Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்வாகிஆ   வசனம்:

واقعه

اِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ
کله چې پیښیدونکې،پیښه شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَیْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ۟ۘ
هیڅوک به یي درواغ نه ګڼي.
அரபு விரிவுரைகள்:
خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ ۟ۙ
هغه به ښکته کوونکې[۱۵]او لوړوونکې پیښه وي.
[۱۵] ـ هغه چې په دنیا کې ښکته وو پورته به یې کړي یا کافران به جهنم ته وغورزوي،او مؤمنان به جنتونو ته پورته کړي.(الماوردی).
அரபு விரிவுரைகள்:
اِذَا رُجَّتِ الْاَرْضُ رَجًّا ۟ۙ
کله چې ځمکه په بشپړ ډول ولړزول شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا ۟ۙ
او غرونه ټوټه،ټوټه او میده کړای شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَكَانَتْ هَبَآءً مُّنْۢبَثًّا ۟ۙ
ته به وايې چې الوتونکی ګرد او وړانګې دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّكُنْتُمْ اَزْوَاجًا ثَلٰثَةً ۟ؕ
نو تاسې به درې ډلي واست.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۟ؕ
نو د ښي لاس خاوندان.[۱۶]او څومره غوره دي د ښي لاس خاوندان.
[۱۶] ـ هغه چې په شې لاس عملنامه ور کړای شي او هغه چې په کیڼ لاس عملنامه ورکړای شي د عرش په ښي اړخ او کیڼ اړخ کې وي.(الماوردی).
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۟ؕ
او د کیڼ لاس خاوندان.څومره به دي د کیڼ لاس خاوندان.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالسّٰبِقُوْنَ السّٰبِقُوْنَ ۟ۙ
او لومړني[۱۷]لومړني دي.
[۱۷] ـ لومړني بیعت کوونکي،لومړني هجرت کوونکي یا په لومړنیو پیغمبرانو لومړني ایمان راوړونکي.(الماوردی).
அரபு விரிவுரைகள்:
اُولٰٓىِٕكَ الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ۚ
همدوی الله ته نژدې کړي شوي دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
له نعمتونو په ډکو جنتونو کې به اوسیږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
لومړني[۱۸]به زیات وي.
[۱۸] د پخوانیو امتونو له ادم علیه السلام څخه تر محمد صلی الله علیه وسلم پورې به ډير او له محمدي امت څخه به لږ وي.یا د محمدي امت لومړني خلک او وروستني خلک (الماوردی).
அரபு விரிவுரைகள்:
وَقَلِیْلٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ
او وروستي به لږ.
அரபு விரிவுரைகள்:
عَلٰی سُرُرٍ مَّوْضُوْنَةٍ ۟ۙ
د سرو او سپینو زرو په تارونو او بدل شوو تختونو.
அரபு விரிவுரைகள்:
مُّتَّكِـِٕیْنَ عَلَیْهَا مُتَقٰبِلِیْنَ ۟
یو بله ته مخامخ به یې تکیه کړې وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
یَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۟ۙ
په یو عمر او یو رنګ تل پاتې هلکان به پرې ګرځي راګرځي.
அரபு விரிவுரைகள்:
بِاَكْوَابٍ وَّاَبَارِیْقَ ۙ۬— وَكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ
د بهیدونکو صافو شرابو له ډکو ګیلاسونو،جکونو او کاسو سره.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَّا یُصَدَّعُوْنَ عَنْهَا وَلَا یُنْزِفُوْنَ ۟ۙ
ته به یي سردرد ترې پيدا کیږي او نه نیشه او بې خودي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا یَتَخَیَّرُوْنَ ۟ۙ
او د هغوی د خوښې ډول ډول میوې به ور وړاندې کیږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَحْمِ طَیْرٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟ؕ
او د زړونو د غوښتنې په رڼا کې یې د مارغانو غوښې.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَحُوْرٌ عِیْنٌ ۟ۙ
او هم د ښکلو او غټو سترګو حورې.
அரபு விரிவுரைகள்:
كَاَمْثَالِ اللُّؤْلُو الْمَكْنُوْنِ ۟ۚ
لکه پوښل شوې ملغلرې.
அரபு விரிவுரைகள்:
جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
دا د هغو کړنو بدل دی چې په دنیا کې یې کړي دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّلَا تَاْثِیْمًا ۟ۙ
هلته به نه چټي خبرې اوري او نه د ګناه خبرې.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِلَّا قِیْلًا سَلٰمًا سَلٰمًا ۟
مګر یوازې یو پر بل به[۱۹]سلام اوري.
[۱۹] ـ د الله او ملایکو له لورې سلام،یا معنا یې ښې خبرې.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۟ؕ
او د ښي لاس خاوندان.څومره غوره دي د ښي لاس خاوندان.
அரபு விரிவுரைகள்:
فِیْ سِدْرٍ مَّخْضُوْدٍ ۟ۙ
په بي اغزیو بیرو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّطَلْحٍ مَّنْضُوْدٍ ۟ۙ
او یو پر بل سپرو کیلو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّظِلٍّ مَّمْدُوْدٍ ۟ۙ
او ترې لرې اوږدوشو سیورو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّمَآءٍ مَّسْكُوْبٍ ۟ۙ
او هر وخت به لوښو او ویالو کې اچول شوو اوبو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ ۟ۙ
او په پریمانه میوو.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَّا مَقْطُوْعَةٍ وَّلَا مَمْنُوْعَةٍ ۟ۙ
چې نه پاي ته رسي او نه بندیږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّفُرُشٍ مَّرْفُوْعَةٍ ۟ؕ
او په لوړو او هسکو فرشونو کې به وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّاۤ اَنْشَاْنٰهُنَّ اِنْشَآءً ۟ۙ
بې له شکه چې:مونږ دغه حورې او جنتي ښځې نوي په نوي سنګار پیدا کړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَجَعَلْنٰهُنَّ اَبْكَارًا ۟ۙ
پیغلې مو ګرځولي.
அரபு விரிவுரைகள்:
عُرُبًا اَتْرَابًا ۟ۙ
له میړونو سره مینه او محبت کوونکي هم عمره دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لِّاَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ؕ۠
دا هرڅه د ښي لاسو خلکو لپاره دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
دا خلک په لومړیو کې یوه لویه ډله.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَثُلَّةٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ
او په وروستیو کې هم لویه ډله ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۟ؕ
او د کیڼ لاس خاوندان.څومره بد دي د کیڼ لاس خاوندان.
அரபு விரிவுரைகள்:
فِیْ سَمُوْمٍ وَّحَمِیْمٍ ۟ۙ
په سوزوونکي اور او خوټیدونکو ګرمو اوبو کې به وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّظِلٍّ مِّنْ یَّحْمُوْمٍ ۟ۙ
د تور لوګي تر سیورې لاندې به وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَّا بَارِدٍ وَّلَا كَرِیْمٍ ۟
نه به سوړ وي او نه دمه ورکوونکی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُتْرَفِیْنَ ۟ۚۖ
خکه چې په دنیا کې په ښو نعمتونو کې وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَكَانُوْا یُصِرُّوْنَ عَلَی الْحِنْثِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ
او په لویه ګناه[۲۰]یې خورا ټینګار کاو.
[۲۰] ـ شرک،د الله او د هغه د رسول نه مننه او ترې سرغړونه.(فتح القدیر).
அரபு விரிவுரைகள்:
وَكَانُوْا یَقُوْلُوْنَ ۙ۬— اَىِٕذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ
او ویل به یې چې:مونږ مړه شو او بیا خاورې او هډوکي نو بیا به هم بیرته پاڅول کیږو؟
அரபு விரிவுரைகள்:
اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟
زمونږ پخواني پلرونه او نیکونه به هم راپاڅول کیږي؟
அரபு விரிவுரைகள்:
قُلْ اِنَّ الْاَوَّلِیْنَ وَالْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ
ای محمده ووایه چي لومړي او وروستي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَمَجْمُوْعُوْنَ ۙ۬— اِلٰی مِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟
ټول به خامخا د معلومې ورځې غونډې ته راټولولای شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
ثُمَّ اِنَّكُمْ اَیُّهَا الضَّآلُّوْنَ الْمُكَذِّبُوْنَ ۟ۙ
بیا به تاسې ای لار ورکو درواغجنو!
அரபு விரிவுரைகள்:
لَاٰكِلُوْنَ مِنْ شَجَرٍ مِّنْ زَقُّوْمٍ ۟ۙ
خامخا به د زقوم له ونې څخه خوراک کوئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ۚ
او خیټې به مو ترې ډکوئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَشٰرِبُوْنَ عَلَیْهِ مِنَ الْحَمِیْمِ ۟ۚ
او د پاسه به پرې ګرمې خوټیدونکې اوبه څښئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَشٰرِبُوْنَ شُرْبَ الْهِیْمِ ۟ؕ
په شان د څښلو د جل وهلي اوښ[۲۱]
[۲۱] ـ هیم هغه جل وهلي اوښ ته وایې چې په هیڅ یې تنده نه ماتیږي او بله معنې یې شوې ده.لکه څښل د شګو چې هر څومره اوبه پکې واچوې درک یې نه ښکاري.(الماوردی).
அரபு விரிவுரைகள்:
هٰذَا نُزُلُهُمْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ
دا يې د حساب د ورځې میلمستیا ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
نَحْنُ خَلَقْنٰكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُوْنَ ۟
یوازې مونږ تاسې پیدا کړي یې نو بیا ولې زمونږ خبره نه منئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تُمْنُوْنَ ۟ؕ
ستاسې دغورزولې نطفې په هکله مې پوه کړئ؟
அரபு விரிவுரைகள்:
ءَاَنْتُمْ تَخْلُقُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الْخٰلِقُوْنَ ۟
ایا تاسې ترې کوچنی پیدا کوئ او که پیدا کوونکي مونږ یو؟
அரபு விரிவுரைகள்:
نَحْنُ قَدَّرْنَا بَیْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ ۟ۙ
مونږ ستاسې په مینځ کې مرګ اندازه کړی او مونږ بې وسه کیدای نشو.
அரபு விரிவுரைகள்:
عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ اَمْثَالَكُمْ وَنُنْشِئَكُمْ فِیْ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
چې ستاسې پر ځای نور خلک راولو او تاسې په هغه شکل پورته کړو چې تاسې پرې نه پوهیږئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْاَةَ الْاُوْلٰی فَلَوْلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
تاسې ته خو لومړنی پیدایښت ښه څرګند شوی دی.نو ولې پند نه اخلئ؟
அரபு விரிவுரைகள்:
اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَحْرُثُوْنَ ۟ؕ
په دې مې پوه کړئ چې کوم څه تاسې کرئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
ءَاَنْتُمْ تَزْرَعُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الزّٰرِعُوْنَ ۟
ایا تاسې یې رازرغونوئ؟که مونږ یې زرغونوونکي یو؟
அரபு விரிவுரைகள்:
لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنٰهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُوْنَ ۟
که مونږ وغواړو نو ستاسې کښت به وچ یې ګټې واښه وګرځوو.بیا به نو تاسې هک پک پاتې یې.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّا لَمُغْرَمُوْنَ ۟ۙ
او وايي به چې مونږ له تاوان سره مخ شو.
அரபு விரிவுரைகள்:
بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟
بلکې له هر څه څخه بې برخې.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَفَرَءَیْتُمُ الْمَآءَ الَّذِیْ تَشْرَبُوْنَ ۟ؕ
او د هغو اوبو په هکله هم معلومات راکړئ چې تاسې یې څښئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
ءَاَنْتُمْ اَنْزَلْتُمُوْهُ مِنَ الْمُزْنِ اَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُوْنَ ۟
ایا تاسې له وریځو نه راښکته کړی دي؟که راښکته کوونکي مونږ یو؟
அரபு விரிவுரைகள்:
لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنٰهُ اُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُوْنَ ۟
که مونږ وغواړو نو تروې مالګینې به یې وګرځوو.نو تاسې ولې شکر نه باسئ؟
அரபு விரிவுரைகள்:
اَفَرَءَیْتُمُ النَّارَ الَّتِیْ تُوْرُوْنَ ۟ؕ
او د هغه اور په هکله هم معلومات راکړئ چې تاسې یې بلوئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
ءَاَنْتُمْ اَنْشَاْتُمْ شَجَرَتَهَاۤ اَمْ نَحْنُ الْمُنْشِـُٔوْنَ ۟
ایا تاسې یې ونه پيدا کړې ده؟که پیدا کوونکي یې مونږ یو؟
அரபு விரிவுரைகள்:
نَحْنُ جَعَلْنٰهَا تَذْكِرَةً وَّمَتَاعًا لِّلْمُقْوِیْنَ ۟ۚ
مونږ اور ستاسې لپاره یو پند او د ټولو اړو خلکو لپاره ګټه او څوری ګرځولی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟
نو د خپل رب چې له هر څه لوی دی د پاک نامه ستاینه وکړه.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُوْمِ ۟ۙ
نو نه .... زما دې د ستورو پر ځایونو قسم وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاِنَّهٗ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُوْنَ عَظِیْمٌ ۟ۙ
که تاسې پوهیږئ،نو دا خورا لوی قسم دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّهٗ لَقُرْاٰنٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ
چې بې شکه پر تا نازل د عزت والا قران دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
فِیْ كِتٰبٍ مَّكْنُوْنٍ ۟ۙ
هغه د لوح محفوظ په پوښل شوي کتاب کې ښکل دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَّا یَمَسُّهٗۤ اِلَّا الْمُطَهَّرُوْنَ ۟ؕ
پرته له پاکو[۲۲]کړو شوو بل څوک یې نشي مسه کولی.
[۲۲] ـ په لوح محفوظ کې یې پرته له پاکو ملایکو بل څوک نشې مسه کولی.او یا یې معنا ده:پرته له بااودسه مسلمانانو بل څوک باید لاس ورنه وړي( الماردی)
அரபு விரிவுரைகள்:
تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
د ټول عالم د رب له لورې نازل شوی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَفَبِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَنْتُمْ مُّدْهِنُوْنَ ۟ۙ
نو ایا له دغه کلام سره تاسې سپکوونکې معامله کوئ؟
அரபு விரிவுரைகள்:
وَتَجْعَلُوْنَ رِزْقَكُمْ اَنَّكُمْ تُكَذِّبُوْنَ ۟
او تاسې ته د در کړې شوې روزۍ شکریه به مو همدا وي چې:تاسې قرآن درواغ ګڼئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَوْلَاۤ اِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُوْمَ ۟ۙ
نو ولې نه شئ کولای چې: د یو چاه ساه تر ستوني ورسي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَنْتُمْ حِیْنَىِٕذٍ تَنْظُرُوْنَ ۟ۙ
او تاسې په رډو،رډو ورته ګورئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْكُمْ وَلٰكِنْ لَّا تُبْصِرُوْنَ ۟
او مونږ ورته له تاسې نه خورا ډیر نژدی یو خو تاسې یې نه وینئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَوْلَاۤ اِنْ كُنْتُمْ غَیْرَ مَدِیْنِیْنَ ۟ۙ
نو ولې نشئ کولای که رښتیا هم تاسې ته کومه جزا نه در کول کیږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
تَرْجِعُوْنَهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
چې همدا ساه بیرته ور وګرځوئ،که تاسې رښتیني یاست؟
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟ۙ
نو که مړ شوی انسان خدای ته له نژدې خلکو څخه وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَرَوْحٌ وَّرَیْحَانٌ ۙ۬— وَّجَنَّتُ نَعِیْمٍ ۟
نو هوسايي،ښکلی ژوند،او د نعمتونو ډک جنت یې په برخه دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ۙ
او که د ښي لاس له خاوندانو څخه ؤ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَسَلٰمٌ لَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟
نو د ښي لاس له خاوندانو څخه بالکل بې غم اوسه.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِیْنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ
او که له درواغجنو لار ورکو څخه وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۙ
نو د ګرمو خوټیدونکو اوبو میلمستیا ورته تیاره ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّتَصْلِیَةُ جَحِیْمٍ ۟
او د دوزخ اور ته یې ننویستل دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ حَقُّ الْیَقِیْنِ ۟ۚ
او بې له شکه همدا هر څه بیخي حق دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠
نو د خپل رب چې له هر څه نه لوی دی د پاک نامه ستاینه وکړه.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்வாகிஆ
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக