Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்மாயிதா   வசனம்:
قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَاۤ اَبَدًا مَّا دَامُوْا فِیْهَا فَاذْهَبْ اَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُوْنَ ۟
هغوی وویل ای موسی تر څو چې هغوی په دې ښار کې وي مونږ به هیڅکله هلته ورننه نه ووځو د خپل رب په ملاتړ ولاړ شه دواړه وجنګیږئ مونږ به دلته درته ناست یو.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ لَاۤ اَمْلِكُ اِلَّا نَفْسِیْ وَاَخِیْ فَافْرُقْ بَیْنَنَا وَبَیْنَ الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟
موسی وویل ای زما ربه! زه یوازې د خپل ځان او د خپل ورور واک لرم نو زمونږ او د فاسق قوم په مینځ کې پریکړه وکړه.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالَ فَاِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَیْهِمْ اَرْبَعِیْنَ سَنَةً ۚ— یَتِیْهُوْنَ فِی الْاَرْضِ ؕ— فَلَا تَاْسَ عَلَی الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠
الله پاک وفرمایل دا پاکه ځمکه پر دوی څلویښت کلونه حرامه شوه، دوی به لالهانده او سرګردانه ګرځي، نو ته په فاستق قوم مه غمجن کیږه.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ ابْنَیْ اٰدَمَ بِالْحَقِّ ۘ— اِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ اَحَدِهِمَا وَلَمْ یُتَقَبَّلْ مِنَ الْاٰخَرِ ؕ— قَالَ لَاَقْتُلَنَّكَ ؕ— قَالَ اِنَّمَا یَتَقَبَّلُ اللّٰهُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ ۟
ای محمده! خپل قوم ته د ادم د دوه ځامنو رښتینې کیسه ووایه کله چې دواړو قرباني وړاندې کړه د یوه قربانې ومنل شوه او د هغه بل ونه منل شوه. خپل ورور ته یې وویل زه به دی خامخا وژنم. هغه ځواب ورکړ دا د الله کار دی چې یوازې د پرهیزګارانو قرباني قبلوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَىِٕنْۢ بَسَطْتَّ اِلَیَّ یَدَكَ لِتَقْتُلَنِیْ مَاۤ اَنَا بِبَاسِطٍ یَّدِیَ اِلَیْكَ لِاَقْتُلَكَ ۚ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
که تا زما د وژنې لپاره لاس را پورته کړ نو زه به ستا د وژنې په هڅه کې په تاپسې لاس اوږود نه کړم زه د هغه الله څخه ډاریږم چې د ټول عالم رب دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ تَبُوَْاَ بِاِثْمِیْ وَاِثْمِكَ فَتَكُوْنَ مِنْ اَصْحٰبِ النَّارِ ۚ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚ
زه غواړم چې ته زما او خپل دواړه ګناهونه په اوږو واخلې او د دوزخ څښتن شي او همدا د تیري کوونکو جزاء ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَطَوَّعَتْ لَهٗ نَفْسُهٗ قَتْلَ اَخِیْهِ فَقَتَلَهٗ فَاَصْبَحَ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
د نفس هیلو ورور وژنې ته تیار او ویې واژه او د زیان کارانو له ډلې څخه وګڼل شو.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَبَعَثَ اللّٰهُ غُرَابًا یَّبْحَثُ فِی الْاَرْضِ لِیُرِیَهٗ كَیْفَ یُوَارِیْ سَوْءَةَ اَخِیْهِ ؕ— قَالَ یٰوَیْلَتٰۤی اَعَجَزْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِثْلَ هٰذَا الْغُرَابِ فَاُوَارِیَ سَوْءَةَ اَخِیْ ۚ— فَاَصْبَحَ مِنَ النّٰدِمِیْنَ ۟
الله پاک یو کارغه ولیږه هغه ځمکه کنله تر څو وژونکي قابیل ته وښائي چې څرنګه د خپل ورور مړی پټولای شي، دکارغه ځمکې کنلو سره قابیل وویل های زما ناپوهۍ! زه له دی نه هم کم یم چې د دغه کارغه په شان د خپل ورور مړی پټ کړم.نو په خپله کړنه خورا زیات پښیمانه شو.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்மாயிதா
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக