Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - அபு ஜகாரியா * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அஷ்ஷூரா   வசனம்:
وَالَّذِیْنَ یُحَآجُّوْنَ فِی اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا اسْتُجِیْبَ لَهٗ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ وَّلَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۟
42-16 او هغه كسان چې د الله په باره كې وروسته له دې جګړې كوي چې د هغه دعوت قبول كړى شو، د دغو كسانو جګړه كول د دوى د رب په نېز باطل دي او په دوى غضب دى او د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى
அரபு விரிவுரைகள்:
اَللّٰهُ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ وَالْمِیْزَانَ ؕ— وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِیْبٌ ۟
42-17 الله هغه ذات دى چې كتاب يې په حقه سره نازل كړى دى او تله (ميزان) يې هم او تا څه شى خبروي، ښايي چې قیامت ډېر نژدې وي
அரபு விரிவுரைகள்:
یَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهَا ۚ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مُشْفِقُوْنَ مِنْهَا ۙ— وَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهَا الْحَقُّ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الَّذِیْنَ یُمَارُوْنَ فِی السَّاعَةِ لَفِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟
42-18 دغه (قیامت) هغه كسان په تلوار سره غواړي چې په ده ایمان نه لري او هغه كسان چې (په ده) يې ایمان راوړى دى، له ده نه وېرېدونكي دي او دوى پوهېږي چې یقینًا دا حق دى، خبردار شئ! بېشكه هغه كسان چې د قیامت په باره كې جګړې (او شكونه) كوي، یقینًا په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي
அரபு விரிவுரைகள்:
اَللّٰهُ لَطِیْفٌ بِعِبَادِهٖ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ ۟۠
42-19 الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى، هغه روزي وركوي چا ته چې وغواړي، او هم دى ډېر زورور، ښه غالب دى
அரபு விரிவுரைகள்:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الْاٰخِرَةِ نَزِدْ لَهٗ فِیْ حَرْثِهٖ ۚ— وَمَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الدُّنْیَا نُؤْتِهٖ مِنْهَا ۙ— وَمَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ نَّصِیْبٍ ۟
42-20 هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي
அரபு விரிவுரைகள்:
اَمْ لَهُمْ شُرَكٰٓؤُا شَرَعُوْا لَهُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا لَمْ یَاْذَنْ بِهِ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
42-21 ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اذن نه دى كړى او كه چېرې د فیصلې خبره نه وى (نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله شوې وى او بېشكه ظالمان چې دي، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
அரபு விரிவுரைகள்:
تَرَی الظّٰلِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا كَسَبُوْا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ رَوْضٰتِ الْجَنّٰتِ ۚ— لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِیْرُ ۟
42-22 ته به ظالمان (مشركان) وینې چې د خپل كړي عمل (له انجام) نه به وېرېدونكي وي، په دې حال كې چې هغه په دوى پرېوتونكى دى، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د جنتونو په باغېچو كې به وي د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي، هم دغه ډېر لوى فضل دى
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அஷ்ஷூரா
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - அபு ஜகாரியா - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

அதை மொழிபெயர்த்தது அபூ ஸகரிய்யா அப்துல் ஸலாம்.

மூடுக