Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - அபு ஜகாரியா * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அந்நம்ல்   வசனம்:
وَجَحَدُوْا بِهَا وَاسْتَیْقَنَتْهَاۤ اَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَّعُلُوًّا ؕ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟۠
27-14 او دوى له دغو (معجزو) نه انكار وكړ، د ظلم او سركشۍ په وجه، حال دا چې د دوى نفسونو په دغو یقین كړى و، نو ته وګوره د فساد كوونكو انجام څنګه و؟
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ عِلْمًا ۚ— وَقَالَا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ فَضَّلَنَا عَلٰی كَثِیْرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
27-15 او یقینًا یقینًا مونږ داود او سلیمان ته (خاص) علم وركړى و او هغو دواړو وویل: ټوله ستاينه خاص د هغه الله لپاره ده چې مونږ ته يې په خپلو مومنو بنده ګانو كې په ډېرو زياتو باندې فضيلت راكړى دى
அரபு விரிவுரைகள்:
وَوَرِثَ سُلَیْمٰنُ دَاوٗدَ وَقَالَ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّیْرِ وَاُوْتِیْنَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِیْنُ ۟
27-16 او سلیمان د داود (په علم، نبوت او سلطنت كې) وارث شو او هغه وویل: اى خلقو! مونږ ته د الوتونكو (مرغانو) خبرې ښوول شوې دي او مونږ ته له هر څیز نه راكړه شوې ده، بېشكه دا، خامخا هم دغه ښكاره فضل دى
அரபு விரிவுரைகள்:
وَحُشِرَ لِسُلَیْمٰنَ جُنُوْدُهٗ مِنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ وَالطَّیْرِ فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟
27-17 او د سلیمان لپاره د هغه لښكرې راجمع كړى شوې، چې له پېریانو او انسانانو او مرغانو څخه وې، بیا به د دوى (په ترتیب سره) ډلې جوړولى شوې
அரபு விரிவுரைகள்:
حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَوْا عَلٰی وَادِ النَّمْلِ ۙ— قَالَتْ نَمْلَةٌ یّٰۤاَیُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوْا مَسٰكِنَكُمْ ۚ— لَا یَحْطِمَنَّكُمْ سُلَیْمٰنُ وَجُنُوْدُهٗ ۙ— وَهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
27-18 تر هغه پورې چې كله دوى د مېږانو په دره راغلل، (نو) یوې مېږۍ وویل: اى مېږانو تاسو خپلو استوګنو ته ننوځئ، چې تاسو سلیمان او د هغه لښكرې مات او چیت پیت نه كړي، په داسې حال كې چې دوى به نه پوهېږي
அரபு விரிவுரைகள்:
فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّنْ قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِیْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَعَلٰی وَالِدَیَّ وَاَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَاَدْخِلْنِیْ بِرَحْمَتِكَ فِیْ عِبَادِكَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
27-19 نو دى د دې په خبره (اول) مسكى شو، چې خندا كوونكى و (ورپسې د خوشحالۍ په وجه) ويې ويل:اى زما ربه! ته ما ته الهام او توفیق راكړه چې زه ستا د هغو نعمتونو شكر وباسم چې تا په ما او زما په مور و پلار انعام (او پېرزو) كړي دي او دا چې زه داسې نېك عمل وكړم چې ته يې خوښوې، او ته ما په خپل رحمت سره په خپلو نېكو بنده ګانو كې داخل كړه
அரபு விரிவுரைகள்:
وَتَفَقَّدَ الطَّیْرَ فَقَالَ مَا لِیَ لَاۤ اَرَی الْهُدْهُدَ ۖؗ— اَمْ كَانَ مِنَ الْغَآىِٕبِیْنَ ۟
27-20 او د مرغانو لټونه يې وكړه، نو ويې ويل: ما له څه دي چې زه هدهد (ملاچرګك) نه وینم، بلكې كه هغه له غايب شویو ځنې دى؟
அரபு விரிவுரைகள்:
لَاُعَذِّبَنَّهٗ عَذَابًا شَدِیْدًا اَوْ لَاَاذْبَحَنَّهٗۤ اَوْ لَیَاْتِیَنِّیْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟
27-21 خامخا هرومرو به زه ده ته سزا وركړم، ډېره سخته سزا، یا به خامخا ضرور دى حلال كړم، یا به ضرور هرومرو ما ته ښكاره دلیل راوړي
அரபு விரிவுரைகள்:
فَمَكَثَ غَیْرَ بَعِیْدٍ فَقَالَ اَحَطْتُّ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ وَجِئْتُكَ مِنْ سَبَاٍ بِنَبَاٍ یَّقِیْنٍ ۟
27-22 نو هغه (هدهد) ایسار شو، خو ډېر نه، (او ژر راغى) نو ويې ويل:ما هغه خبره (په علم كې) ګېره كړې ده چې تا هغه ګېره كړې نه ده او زه تا ته له سبا (ښار) نه په یقیني خبر سره راغلى یم
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அந்நம்ல்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - அபு ஜகாரியா - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

அதை மொழிபெயர்த்தது அபூ ஸகரிய்யா அப்துல் ஸலாம்.

மூடுக