لِمَا تُوْعَدُوْنَ ۟
ډېره لرې ښکاري هغه (خبره) چې تاسو سره یې وعده کیږي چې ګویا له مرګ څخه وروسته به بیرته له قبرونو څخه ژوندي راوویستل شئ، هغه مهال چې خاورې او وراسته هډوکي وګرځئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اِنْ هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوْثِیْنَ ۟
نه دی ژوند مګر د دنيا ژوند نه د آخرت ژوند، له موږ څخه ژوندي خلک مړه کيږي بيا نه ژوندي کيږي او نور پيداکيږي چې بيا ژوند کوي، موږ له خپل مرګ وروسته د قيامت په ورځ د حساب لپاره را اېستل کېدونکي نه يو.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلُ ١فْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا وَّمَا نَحْنُ لَهٗ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟
نه دی دغه چې دعوی کوي چې تاسو ته رسول دی مګر داسې يو سړی چې په دغه خپله دعوی سره پر الله درواغ تړي او موږ پر هغه باور کوونکي نه يو.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟
رسول وويل: ای زما پالونکيه! ته مې د هغوی پر وړاندې مرسته وکړه چې له هغوی غچ راته واخله د هغوی لخوا زما د رواغجن ګڼلو له امله.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قَالَ عَمَّا قَلِیْلٍ لَّیُصْبِحُنَّ نٰدِمِیْنَ ۟ۚ
نو الله په دې ويلو سره ځواب ورکړ: چې لږه موده وروسته به دغه کسان چې د هغه څه درواغ ګڼونکي دي چې زه ورسره راغلی يم پر هغه څه پښېمانه شي چې د هغوی لخوا کوم درواغ ګڼل واقع شوي دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنٰهُمْ غُثَآءً ۚ— فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
نو هغوی يوې سختې تباه کوونکي چېغې ونيول، ځکه هغوی د خپل ضد له امله د سزا وړ وو؛ نو د سېل د خس خشاک غوندې تباه وګرځېدل، همداسې تباهي دې وي ظالم قوم لره.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قُرُوْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ؕ
بيا مو د هغوی له تباه کولو وروسته نور قومونه او امتونه پيداکړل لکه د لوط قوم، د شعيب قوم او د يونس قوم.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​จากโองการต่างๆ ในหน้านี้:
• وجوب حمد الله على النعم.
پر نعمتونو د الله د ستاينې لازموالی.

• الترف في الدنيا من أسباب الغفلة أو الاستكبار عن الحق.
په دنيا کې سوکالي د بې پروايۍ او له حق څخه د لويۍ له اسبابو څخه کيږي.

• عاقبة الكافر الندامة والخسران.
د کافرانو پايله پښېماني او تاوان دی.

• الظلم سبب في البعد عن رحمة الله.
ظلم د الله له رحمت څخه د لرې والي لامل کيږي.

مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟ؕ
هيڅ امت له دغو درواغ ګڼونکو امتونو څخه نه هغه ټاکل شوې نېټې څخه وړاندې کېدی شي چې د تباهۍ وخت يې راشي او نه له هغه وروسته کېدی شي، که څه هم هغوی لره ډېر وسايل وي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ثُمَّ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا ؕ— كُلَّ مَا جَآءَ اُمَّةً رَّسُوْلُهَا كَذَّبُوْهُ فَاَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَّجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ ۚ— فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟
بيا مو پرله پسې خپل رسولان ولېږل، کله به چې له دغو امتونو څخه يو امت ته يې رالېږل شوی رسول راغی، هغوی به درواغجن ګڼلو؛ نو ځينې مو د ځينو پسې تباه کړل، چې هغوی لره څه شتون پاتې نشو مګر له هغوی څخه د خلکو خبرې، نو هغه قوم لره دې تباهي وي چې پر هغه څه ايمان نه راوړي چې رسولانو يې د خپل پالونکي لخوا دوی ته پرې راتګ کړی و.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ثُمَّ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی وَاَخَاهُ هٰرُوْنَ ۙ۬— بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
بيا مو موسی او د هغه ورور هارون له خپلو نهه نښانو سره ولېږل چې هغه لکړه، لاس،ملخ، سپږې، څنګښې، وينه، طوفان، وچ کالونه او د مېوو کمښت و او له څرګند دليل سره.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا عَالِیْنَ ۟ۚ
هغوی دواړه مو فرعون او د هغه د قوم سردارانو ته ولېږل، خو هغوی لويي وکړه، پر دوی دواړو يې ايمان را نه وړ، حال داچې هغوی پرخلکو د قهر او ظلم په کولو سره لويي کوونکي خلک وو.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَقَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لِبَشَرَیْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عٰبِدُوْنَ ۟ۚ
هغوی وويل: آيا زموږ غوندې پر دوو انسانانو ايمان راوړو چې هغوی لره پر موږ کوم غوراوی نشته حال داچې د هغوی قوم بنواسرائيل په عاجزۍ زموږ پيروان دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَكَذَّبُوْهُمَا فَكَانُوْا مِنَ الْمُهْلَكِیْنَ ۟
هغوی دواړه يې په هغه څه کې درواغجن وګڼل چې د الله له لوري ورسره راغلي وو؛ نو هغوی د خپل درواغجن ګڼلو له امله په ډوبېدو سره له تباه کېدونکو وګرځېدل.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟
پرته له شکه موږ موسی ته تورات ورکړ په دې هيله چې د موسی قوم په هغه لار ومومي او عمل پرې وکړي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗۤ اٰیَةً وَّاٰوَیْنٰهُمَاۤ اِلٰی رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَّمَعِیْنٍ ۟۠
او د مريم زوی عيسی او مور يې مريم مو يوه داسې نښانه وګرځول چې زموږ پرقدرت دلالت کوونکې وه، چې هغه يې پرته له پلاره په خېټه شو، او هغوی دواړه مو د ځمکې په يوه لوړه برخه کې ځای پرځای کړل، داسې چې برابر او د کرارۍ لپاره وړ و، په هغه ځای کې نوې نوې اوبه روانې وې.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
یٰۤاَیُّهَا الرُّسُلُ كُلُوْا مِنَ الطَّیِّبٰتِ وَاعْمَلُوْا صَالِحًا ؕ— اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟ؕ
ای رسولانو! له هغه څه خورئ چې درته حلال کړل شوي دي چې خوراک يې خوندور دی او له شريعت سره سم ښه کارونه کوئ، بېشکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې کوئ يې، ستاسو له کړنو پر ما هيڅ هم پټ نه دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَاِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُوْنِ ۟
او بېشکه ستاسو ملت ای رسولانو! يو داسې ملت دی چې اسلام دی او زه مو پالونکی يم له ما پرته تاسو لره بل پالونکی نشته؛ نو زما د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه مې په ډډه کولو له ما ووېرېږئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ زُبُرًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟
بيا يې پيروانو له هغوی وروسته په دين کې اختلاف وکړ؛ نو ګوند ګوند او ډلې ډلې شول، هره ډله خوشحاله وه پر هغه څه چې ايمان يې پرې لرلو په دې فکر چې همدغه د الله پروړاندې خوښ دين دی او هغه څه ته يې نه کتل چې له نورو سره وو.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَذَرْهُمْ فِیْ غَمْرَتِهِمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟
ای رسوله! هغوی پرېږده په هغه ناپوهۍ او حيرانتيا کې چې پکې دي پر هغوی د سزا د نېټې تر راتلو پورې.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اَیَحْسَبُوْنَ اَنَّمَا نُمِدُّهُمْ بِهٖ مِنْ مَّالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۙ
آيا له دغو خوشحاله ډلو سره چې څه دي دا ګومان کوي چې موږ هغوی ته د دنيا په ژوند کې کوم مالونه او اولادونه ورکوو هغه يوه داسې ښېګڼه ده چې وړ يې دي؟! امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی ګومان کړی دی، بېشکه موږ دغه يوازې د لاسر کښۍ او استدراج لپاره ورکوو، خو هغوی دغه نه احساسوي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
نُسَارِعُ لَهُمْ فِی الْخَیْرٰتِ ؕ— بَلْ لَّا یَشْعُرُوْنَ ۟
آيا له دغو خوشحاله ډلو سره چې څه دي دا ګومان کوي چې موږ هغوی ته د دنيا په ژوند کې کوم مالونه او اولادونه ورکوو هغه يوه داسې ښېګڼه ده چې وړ يې دي؟! امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی ګومان کړی دی، بېشکه موږ دغه يوازې د لا سرکښۍ او استدراج لپاره ورکوو، خو هغوی دغه نه احساسوي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اِنَّ الَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ خَشْیَةِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۙ
بېشکه هغه کسان چې د ايمان او ښېګڼې سربېره يې له خپل پالونکي وېرېدونکي دي.
.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَالَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې د کتاب پر آيتونو ايمان لري.
.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَالَّذِیْنَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې خپل پالونکی يوازې ګڼي او هيڅ نه ورسره شريکوي.
.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​จากโองการต่างๆ ในหน้านี้:
• الاستكبار مانع من التوفيق للحق.
لويي د حق له توفيق څخه منع کوونکې ده. .

• إطابة المأكل له أثر في صلاح القلب وصلاح العمل.
د خوراک حلالوالی د زړه او عمل په اصلاح کې اغېز لري.

• التوحيد ملة جميع الأنبياء ودعوتهم.
توحيد د ټولو انبياوو ملت او بلنه ده.

• الإنعام على الفاجر ليس إكرامًا له، وإنما هو استدراج.
پر بد کار د چا پېرزوينه د هغه درناوی نه دی بلکې هغه استدراج دی.

وَالَّذِیْنَ یُؤْتُوْنَ مَاۤ اٰتَوْا وَّقُلُوْبُهُمْ وَجِلَةٌ اَنَّهُمْ اِلٰی رَبِّهِمْ رٰجِعُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې د خير په کارونو کې کوښښ کوي، او په ښو کړنو الله ته نېږدې کيږي حال داچې وېرېدونکي دي له دې چې الله به يې خيراتونه او ښه کارونه قبول نه کړي کله چې د قيامت په ورځ هغه ته وروګرځي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اُولٰٓىِٕكَ یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَهُمْ لَهَا سٰبِقُوْنَ ۟
هغه کسان چې پر دغو لويو صفتونو متصف دي د ښو کارونو خوا ته منډې وهونکي دي او همدوی ور وړاندې کېدونکي دي او له همدې امله له نورو مخکې دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَیْنَا كِتٰبٌ یَّنْطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
او موږ هيڅوک نه مکلفوو مګر څومره عمل چې ترسره کولی شي، او له موږ سره يو داسې کتاب دی چې د هر عمل کوونکي عمل مو پکې ثابت کړی دی، د هغه حق په اړه خبرې کوي چې شک پکې نشته او له هغوی سره به يې د نيکيو په کمولو او بديو په زياتولو سره ظلم ونه شي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
بَلْ قُلُوْبُهُمْ فِیْ غَمْرَةٍ مِّنْ هٰذَا وَلَهُمْ اَعْمَالٌ مِّنْ دُوْنِ ذٰلِكَ هُمْ لَهَا عٰمِلُوْنَ ۟
بلکې د کافرانو زړونه له هغه کتاب څخه په غفلت کې دي کوم چې په حق خبره کوي او له هغه کتابه چې پر هغوی نازل شوی دی او هغوی لره له کفر پرته نور اعمال هم شته چې کوونکي يې دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذْنَا مُتْرَفِیْهِمْ بِالْعَذَابِ اِذَا هُمْ یَجْـَٔرُوْنَ ۟ؕ
تر دې چې دقیامت په ورځ په سزا ورسوو هغه کسان له دوی چې دنیا کې نعمت پرې شوی و، نو ناڅاپه به دوی په چغو وهلو سر شي مرسته غوښتونکي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
لَا تَجْـَٔرُوا الْیَوْمَ ۫— اِنَّكُمْ مِّنَّا لَا تُنْصَرُوْنَ ۟
د الله له رحمت څخه به د ناهيله کولو په موخه ورته وويل شي: چېغې مه وهئ او مه په دغه ورځ مرسته غواړئ، ځکه تاسو لره کوم مرسته کوونکی نشته چې د الله له سزا مو وژغوري.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قَدْ كَانَتْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُوْنَ ۟ۙ
بېشکه د الله د کتاب آيتونه په دنيا کې پر تاسو لوستل کېدل، خو تاسو به د کرکې له امله له هغو مخ اړوونکي وئ کله به مو چې اورېدل.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
مُسْتَكْبِرِیْنَ ۖۚۗ— بِهٖ سٰمِرًا تَهْجُرُوْنَ ۟
دا مو پر خلکو د لويي کوونکو له امله کول، چې ګومان مو کولو تاسو د حرم له خلکو ياست حال داچې تاسو يې اهل نه وئ، ځکه د حرم اهل ځان ساتونکي وي، د هغه په اړه به مو د شپې ناوړه کيسې کولې او درناوی مو يې نه کولو.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اَفَلَمْ یَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ اَمْ جَآءَهُمْ مَّا لَمْ یَاْتِ اٰبَآءَهُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؗ
آيا دغو مشرکانو فکر نه دی کړی چې الله کوم قرآن نازل کړی د دې لپاره چې هغوی ايمان پرې راوړي او پر هغه څه عمل وکړي چې پکې دي، او يا هغه څه ورته راغلي دي چې له هغوی مخکې پخوانيو ته يې نه وو راغلي؛ نو مخ يې ترې واړوه او درواغ يې وګاڼه.
.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اَمْ لَمْ یَعْرِفُوْا رَسُوْلَهُمْ فَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟ؗ
يا داچې هغوی محمد صلی الله عليه وسلم نه دی پېژندلی چې الله ورلېږلی دی؛ نو ترې نټه کوونکي دي حال دا چې هغه يې پېژندلی دی او د هغه رېښتينولي او امانتداري يې پيژندلې ده.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ بِهٖ جِنَّةٌ ؕ— بَلْ جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ وَاَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟
بلکې هغوی وايي: چې هغه لېونی دی، بېشکه درواغجن يې وګاڼه خو هغه له داسې حق سره د الله لخوا ورته راغلی دی چې شکه پکې نشته، د هغوی ډېری د حق ناخوښوونکي دي، د خپلو ځانونو لخوا د کينې او خپل باطل تعصب له امله يې بد ګڼونکي دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ اَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟ؕ
او که الله د هغوی د نفسي غوښتو سره سمې چارې روانې او تدبير کړي، آسمانونه او ځمکه به خراب شي او څه چې پکې دي هغه به هم خراب شي، ځکه هغوی د چارو پر پايلو او سم او ناسم تدبير نه پوهيږي، بلکې موږ هغه ډول راوړي دي چې د هغوی عزت او شرف دی پکې او هغه قرآن دی چې هغوی ترې مخ اړوونکي دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَیْرٌ ۖۗ— وَّهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟
ای رسوله! آيا تا له دغو خلکو د هغه څه کومه بدله غوښتې ده چې ورسره راغلی يې، چې هغوی يې د بلنې ردوونکي ګرځولي دي؟ دغه ستا لخوا نه دي شوي؛ نو ستا د پالونکي ثواب او بدله غوره ده د دغو خلکو او نورو له بدلې څخه او هغه پاک ذات تر ټولو غوره روزي ورکوونکی دی.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَاِنَّكَ لَتَدْعُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او بېشکه ای رسوله! ته خو دغه او نور خلک داسې نېغې لارې ته رابولې چې هيڅ کوږوالی پکې نشته او هغه د اسلام لار ده.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَاِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنٰكِبُوْنَ ۟
او بېشکه هغه کسان چې پر آخرت او کوم حساب، سزا او ثواب چې آخرت کې دي باور نه لري هغوی د اسلام له لارې نورو داسې کږو لاروته کږېدونکي دي چې دوزخ ته رسوونکې دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​จากโองการต่างๆ ในหน้านี้:
• خوف المؤمن من عدم قبول عمله الصالح.
د مومن وېره د خپل نېک عمل د نه قبلېدو په اړه.

• سقوط التكليف بما لا يُسْتطاع رحمة بالعباد.
د هغه څه په اړه د تکليف ساقطوالی چې د انسان په توان کې نه وي پر بندګانو د رحمت له امله.

• الترف مانع من موانع الاستقامة وسبب في الهلاك.
عياشي پر نېغه لار د پاتې کېدو له خنډونو څخه ده او د تباهۍ لامل ده.

• قصور عقول البشر عن إدراك كثير من المصالح.
د انسانانو د عقلو کوتاهي د ډېر شمېر مصالحو له پوهاي څخه.

وَلَوْ رَحِمْنٰهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِمْ مِّنْ ضُرٍّ لَّلَجُّوْا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟
او که پر هغوی لورېينه وکړو او هغه وچ کالي او لوږه ترې پورته کړو، لا به له حق څخه په لارورکۍ کې زياتوالی وکړي، په تردد او حيرانۍ کې به وي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَلَقَدْ اَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوْا لِرَبِّهِمْ وَمَا یَتَضَرَّعُوْنَ ۟
او بېشکه هغوی مو په ډول ډول کړاونو وازمويل، خو هغوی نه خپل پالونکي ته غاړه کېښوده او نه يې هغه لره عاجزي وکړه، او نه يې په زارۍ الله ته دعا وکړه چې کړاونه ترې پورته کړي د هغو د نازلېدو پر مهال.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
حَتّٰۤی اِذَا فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِیْدٍ اِذَا هُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟۠
آن تردې چې پر هغوی د يوې سختې سزا دروازه ورپرانېزو، هغه مهال پکې له هرې لارې او خير ناهيلي وي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟
ای د بيا ژوندون دروغ ګڼونکو! الله پاک همغه ذات دی چې تاسو ته يې غوږونه درکړي ترڅو پرې واورئ، سترګې يې درکړې ترڅو پرې ووينئ او زړونه يې درکړي ترڅو پرې پوه شئ خو له دې سره تاسو پر دغو نعمتونو لږ شکر وباسئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَهُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
او همغه ذات دی ای خلکو! چې تاسو يې په ځمکه کې پيداکړي ياست او د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ورټولول کېږئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَهُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
او همغه پاک ذات دی چې ژوندي کوي له هغه پرته بل ژوندی کوونکی نشته او يوازې هغه ذات دی چې مړه کوي له هغه پرته بل مړ کوونکی نشته او يوازې د هغه په توان کې د رڼا او تيارې، اوږدوالي او لنډوالي له پلوه د شپې او ورځې اندازه کول دي؛ نو آيا د هغه پرقدرت او په پيدايښت او تدبير کې پر يوازېتوب تاسو نه پوهېږئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
بَلْ قَالُوْا مِثْلَ مَا قَالَ الْاَوَّلُوْنَ ۟
بلکه دوی خو هماغه څه وایې چې ویلي و پلرونو او مخکنیو د دوی په کفر کې.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قَالُوْۤا ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟
هغوی د لرې ګڼلو او انکار په ډول وايي: کله چې موږ مړه شو اوخاورې او زاړه هډوکي شو؛ بيا به د حساب لپاره ژوندي را پاڅول کېږو؟!.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا هٰذَا مِنْ قَبْلُ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
بېشکه دغه له مرګ وروسته د بېرته را پاڅولو ژمنه له موږ سره هم وشوه او له دې وړاندې زموږ له اسلافو سره هم شوې وه خو موږ د دغې ژمنې رامنځته کېدل ونه ليدل، خو دا يوازې د پخوانيو باطلې کيسې او د هغوی درواغ دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قُلْ لِّمَنِ الْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ورته ووايه ای رسوله! دغو له بيا پاڅېدو څخه نټه کوونکو کفاروته: چا لره دي دغه ځمکه او څه چې پرهغې کې دي که چېرې تاسوه لره پوهه وي؟.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
ژر به هغوی ووايي: ځمکه او څه چې پرځمکه دي الله لره دي؛ نو ورته ووايه: آيا له دې پند نه اخلئ چې ځمکه او څوک چې پرې دي هغه لره دي، هغه مو له مرګ وروسته پر بيا ژوندي کولو قادر دی؟.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟
هغوی ته ووايه: د اوو آسمانونو رب څوک دی؟ او د هغه لوی عرش رب څوک دی چې تر هغو لوی مخلوق شتون نه لري؟.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
ژر به هغوی ووايي: د اوو آسمانونو او لوی عرش څښتن الله دی؛ نو ورته ووايه: آيا له الله څخه د هغه د اوامرو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه په ډډه کولو نه وېرېږئ تر څو د هغه له سزا خوندي شئ؟.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قُلْ مَنْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُوَ یُجِیْرُ وَلَا یُجَارُ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ورته ووايه: څوک دی هغه ذات چې د هرڅه واکمني يې په لاس کې ده، د هغه له واکمنۍ هيڅ نه دي وتلي، هغه له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي مرسته يې کوي او چاته چې د بدۍ اراده وکړي څوک يې مخه نه شي نيولی چې عذاب ترې لرې کړي، که چېرې تاسو لره پوهه وي؟.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ فَاَنّٰی تُسْحَرُوْنَ ۟
ژر به هغوی ووايي: د هر څه واکمني د الله پاک په لاس کې ده، ورته ووايه: نوڅنګه مو عقلونه له منځه ځي او پردې له اقرار سربېره د نورو عبادت کوئ؟!.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​จากโองการต่างๆ ในหน้านี้:
• عدم اعتبار الكفار بالنعم أو النقم التي تقع عليهم دليل على فساد فطرهم.
د کفارو له نعمتونو او هغو سختيو څخه پند نه اخېستل چې پرې واقع کيږي د هغوی د فطرت د فساد دليل دی.

• كفران النعم صفة من صفات الكفار.
د نعمتونو ناشکري د کفارو له صفتونو څخه يو صفت دی.

• التمسك بالتقليد الأعمى يمنع من الوصول للحق.
په ړانده تقليد ټينګ درېدل حق ته له رسېدو مخه نيسي

• الإقرار بالربوبية ما لم يصحبه إقرار بالألوهية لا ينجي صاحبه.
پر ربوبيت اقرار کول تر څو د الوهيت له اقرار سره مل نه وي اقرار کوونکی نه شي ژغورلی.

بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِالْحَقِّ وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
امر داسې نه دی لکه هغوی يې چې دعوی کوي، بلکې موږ هغه حق ورته راوړی چې شک پکې نشته او هغوی هرومرو الله لره د شريک او زوی په دعوی کې درواغجن دي، الله ډېرلوړ دی د هغوی له وينا څخه.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
مَا اتَّخَذَ اللّٰهُ مِنْ وَّلَدٍ وَّمَا كَانَ مَعَهٗ مِنْ اِلٰهٍ اِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ اِلٰهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ
الله څوک زوی نه دی نيولی لکه څنګه چې کفارګومان کوي او نه له هغه سره په حقه بل معبود شته، که داسې وی چې له هغه سره په حقه بل معبود وی، هرومرو به هر معبود له مخلوق څخه له خپلې هغې برخې سره تللی و چې پيداکړې يې ده او يو پر بل به برلاسي شوي وی؛ د نړۍ نظام به فاسد شوی وی، خو حقيقت دا دی چې له دې څخه هيڅ هم نه دي واقع شوي؛ نو دا پر دې دلالت کوي چې پر حقه معبود یو دی او هغه يوازې الله دی، پاک او سپېڅلی دی له هغه څه څخه چې مشرکان يې ورته بيانوي او د زوی او شريک وړ نه دی.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠
پر هر هغه څه پوه دی چې له مخلوق پټ دي او پر هر هغه څه هم پوه دی چې ليدل کيږي او په حواسو درک کيږي، پر هغه له دغو شيانو هيڅ هم پټ نه دي؛ نو هغه پاک ذات لوړ دی له دې چې هغه لره دې کوم شريک وي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قُلْ رَّبِّ اِمَّا تُرِیَنِّیْ مَا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ
ووايه: ای رسوله! ای زما پالونکيه! که په دغو مشرکانو کې هغه سزا را ووينې چې ژمنه يې ورسره کيږي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِیْ فِی الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
ای زما پالونکيه! که چېرې هغوی ته سزا ورکړې او زه د دغه شاهد وم؛ نو ما له هغوی څخه مه ګرځوه چې ما ته هغه مصيبت را ورسيږي کوم چې هغوی ته ورسيږي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَاِنَّا عَلٰۤی اَنْ نُّرِیَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقٰدِرُوْنَ ۟
او بېشکه موږ پردې قادر يو چې له هغوی سره مو د کومې سزا ژمنه کړې تا داسې وګرځوو چې مشاهده يې کړې او ويې وينې، نه له دې څخه بې وسې يو او نه له نورو څخه.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ السَّیِّئَةَ ؕ— نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَصِفُوْنَ ۟
ای رسوله! څوک چې بدي درسره کوي هغه ته په غوره عادت ځواب ورکوه، دا چې ترې تېرېږه او په آزار يې زغم کوه، موږ پر هغه شرک او تکذيب ډېر ښه پوهېږو چې هغوی يې بيانوي او يا يې تاته بيانوي چې وړ دې نه دي لکه جادو او لېونتوب.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَقُلْ رَّبِّ اَعُوْذُ بِكَ مِنْ هَمَزٰتِ الشَّیٰطِیْنِ ۟ۙ
او ووايه: ای زما پالونکيه! په تا پناه غواړم د شيطانانو له چونګارو او وسوسو څخه.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَاَعُوْذُ بِكَ رَبِّ اَنْ یَّحْضُرُوْنِ ۟
او پر تا پناه غواړم ای زما پالونکيه له دې چې زما په چارو کې هغوی ماته راشي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُوْنِ ۟ۙ
آن تردې چې کله له دغو مشرکانو څخه يوه ته مرګ راشي او څه چې پرې نازليږي هغه وويني؛ نو په خپل ژوند کې چې څه ترې پاتې شوي يا يې د الله پر وړاندې کومه کوتاهي کړې وي د پښېمانۍ په ډول وايي: ای زما پالونکيه بېرته مې د دنيا ژوند ته وګرځوه.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
لَعَلِّیْۤ اَعْمَلُ صَالِحًا فِیْمَا تَرَكْتُ كَلَّا ؕ— اِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآىِٕلُهَا ؕ— وَمِنْ وَّرَآىِٕهِمْ بَرْزَخٌ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟
کېدای شي زه غوره کار وکړم، کله چې ورته را وګرځم، هيڅکله نه، چاره به داسې نه وي لکه هغه يې چې غوښتنه کوي، هغه يوازې داسې تورې دي چې هغه يې ويونکی دی، که دنيا ته را وګرځول هم شي؛ نو کړې ژمنه به پوره نه کړي او دغه مړ شوي به د دنيا او آخرت تر منځ په يو مانع کې پاتې شي، د بېرته را ژوندي کېدلو او را پورته کېدلو تر ورځې پورې، دنيا ته به ترې را نشي تر څو د هغه څه تلافي وکړي کوم چې ترې پاتې دي او يا هغه څه سم کړي چې خراب کړي يې دي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَلَاۤ اَنْسَابَ بَیْنَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ وَّلَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟
کله چې د پوکولو لپاره ګومارل شوې پرېښته په ښکر کې د دويم ځل لپاره د قيامت اعلانوونکی پوکی وکړي؛ نو د هغوی تر منځ به نه هغه نسبونه وي چې يو پر بل پرې وياړي ځکه د آخرت سختيو به بوخت کړي وي او نه به ځينې له ځينو څخه پوښتنې کوي پر هغه څه د بوختيا له امله چې غمجنوي يې.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
نو د چا چې تلې پر بديو د نېکيو د زياتوالي له امله درنې شوې همدغه خلک بريالي دي چې خپله موخه يې ترلاسه کړه او له هغه څه څخه لرې کړی شول چې ترې وېرېدل.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فِیْ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
او د چاچې پر نېکيو د بديو د زياتوالي له امله تلې سپکې شي؛ نو همدوی هغه کسان دي چې خپل ځانونه يې د هغه څه په ترسره کولو چې زيان ورته رسوي او هغه ايمان او نېک عمل په پرېښودلو چې ګټه ورته رسوي ضايع کړي دي؛ نو هغوی په اور کې اوسېدونکي وي چې نه به ترې اېستل کيږي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
تَلْفَحُ وُجُوْهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فِیْهَا كٰلِحُوْنَ ۟
اور به يې مخونه سوځوي او په اور کې به يې سربېره او لاندې شونډې د سختې تروشۍ له امله له غاښونو سره راټولې شي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​จากโองการต่างๆ ในหน้านี้:
• الاستدلال باستقرار نظام الكون على وحدانية الله.
د نړۍ د نظام په سمه توګه پاتې کېدو څخه د الله پر يوازېتوب استدلال کول.

• إحاطة علم الله بكل شيء.
پر هر څه د الله تعالی د پوهې چاپېروالی.

• معاملة المسيء بالإحسان أدب إسلامي رفيع له تأثيره البالغ في الخصم.
له بدۍ کوونکي سره ښه چلند کول يو لوړ اسلامي ادب دی چې په مقابل لوري کې زيات اغېزناک وي.

• ضرورة الاستعاذة بالله من وساوس الشيطان وإغراءاته.
د شيطان له وسوسو او تېر اېستلو څخه پر الله د پناه غوښتولو اړتيا.

اَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟
د هغوی د رټلو لپاره به ورته وويل شي: آيا په دنيا کې پر تاسو د قران آيتونه نه لوستل کېدل چې تاسو يې درواغ ګڼونکي واست؟!.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قَالُوْا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَیْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَآلِّیْنَ ۟
هغوی به وايي: ای زموږ پالونکيه! ستا په پخوانۍ پوهه کې پرموږ مو خپله بدمرغي برلاسې شوې وه او موږ له حق څخه لار ورکی قوم وو.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْهَا فَاِنْ عُدْنَا فَاِنَّا ظٰلِمُوْنَ ۟
ای زموږ پالونکيه! له اوره مو وباسه، که بيا هغه کفر او لارورکۍ ته وروګرځېدو چې پرې وو؛ نو موږ به هرومرو پر خپلو ځانونو تېری کوونکي وو، پرته له شکه عذر به مو پای ته رسېدلی وي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قَالَ اخْسَـُٔوْا فِیْهَا وَلَا تُكَلِّمُوْنِ ۟
الله به ووايي: ذليله او سپک په اور کې واوسئ او له ما سره خبرې مه کوئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اِنَّهٗ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْ عِبَادِیْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ ۟ۚۖ
بېشکه زما له بندګانو يوه ډله هغه کسان وو چې پرما يې ايمان راوړی وو ويل يې: ای زموږ پالونکيه! پر تا مو ايمان راوړی؛ نو زموږ د ګناهونو بخښنه راته وکړه او په خپله لورېينه را باندې رحم وکړه او ته ترټولو غوره بخښونکی يې.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَاتَّخَذْتُمُوْهُمْ سِخْرِیًّا حَتّٰۤی اَنْسَوْكُمْ ذِكْرِیْ وَكُنْتُمْ مِّنْهُمْ تَضْحَكُوْنَ ۟
نو تاسو دغه خپل رب ته بلونکي مومنان داسې د ملنډو محل وګرځول چې پر هغوی مو مسخرې کولې او ملنډې مو پرې وهلې تردې چې پر هغوی د ملنډو وهلو د بوختيا له امله مو خپل ځانونه زما له يادولو هېر کړل او تاسو د مسخرو او ملنډو په توګه پر هغوی پورې خندل.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اِنِّیْ جَزَیْتُهُمُ الْیَوْمَ بِمَا صَبَرُوْۤا ۙ— اَنَّهُمْ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟
بېشکه دغو مومنانو ته مې د قيامت په ورځ پر جنت د بريا بدله ورکړه، د الله پر پيروۍ د هغوی د صبر او هغه آزار له امله چې له تاسو څخه ورته رسېده.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قٰلَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِی الْاَرْضِ عَدَدَ سِنِیْنَ ۟
الله به وفرمايي: څومره کاله تاسو په ځمکه کې وئ؟ او څومره وخت مو ضايع کړ؟.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ فَسْـَٔلِ الْعَآدِّیْنَ ۟
هغوی به په خپله وينا ځواب ورکړي: موږ يوه ورځ يا د ورځې څه برخه پاتې شوي يو، نو له هغو خلکو څخه پوښتنه وکړه چې د ورځو او مياشتو حساب نيسي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
قٰلَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا لَّوْ اَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
وبه وايي: تاسو په دنيا کې يوازې لږ وخت پاتې شوي ياست چې پر پيروۍ صبر کول پکې آسانه و که چېرې تاسو د خپل پاتې کېدلو پر اندازه پوهېدلئ.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
اَفَحَسِبْتُمْ اَنَّمَا خَلَقْنٰكُمْ عَبَثًا وَّاَنَّكُمْ اِلَیْنَا لَا تُرْجَعُوْنَ ۟
نو آيا ای خلکو! تاسو دا ګومان کوئ چې موږ پرته له حکمته تاسو هسې چټي پيداکړي ياست، د څارويو غوندې نه ثواب او سزا شتون لري، او نه به د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره زموږ خواته راګرځول کېږئ؟!.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
فَتَعٰلَی اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِیْمِ ۟
نو الله پاک دی، پاچا دی او څه ډول چې وغواړي په خپل مخلوق کې تصرف کوونکی دی، همغه حق دی، ژمنه يې حق ده، وينا يې حق ده، له هغه پرته بل په حقه لمانځلی نشته، د هغه عزتمن عرش څښتن دی چې تر ټولو مخلوقاتو لوی دی او څوک چې تر ټولو د لوی مخلوق پالونکی وي هغه د ټولو پالونکی هم وي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَمَنْ یَّدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۙ— لَا بُرْهَانَ لَهٗ بِهٖ ۙ— فَاِنَّمَا حِسَابُهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ ۟
څوک چې له الله سره بل معبود رابولي چې د عبادت پر وړتيا يې کوم دليل هم ورسره نه وي ( او له الله پرته د بل هر معبود همدغه حال دی)؛ نو د هغه د بد عمل بدله به د هغه له پالونکي سره وي، همغه ذات به د سزا بدله ورکړي، بېشکه کافران نه بريالي کيږي د هغه څه په ترلاسه کولو سره چې غواړي يې او نه له هغه څه څخه په ژغورنه چې ترې وېرېږي.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
وَقُلْ رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ ۟۠
او ووايه: ای رسوله! ای زما ربه زما د ګناهو بخښنه راته وکړه او په خپله لورېينه را باندې ورحمېږه او ته غوره هغه څوک يې چې پر ګناهکاره رحمېږې او توبه يې قبلوې.
ตัฟซีรต่างๆด้วย​ภาษาอาหรับ:
ประโยชน์​ที่​ได้รับ​จากโองการต่างๆ ในหน้านี้:
• الكافر حقير مهان عند الله.
کافر د الله پر وړاندې سپک او رسوا وي.

• الاستهزاء بالصالحين ذنب عظيم يستحق صاحبه العذاب.
پر نېکو خلکو ملنډې وهل لويه ګناه ده چې ملنډې وهونکی د سزا وړ ګرځي.

• تضييع العمر لازم من لوازم الكفر.
د عمر ضايع کول د کفر له لوازمو څخه دي.

• الثناء على الله مظهر من مظاهر الأدب في الدعاء.
په دعا کې د الله ستاينه کول د ادب له مظاهرو څخه دي.

• لما افتتح الله سبحانه السورة بذكر صفات فلاح المؤمنين ناسب أن تختم السورة بذكر خسارة الكافرين وعدم فلاحهم.
کله چې الله جل جلاله د سورت پیل د مؤمنانو د صفتونو په بیانولو سره وکړ نو لازمه وه چې د سورت پای هم د کافرانو په ناکامۍ او تاوان بیانولو سره وکړي.

 
แปลความหมาย​ ซูเราะฮ์: Al-Mu’minūn
สารบัญซูเราะฮ์ หมายเลขหน้า
 
แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน สำหรับหนังสืออรรถาธิบายอัลกุรอานอย่างสรุป (อัลมุคตะศ็อร ฟีตัฟซีร อัลกุรอานิลกะรีม) - สารบัญ​คำแปล

โดย ศูนย์ตัฟซีรเพื่อการศึกษาอัลกุรอาน

ปิด